زلزله ځپلو ته د بیړنۍ درملنې روغتون جوړ شوی

479

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د زلزله ځپلو د بېړنۍ درملنې لپاره د متحده عربي اماراتو يوه روغتون فعاليت پيل کړى دى.

دوی زیاتوي چې دغه روغتون د متحده عربي اماراتو له خوا په ټولو عصري اسانتیاوو سمبال دی.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس احمدالله متقی وايي چې دغه روغتون ته هر ډول درمل راوړل شوي دي.
«په دې روغتون کې د داخله طب، جراحۍ او اطفالو په برخو کې ډاکټران کار کوي او د متحده عربي اماراتو تخنیکي ټیم هم هلته شته کار یې روان دی او په دې روغتون کې ټول امکانات چمتو دي.»
د هرات ولايت روغتيايي مسوولين وايي، په دغه روغتون کې د ټپيانو د درملنې ټول تخصصي خدمات وړاندې کېږي.
د بېړنیو حالاتو د کمېټې غړی محمد اصف کبیر وايي، دغه روغتون په ۸ ساعتونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دی.
«روغتون د اړتیا وړ اسانتیاوو، مسلکي پرسونل، متخصصینو او له اړینو تجهیزاتو سره چمتو شوی. تجهیزات لکه د الټراساونډ ماشینونه، ډیجیټل ایکسرې او فلوروسکوپ، او همدارنګه عملیاتي خونه، د خدماتو چمتو کولو لپاره چمتو شوې.»
د هرات والي نوراحمد اسلامجر په دغه ولايت کې د ايمرجنسي روغتون فعاليت يو مهم ګام بولي او له زلزله ځپلو سره پر مرستو ټينګار کوي.
«دوست هېواد متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د پیاوړو ډاکټرانو او پرمختللو طبي او روغتیايي وسایلو په لرلو سره د دغه ولایت زلزله ځپلو ته د خدمت لپاره یو ایمرجنسي روغتون چمتو کړی دی موږ ورڅخه مننه کوو.»
دغه ایمرجنسي روغتون په داسې حال کې په هرات کې د متحده عربي اماراتو له خوا فعالیت پیلوي چې په څه کم لسو ورځو کې درې زورورې زلزلې هرات او د هغه ګاونډي ولایتونه ولړزول.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دغو زلزلو په پایله کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا دوه زره نور ټپیان شوي دي.

کلید رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.