کندهار کې د «کندهاري زعفرانو» په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

237

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د زعفرانو نندارتون پرانېستل شو چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه په‌کې کروندګرو ګډون کړی او خپل حاصلات یې نندارې ته اېښي دي.

د «کندهاري زعفرانو» په نوم دغه نندارتون نن پنج‌شنبه د لیندۍ دویمه جوړ شوی چې د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو کروندګرو له‌خوا په‌کې زعفران نندارې ته کېښودل شوې دي.

د کندهار د زعفرانو ټولنې مشر محمد داود چې د زعفرانو په بابا هم مشهور دی، سلام‌وطندار ته وویل، د کندهار هوا د زعفرانو لپاره مناسبه ده او په وینا یې، کروندګر کولای شي د دغه نبات کرلو سره ښه حاصل ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، د تېرکال په پرتله دغه ولایت کې د زعفرانو په کښت کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د هغه په وینا، یو‌شمېر کروندګر یې د زعفرانو کرلو لپاره روزلي او ۳۰ کسان یې هرات ولایت ته د دې کښت لارو چارو زده‌کړو لپاره لېږلې دي.

نوموړي وویل: «نو دغه اوس کومه نمایشګاه چې وه د هالنډ کمېټې له‌خوا وه، موږ منندویه یوو، خلک راغله زموږ زعفران یې وکتل، ښه زعفران و، اوله درجه زعفران و، خوشحال زعفران و، سوپرنګین زعفران و، د پیراغا په نامه زعفران و چي ډېر ښه زعفران دي. کندهار کی دغه کښت نوی کښت دی، خو بیا هم فعلا ډېر دی، موږ په کندهار کي ۵۰۰ کروندګر لرو چي په دغه کښت اخته دي.»

د ژېړۍ ولسوالي اوسېدونکي عبدالقادر تازه د زغفرانو کرلو ته مخه کړې او سږکال یې خپلې کروندې څخه ښه حاصل ترلاسه کړی دی.

نوموړي وویل: «سږکال خو نو زموږ اول کال دی، داسې ډېر حاصل یې نه‌دی کړی، خو بل کال یې حاصل ډېرېږي او ژېړۍ ولسوالي او کندهار دا ډېر ښه زعفران کوي، که موږ چې هغه په هرات کې ولیدل، هغه یو رقم و، زموږ بل رقم دي. موږ یې د وچېدو وسایل نه‌لرو چې موږ یې وچ کړو چې د موسيسې له‌خوا موږ سره دغه همکاري وشي د ماشینانو پر برابر د خشکنانو نو بیا انشاالله ښه کښت دی.»

په ورته وخت کې د کرنې برخه کې د مرسته‌کوونکې هالنډ کمېټې مسول عبدالهادي سلام‌وطندار ته وویل، کروندګرو ته یې د زعفرانو د کښت په اړه لازمه ښوونه ورکړې او هغه امکانات یې په واک کې ورکړي چې د دغه کښت لپاره ترې استفاده کېږي.

هغه وویل: «دوی ته مو ټوله په هغه برخه کي پوهاوی ورکړی دی او ټوله دوی د نږدې څارلي دي. موږ تقریبآ په دغه پروژه کې د کندهار په پنځو ولسوالیو دامان، ډنډ، پنجوايي، ژېړۍ او میوند ولسوالۍ کې فعالیت لرو. موږ د دوی سره پر ۷ کسانو چي یو بل ته یې لاسرسی سره کېږي. د یوه دانه جنراتور او د هغه ترڅنګ د زعفرانو د وچولو ماشین او د هغه ترڅنګ د حاصل ټولولو کیټونه موږ دوی ته توزیع کړې دي.»

د کندهار زعفرانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، دامهال د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو ارغنداب، ډنډ، پنجوايي، میوند او ژېړۍ کې ۵۰۰ کروندګرو پر شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه زعفران کرلي چې په اوسط ډول یې یو کیلو زعفرانو څخه ۹۰زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.