هرات: عامو خلکو زلزله ځپلو ته مرستې رسولې

295

په هرات کي تر سختي خونړۍ زلزلې وروسته يوشمېر رضاکارانو او د سیمو خلکو زلزله ځپلو ته مرستې رسولې دي.

مرسته کوونکو د هرات ښار په ۳۰ کیلومیترۍ کې چیرې چې د ۶،۳ رشترې زلزلې ویجاړۍ رامنځته کړې وې، د خوراکي توکو، جامو او کمپلانو څخه ډکې لارۍ دغو سیمو ته رسولې دي.

یادو مرسته کوونکو له ځانه سره بیلچې هم لرلې، په دې هیله چې ښایې د ویجاړیو او خرابیو لاندي لا هم ژوندي کسان پاتې وې.

د کشک ولسوالی اوسیدونکی خالد وایې: «ډېر خلک له لېرې پرتو ولسوالیو څخه راغلې څو وشې کولی د ویجاړیو له لاندي خلک راوباسي.»

هغه زیاتوي چې ټول د مړو په  رایستلو بوخت دي، خو لا هم دوی په دې نه پوهیږي چې نور څومره شمیر خلک به تر غو خرابو لاندي بند پاته وې.

ملي او سیمه ایزو چارواکو د مړو او ټپي شویو بیلا بیل ارقام ورکړې، خو د بیړنیو پیښو پر وړاندي د مبارزې ادارې د ارقامو له مخې په دغه زلزله کې تر دې دمه ۲۰۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان بیا اعلان کړی دی چې څه د پاسه ۱۱۰۰۰ کسان چې ټولټال له ۱۶۵۵ کورنیو څخه شمیرل کیږې د دغې زلزلې له امله زیانمن شوې دي.

د افغانستان په لویدیځ ښار هرات کې یادې زلزلې داسې ویجاړی رامنځته کړی چې په دغه هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله خلک له بد حالت سره مخ دي، د ژمې د رارسیدو سره سم دا به د طالبانو له پاره خورا ستونزمن کار وې چې د دغو زلزله ځپلو سره په کافې اندازه مرستي وکړې.

په افغانستان کې تر ډیره په لېرې پرتو سیمو کې کورونه له خټو او لرګیو جوړ دې، په ډیرو کمو برخو کې یې له سیخانو او یا ګاډرنو کار اخیستل شوی وې. افغانستان اوس له یوه بیړنې خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

نه یوازې دا بلکې په دې ورستیو کلنو کې هرات ښار چې د ایران سره پر پوله پروت دی له سختي وچکالې سره هم مخ دی.

دا لومړۍ ځل نه دی چې دغه ډول ویجاړونکې او وژونکې زلزله کیږې، تیر کال ۵،۹ ریشتر زلزلې د پکتیکا ولایت په ډیرو سیمو کې ویجاړی رامنځته کړ، چې پکښې ۱۰۰۰ کسان مړه او په لسونو زرو نورو خپل کورونه له لاسه ورکړل.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.