هرات کې د پرلهپسې زلزلو له امله د دغه ښار ګڼشمېر اوسېدونکي له ښار څخه د وتلو په هڅه کې دي.
د راپورونو له مخې نن سهار ۵:۱۲ بجې یو ځل بیا دغه ولایت کې زوروره زلزله شوې چې زیانونه یې هم اړولې دي.
د دې ترڅنګ د زلزلو له وېرې نن چهارشنبه د هرات ښار ګڼشمېر اوسېدونکي له دغه ښاره د وتلو په هڅه کې دي.
د مسوولانو په وینا، تراوسه یوشمېر کسان له ښاره بهر ازاده فضا ته وتلي او لاهم خلک له ښاره خوندي ځایونو ته ځان رسوي.
د نن سهار د شوې زلزله له امله تراوسه د ۱۵۳ کسانو د ټپيکېدو او د یوه کس د مړینې خبر ورکړل شوی دی. د هرات حوزوي روغتون د مسوولانو په وینا، نن له غرمې مخکې دغه روغتون ته ۱۲۴ ټپیان او یو جسد وروړل شوی دی.
همداراز د رباط سنګي روغتون ته څلور ټپیان او نورو خصوصي روغتونونو ته ۲۵ ټپیان او یو جسد وروړل شوی دی.
د نن ورځې شوې زلزلې مرکز د هرات شماللوېدیځ رباط سنګي ولسوالي ښودل شوی چې د یادې ولسوالي او ترڅنګ یې د انجیل ولسوالي ځینې کلي ویجاړ کړې دي.
د امریکا د ځمکپېژندنې مرکز دغه زلزله د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې ښودلې ده. په ورته مهال یادې زلزلې د بادغیس او فراه ځینې سیمې هم لړزولې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.