پاکستان او ایران د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې بیا ټينګار کړی

289

 

صابر عزیز- بي بي سي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

له ګڼو نیوکو، اندېښنو او خبرداریو سره سره پاکستان او ایران دواړو د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې بیا ټينګار کړی دی او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

په تورخم ښارګوټي کې کمیسار مفتي یعقوب بي بي سي ته وویل چې یوازې له همدې لارې د ورځې لسګونه کورنۍ افغانستان ته راځي.

په زور له پاکستان څخه د کډوالو رایستلو په تړاو تر اوسه هغو غوښتنو او اندېښنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی چې دا لړۍ به درول کېږې، بلکې نن یې بیا په غځولو او اوږدولو ټینګار شوی. د دواړو هېوادونو جګپوړو چارواکو ویلي پر خپله پرېکړه ولاړ دي.

د پاکستان لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي په افغانستان کې حالات ښه دي او کډوال باید خپل هېواد ته لاړ شي. ښاغلي جیلاني دا خبرې په تبت کې د هانکانګ له فونیکس ټي وي نیوز سره په مرکه کړې دي. نوموړی وايي:

” هیڅ هېواد غیرقانوني کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي، هغه که په اروپا کې وي، یا اسیا کې او هم زموږ په ګاونډ کې، نو ددغه نړیوال اصل له مخې موږ دا پرېکړه کړې. په افغانستان کې چې هره ستونزه پیدا شي بیا خلک زموږ هېواد ته راګډه شي، څلوېښت کاله کېږي چې دوی دلته دي، اوس د خپل هېواد ته لاړ شي ځکه هلته حالات سم دي.”

پاکستان داسې مهال د کډوالو ورستنېدو لپاره په افغانستان کې حالات ډاډمن بولي، چې هلته د طالبانو حکومت هم وایې کډوالو دې ورستانه شي.

د کډوالو او نړیوالو مرستندویه ادارو اندېښنه بیا داده چې یوازې له کرښې د کډوالو ور اوښتل یې ستونزه نه هواروي، بلکې ژوند به یې د کړاوونو نوي پړاو ته دننه شي. طالب چارواکي او مرستندویه نړیوالې ادارې هم د مرستو او امکاناتو نشتوالی لوی خنډونه یادوي.

خو دا یوازې پاکستان نه دی چې په کډوالو پسې یې را اخیستې، د افغانستان بل ګاونډي ایران هم هلته په مېشتو افغان کډوالو ورته حالت راوستی.

په خواله رسنیو داسې ویډیوګانې ډېرې خپرېږي چې ان عام ایراني وګړي د افغان کډوالو په کورونو بریدونه کوي. یوه خو داسې هم ده چې ایران ځوانان یو عمر خوړلی افغان سړی وهي، او سپکې سپورې ورته وایي. دارنګه په ځينو نورو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد لاریونونه هم شوي دي.

دا کار یوازې عام ایرانیان نه کوي ، بلکې تازه ددې هېواد کورنیو چارو وزیر وحید احمدي ويلي، چې قانوني او غیرقانوني کډوال باید سره بیل شي او هغوی چې د نوموړي په ټکو (غیرمجاز) کډوال دی باید په ایران کې نه وي.

په یوه نوې پرمختیا کې د بلوچستان مرکز کوټې د پولیس یوه مسوول جواد طارق ویلي ۹۴ نور افغانان یې چې د ده په وینا ناقانونه وو نیولي دي او د نورو افغانانو معلومات ټولوي.

دغه پاکستاني پولیس افسر ویلي په کوټه کې یې د ۲۲ زره افغانانو معلومات ټول کړي او د دوی د جایدادونو، کاروبارونو او دندو په اړه هم معلومات ټولوي.

خو د ایران او پاکستان لخوا دا ډول چلند له وړاندې له غبرګونونو سره مخ دی. ملګري ملتونه وایي، دا د ټولو کډوالو حق دی چې خپلې خوښې ته پرېښودل شي.

پاکستان ته پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم ګڼ شمېر کډوال ورغلي.

د عکس سرچینه، EPA

پاکستان ته پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم ګڼ شمېر کډوال ورغلي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفان دوجاریک په همدې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې:

” ښه، موږ په ښکاره ددې پرمختګ په اړه اندېښمن یو. زه ډاډه یم چې په یو این ایچ سي ار کې به زموږ همکاران په دې کار کوي، د یوه اصل په توګه ډېره مهمه ده چې هیڅ پناه غوښتونکی پرته له دې چې خپله خوښه یې وي او په عزت لاړ شي، څوک یې ایستلی نه شي.”

په همدې تړاو د غبرګونونو په دوام د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي او په پوره پام له افغانستان سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

بل لور ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پښتون غورځنګ پلویانو په یوه احتجاجي غونډه کې پاکستان کې له کډوالو سره روان وضعیت غندلی او خبرداری یې ورکړی چې که پاکستان حکومت له دې چارې لاس وانخلي په وینا یې دوی به لاریونونه وکړي.

*************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.