المان: د مسلکي مهاجرت په اړه قوانینو د عملي کولو لړۍ پیل شوه

240
37 دقیقې مخکې

المان مسلکي کارګرو ته ډیر سخت ضرورت لري. له همدې امله د المان حکومت له اروپایي ټولنې څخه دباندې کډوالو د راتګ له پاره په قوانینو کې اصلاحات رامنځته کړي دي چې د نومبر له ۱۸ نیټې څخه یې عملي کیدل پیل شوي.

الماني کارفرمایان یا شرکتونه د لسګونو زره کارکوونکو له کمښت سره مخامخ دي. له همدې امله د هیواد د پرمختګ بهیر هم اغیزمن کیدلی شي. تر ټولو ډیر د آي ټي، طبابت، اجاره دارۍ، ټکنالوژۍ او لوجستیک په برخو کې کارګرانو ته اړتیا موجوده ده.

د المان پارلمان یا بونډسټاګ په دوبي کې د مسلکي مهاجرت قانون تصویب کړی وو چې موخه یې په عاجل ډول له اروپايي هیوادونو څخه دباندې مسلکي کارکوونکو د مهاجرت په برخه د موجودو خنډونو کمول دي.

که څه هم د ۲۰۲۳م کال د نومبر له ۱۸ نیټې څخه د دغو اصلاحاتو عملي کیدل پیل شوي دي، خو دغه نوي قوانین به په درو پړاونو کې عملي کیږي.

ای یو بلوو کارډ

د بلوو کارډ یا آبي کارتونو پروګرام د ډیر تحصیل کړو او زیرکه کسانو له پاره دی. داسې کسان بې له دې چې الماني ژبه زده کړي المان ته تر رسیدو سمدستي وروسته کار پیلولی شي. په عمومي شکل په المان کې د کار کولو له پاره د الماني ژبې د اساسي کورس تعقیبول اړین وي.

د دې پروګرام له مخې به د کلني معاش حد ۴۰ زره یورو ته را ټيټ کړای شي. په دا ډول مسلکونو کې استادان او نرسانې یا نرسان شامل دي. د آی ټي په برخه کې هم د پوهنتون د فراغت له سند نه بغیر هم مسلکي کسان د اروپا بلوو کارت ترلاسه کولی شي، خو د دې له پاره باید دا ثابت کړای شي چې په دغه رشته کې لږ تر لږه دری کالنه کاري تجربه لري.

د نرسنګ په برخه کې له درو کلونو کم تحصیل کوونکي همکار نرس یا مرستیال روغتیاپال ته هم، د المان د کار بازار ته د لاسرسي امکانات ورکول کیږي.

بلوو کارډ په اصل کې د امریکا ګرین کارډ ته ورته دی. المان کې دا پروګرام د یوې لسیزې راهیسې موجود دی.  د لږ عاید ضرورت ترڅنګ اوس د دې ترلاسه کول هم اسانه کیږي. المان ته تر داخلیدو وروسته کارکونکو ته به د مسلک یا رشتې بدلولو په برخه کې هم نرمښت رامنځته کړای شي. خو د قانون او طبابت په څیر مسلکونو کې د کار ترلاسه کولو له پاره اوس هم د اضافي وړتیا درلودل اړین دي.

د استوګنې حق کې آسانتیا

تحصیل کړي او مسلکي وړتیا لرونکي کسان چې ټول شرایط یې پوره کړي وي اوس د استوګنې اجازتنامې یا د اقامې مستحق هم ګرځي. د المان د کار فدرالي ادارې ته امر شوی دی چې د مسلکي کارګرانو د مهاجرت بهیر یا پروسه دې چټکه کړي.

دغه کسان المان ته تر رسیدو وروسته باید دا ثابته کړي چې په خپل مسلک کې مهارت لري، سربیره پر دې له خپل هیواد څخه هم باید تصدیق یا تحصیلي اسناد وړاندې کړي. په دې برخه کې نور بدلونونه به د ۲۰۲۴م کال د مارچ له لومړۍ نیټې څخه عملي شي.

هر څوک چې د خپل تحصیل یا مسلک په برخه کې د خپلې وړتیا له لا زیاتولو سره لیوالتیا لري، هغه په خپل بخش کې د زده کړو له پاره تر درو کلونو پورې په المان کې د پاتې کیدو او په اونۍ کې تر ۲۰ ساعتونو پورې د کار کولو اجازه ولري. همدارنګه محصلین او روزنه ترلاسه کوونکي به بعد له وخته د کار کولو اجازه هم ولري.

که المان کې کارفرما یار کار ورکوونکی راضي وي، نو مسلکي یا تحصیل یافته کس به په مستقیم ډول المان ته د راتللو او کار کولو امکانات ولري، خو د هغه اسناد به ارزول کیږي چې آیا ټول سم دي او د دې کار له پاره په کافي اندازه وړتیا لري او که نه.

د دغو مسلکي کسانو په المان کې د پاتې کیدو مودې غځول به تر درو نورو کلونو پورې هم ممکن کړای شي. د دغو کسانو المان ته د راتګ په شرایطو کې دوه کلنه کاري تجربه او د «A2» کچې یا لیوله پورې د الماني ژبې کورس تعقیبول هم شامل دي.

د کورنۍ را بلل

المان ته راتلونکي مسلکي یا هنرمند کسان کولی شي د خپلې کورنۍ غړي هم را وبلي. خو د دې کار له پاره باید دا ثابت کړای شي چې نوموړی کس د خپلې میرمنې او که ښځه وي د خپل میړه او ماشومانو د پالنې لګښت ورکولی شي او دا هم باید ثابت کړای شي چې د استوګنې له پاره مناسب ځای (کور) هم لري.

که د ۲۰۲۴م کال له مارچ میاشت څخه یې د استوګنې اجازتنامه د قانون مطابق سم وي، نو هغه بیا خپل مور پلار یا خواښې خسر هم المان ته را غوښتلی شي. په دې برخه کې به نور بدلونونه هم د راتلونکي کال د جون له لومړۍ نیټې څخه رامنځته کړای شي.

د فرصتونو کارت

په جون میاشت کې به د معادل بهرنیو اسنادو درلودونکي مسلکي کسانو له پاره د پوینټونو یا امتیازونو په اساس د «اپورچیونټي کارډ» په نوم فرصت کارتونه معرفي شي.

د دې کارت ترلاسه کوونکي به وکولی شي په المان کې د کار د لټون په خاطر یو کال په دغه هیواد کې پاتې شي، خو د دې له پاره باید دا ثابت کړای شي چې د کار پیدا کولو وخته پورې په المان کې د ژوند تیرولو له پاره د مصارفو له عهدې وتلی شي.

د نورو له پاره د پوهنتون د فراغت اسناد یا لږ تر لږه دوه کلنه مسلکي تجربه، او سربیره پر دې یا د  «A1» په کچه د الماني ژبې د زده کړې سند او یا د انګلیسي ژبې د «B2» کورس سند باید ولري.

د فرصت کارت لرونکی هره اونۍ تر ۲۰ ساعتونو پورې کار کولی شي. د دغه کارت ترلاسه کوونکی یا ترلاسه کوونکې د خپل کار قرارداد په ښکاره کولو سره په المان کې د پاتې کیدو موده تر دوو کلونو پورې غځولی شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.