«به لحاظ خدا مکتب‌های دخترها را باز کنید! جان، جان»

پوهندوی آصف بهاند

293

محبوبه سراج له ذبیح‌الله مجاهد سره په خبرو کې:

«به لحاظ خدا مکتب‌های دخترها را باز کنید! جان، جان»

محبوبه سراج په ډېر زړه‌سوي او تهور سره د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو د دفاع په سنگر کې ولاړه ده او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ته یې د نجونو ښوونځیو د خلاصولو په باب داسې خبرې کړې دي چې تر اوسه پورې مخامخ په هېڅ ځای او له هېڅ ادرسه داسې په زړورتیا، چا له طالبانو سره دا موضوع نه وه مطرح کړې.

محبوبه سراج پخوا تر دې هم کوردننه او پر نړیوالو دریځونو باندې د افغان مېرمنو استاوزولي کړې او پر هر ستیژ باندې یې د نجونو د تړلو ښوونځیو مسأله مطرح او دفاع یې ځینې کړې ده، خو له یوه طالب چارواکي سره په دې صراحت د موضوع مطرح کول او مخامخ ورته ویل، د سر په بیه په تیارو کې ډېوې بلول دي، دې مجاهد ته وویل چې:

د خدای په لحاظ د نجونو ښوونځی خلاص کړئ، جان ــ جان!

که یې خلاص نه کړئ، ټوله نړۍ مو پر ضد درېـږي او د دې لوبې اصلي متضررین به افغانستان او د افغانستان عام خلک وي. دا لاندې د ویدیو لینک دی، که څوک یې لیدل غواړي، لینک دې کلیک کړي:

https://www.facebook.com/100045093761172/videos/827034249010676

د ښځو د حقونو ترټولو جدي او په خپله خبره ټینگه ولاړه مدافع محبوبه سراج په کابل کې په سلطنتي کورنۍ کې زېـږدلې ده، د ملالۍ لیسې تر پایته رسولو وروسته پوهنتون ته د لوړو زدکړو لپاره لاړه، د گڼو دندو د ترسره کولو تر څنگ، تل د ښځو د دحقونو د دفاع په سنگر کې فعاله پاتې شوې ده او ترنن پورې په خپل دغه دریځ کې ټینگ ولاړه ده، داسې چې خبره یې تر زنداني کېدو پورې هم ورسېده. تر زندان وروسته امریکا ته مهاجره شوه او په ۲۰۰۳ ام کال کې بېرته وطن ته راستنه شوه، بیا عملاً د ښځو او نجونو د حقونو او زدکړو د دفاع په سنگر کې ودرېده، ډېره هڅه یې دا وه چې ښځې باید د سیاست ډگر ته ورننوزي.

د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل نه تراوسه په کابل کې پاتې شوې ده او لکه پخوا د ښځو او نجونو د زدکړو او حقونو عملي دفاع کوي، تر ټولو غوره بېلگه یې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره لیدنه وه چې د همدې لیدنې په ترڅ کې د نورو جدي خبرو ترڅنگ یې طالبانو ته په خطاب کې وویل:

«د خدای په لحاظ د نجونو ښوونځي خلاص کړئ!»

خو ذبیح‌الله مجاهد له محبوبه سراج سره تر خبرو وروسته د نجونو او د پوهنتون د ښځینه محصلینو د زدکړو په باب بیا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه چې: له زده کړو د نجونو او ښځو منع کول یې دایمي پریکړه نه ده؛ بلکې د شرایطو په نظر کې نیولو سره به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

په دې باب د تاند په یو لنډ رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه )  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی د واکمنۍ له دوه کلنو کړنو په دفاع ویلي، چې د نړیوالو د هغو غوښتنو په عملي کولو مکلف نه دي، چې بیا- بیا یې له دوی ترسره کول غواړي.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د وضع شویو قیوداتو په تړاو ویلي، چې له زده کړو د نجونو او ښځو منع کول یې دایمي پریکړه نه ده؛ بلکې د شرایطو په نظر کې نیولو سره به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

ذبیح الله مجاهد په ورته مهال زیاته کړې، چې دوی د خپلو کړنو لپاره هغه څه،چې دوی یې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په پام کې لرل بللي، ژمن دي.

د ده په وینا، دوی د نړۍ د خوشالولو لپاره داسې اقدام ته نه دي چمتو، چې د ده په باور له یادو ټکیو سره په ټکر کې وي او بل ملي ناورین رامنځته کړي.

د طالبانو ویاند دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د دوی د رژیم له دوه کلنۍ سره پر ډېرو کړنو؛ په ځانګړي ډول یې د ښځو پر وړاندې د قیوداتو له امله توندو غبرګونونو سره مخ دي.

دا غبرګونونه په ملي او نړیواله کچه ښودل شوي او نړیوالو خو د طالبانو د په رسمیت پېژندلو او ورسره تعامل لپاره د ښځو د حقونو تامینول یو اساسي شرط ټاکلی.»

له محبوبه سراج سره په لیدنه کې ذبیح‌الله مجاهد په ښکاره وویل چې زه له تاسو سره موافق یم او خبرې مو تاییٔدوم، خو په دې برخه کې زه څه نه شم کولای، زه یوازې د یوه ویاند په توگه کولای شم  ستاسوخبرې تر خپلو مشرانو او د مشرانو خبرې او پرېکړې تر رسنیو او خلکو پورې ورسوم.

مېرمن سراج د سر په بیه د ټولو نړیوالو ترسترگو وړاندې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په پار، د طالبانو استازي ته عذر هم وکړ او د دوی د سیاسي ګړنلارې په اړوند یې جدي اخطار ډوله خبرې هم وکړي، وبه لیدل شي چې د یوې سپینسرې افغان مور عذرونه او زارۍ کوم ځای نیسي که نه؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.