هرات: ۷۰۰ ښځو ته د زعفرانو پروسس کې د کار زمينه برابره شوې

528
1 ساعتونه مخکې

د زعفرانو د تولید یو شرکت په هرات ولایت کې د ۷۰۰ ښځو له پاره د کار زمينه برابره کړې ده. د دغو ښځو ډيری برخه د حکومتي ادارو هغه کارکوونکې دي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ېې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو او پر ښځو د دغې ډلې خوا تر لګول شوو محدودیتونو وروسته، ډیر شمېر افغان ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې. خو په وروستیو کې په هرات ولایت کې يو خصوصي شرکت د زعفرانو د تولید او پروسس د دوو مرکزونو په ایجادولو سره ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. په دغو ښځو کې ډیری ېې هغه دي چې د تیر یوه کال په جريان کې ېې خپلې دندې له لاسه ورکړې او په کور کېنول شوې وې.

د «الکوزي زعفران» شرکت مسئول، قاسم الکوزي، دویچه ویله ته وويل چې په دې برخه کې ېې د څه باندې یو ميليون ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. هغه وايي په دغو مرکزونو کې د ښځینه کارګرو له خوا په ورځ کې يو تر دوه ټنه پورې د زعفرانو ګل پاک کاري او بسته بندي کيږي.

الکوزی وايي: «زموږ د زعفرانو د پروسس یو مرکز د هرات په زمان جان سیمه کې موقعیت لري چې پکې ۴۰۰ ښځې په کار مصروفې دي. بل مرکز مو د هرات ښار په خواجه تاک سيمه کې فعالیت لري چې په هغه کې ۳۰۰ ښځې د زعفران ګل د پاک کارۍ په برخه کې همکاري کوي.»

په وروستیو کلونو کې د زعفرانو د کرکېلې د رونق او توليد له پاره ډیر کارونه ترسره شوي دي
په وروستیو کلونو کې د زعفرانو د کرکېلې د رونق او توليد له پاره ډیر کارونه ترسره شوي ديانځور: DW/H. Hashimi

قاسم الکوزي زیاته کړه: «ښځې معمولا د سهار له اتو د مازديګر تر ۴ بجو پورې کار کوي او په ورځ کې له ۱۶۰ تر ۲۵۰ افغانيو پورې مزد په لاس راوړي. زموږ د دغو دوو مرکزونو ۹۹ سلنه کارکونکي ښځې دي. ډيری ېې هغه ښځې دي چې د وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته ېې دندې له لاسه ورکړي دي.»

زعفران چې په سرې طلا هم شهرت لري، له افغانستانه بهر ډير ارزښت لري، خو د الکوزي زعفران شرکت مسئولان وايي چې د تولیداتو صادرات ېې د هوايي دهلیزونو د بندېدو له کبله يوازې هندوستان او متحده عربي اماراتو ته ترسره کيږي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، ښځو باندې ډير محدودیتونه لګولي دي. ښځې اوس په اکثرو دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري او نجونو پر مخ د متوسطه ښوونځيو او لیسو دروازې تړلې دي.

معصومه احمدي یوه له هغو ښځو څخه ده چې اوس د الکوزی زعفران په مرکز کې کار کوي. هغې دويچه ویله ته وويل: «زه ښوونکې وم. د وروستيو تحولاتو وروسته بيکاره شوم، خو اوس د زعفرانو د پروسس په دغه مرکز کې کار کوم او ډيره خوشاله یم. د طالبانو تر راتلو مخکې ما په ټولنه کې کار کاوه، تحصېل مې کړی او ښه کاري شرایط مې درلودل، خو تر تحولاتو وروسته مې هر څه له لاسه ورکړل. دا سبب شو چې خپلې ټولې هېلې له لاسه ورکړم، خو اوس خوښه یم چې بېرته راته د کار زمینه برابره شوې ده.»

په هرات ولایت کې د زعفرانو د پروسس په دوو مرکزونو کې ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده
په هرات ولایت کې د زعفرانو د پروسس په دوو مرکزونو کې ۷۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې دهانځور: Qasem Alkozay

معصومې همدارنګه وویل چې ښځې د ټولنې يو ځواکمن قشر دی او هيڅ قدرت نه شي کولی په ټولنه کې د هغوی د فعالت مخه ونیسي. شفیقه او لطیفه هم دوه خوېندې دي چې د یاد شرکت په دوو مرکزونو کې کار کوي.

هغوی دویچه ویله سره په خبرو کې وويل، دا چې له دې لارې د خپل ژوندانه ورځني مصارف تر لاسه کوي، پر دې خوښې دي. د دوی له ډلې يوه ېې وايي: «زه په ورځ کې دوه کيلوګرامه زعفران پاکوم او د ګلانو له منځه د زعفرانو تارونه جلا کوم. زه په ورځ کې ۱۶۰ افغانۍ په لاس راوړم. خو دواړه خوېندې خوشاله يو چې کولای شو د خپل مټ په زور د خپل ژوند لګښت برابرو.»

په وروستیو کلونو کې د زعفرانو د کرکېلې د رونق او توليد له پاره ډیر کارونه ترسره شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې د ۲۰۰۲م کال راهېسې د زعفرانو کرکېله ۴ برابره ډيره شوې ده.

هرات د افغانستان یو د هغو ولایتونو څخه دی چې ډير زعفران په کې تولید او صادر کيږي. د افغانستان زعفران د نړۍ په سطحه ډير محبوب دي او د يوه کيلو بیه ېې ۵۰۰۰ امريکايي ډالرو ته رسيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.