میشل فوکو او قدرت

جلال جهاني

295

لومړی برخه .
د فوکو پروژه د قدرت پروژه ده، که څه هم فوکو خپل کار ته د قدرت پروژه نه وايي،خو د فوکو د شهرت مسايل همدا د قدرت مسايل دي. د فوکو ټولو بحثونه د قدرت له مسلې سره ټینګه اړیکه لري. کولی شو د فوکو د قدرت مسله په دوو برخو قدرت د نمایش په شکل او بل هم قدرت د مراقبت په شکل ترحه کړو ، چې کولی شو یو ته د نمایشي ټولنې قدرت نوم ور کو او بل ته هم د مراقبتي ټولنې قدرت( د ساده والي لپاره دا خبره کوم).

۱ـ قدرت د نمایش په شکل (یا نمایشي ټولنه).
له دې څخه د فوکو هدف هغه د قدرت سنتي مفهوم دی،کوم چې یو مشخصه دستګاه لري چې حکومت او دولت دی او ماهیت سرکوب دی همدرنګه ورسره مخامخ کېدل هم انقلاب دی( ددې توضیح بیا کوم ).
«دامی ین»، په پاچا باندې د حملې په تور نیول شوی وي،چې وروسته بیا د ګڼو خلکو ترمخه د جلاد/پاچا له لوري په يوې ډېرې وحشي سزا سره وژل کیږي،او په پای کې د «دامی ین» بدن ایره ایره کیږي.
د سزا په میدان کې جلاد او محکوم ليدل کیږي، خو دا د جلاد او د محکوم کیسه نه بلکې د پاچا او د محکوم کیسه ده. دامی ین د پاچا واک،قدرت او پاچاهي ننګولې وي نو پاچا هم مجبور وي چې خپل قدرت، عظمت، برتري، لويي او زور نورو ته ښکاره کړي، چې دا کار په نمایش باندې کیږي،د همدې لپاره د سزا په میدان کې ګڼ خلک موجوديږي،شانداره مراسم نیول کيږي،کټ مټ لکه د پاچا د تاج په سر کولو په وخت چې نیول شوي و.
اخیر دا نمایش او مخامخ کېدل د څه لپاره؟ ددې لپاره چې محکوم په پاچا باندې تعرض کړی و، او باید د خپل خیانت او جرم سزا وګوري ، محکوم د لنډې مودې لپاره له تیارو څخه د نور او رڼاوو ډک میدان ته را وستل کیږي او ټولو خلکو ته ور ښکاره کیږي خو محکوم په نور او رڼا کې د ډېرې کمې مودې مل وي،څو ساعته وروسته بېرته هغه د تیارو او چوپتیاو دنیا ته په ډیر بې رحمانه شکل لېږل کیږي.
دامی ین د پاچا قدرت ننګولی وي،کوم چې د قدرت او ځواک يوازینی مکان وي.باقي بدنونه له قدرت ،نور، ځواک او برتري څخه خالی دي او که غواړي ژوندي پاتې شي او ژوند وکړي باید په تیارو او بې وسئ کې ژوند ته دوام ورکړي،او له نور،قدرت او ځواک څخه د ډک بدن سره له ټکر کېدو ځان وژغوري.که چیرې کوم څوک د پاچا له بدن سره ټکر کیږي یا ورسره تماس کېږي د دامی ین په شان برخلیک به په نصیب وي.ځکه چې پاچا هغه برخورد نه خوښوي کوم چې دده تاج او تخت ننګوي.نو اوس ويلي شو چې د سزا په میدان کې د پاچا او محکوم دوقطبي نه، بلکې د پاچا او خلکو (ولس)دوقطبي ده، یعنې پاچا له خلکو سره په ډیالګو کې ده او خلکو ته يو څه رسول غواړي.
د فوکو په باور تعذیب هغه مناسک دي چې په هغه سره پاچا د خپلې پاچاهي تخریب شوي ځایونه رغوي.پاچا د خپلې پاچاهي د تخریب شوي ځای په رغولو مجبور دی که چیرې پاچا دامی ین یا بل هر هغه کس چې هغه په پاچا او د پاچا په پاچاهي تېری او تعرض کړی وي ،تعذیب او یا سزا ور نه کړي،نو دا د پاچا او د هغه د قدرت په زوال او کمزورئ …دلالت کوي او د همدې سزا او تعذیب په اساس له پاچا څخه تللی قدرت بیا ترلاسه کيږي.
د فوکو په باور په عام محضر کې تعذیب د ځواکونو او اړخونو نابرابري اعلانوي.
ددې نا متقارن جنګ مقصد د پاچا د قدرت ژوندی کولو او بل هم د پاچا ذاتي برتري او سلطې ښکاره کولو دي.
«د فوکو لپاره د ځواکونو، اړيکو او اړخونو نا اړنډولو توب د منلو وړ نه دی،فوکو د برترئ او یو اړخه توب خلاف دی،او د قیقاً همدا ځای ده چې فوکو پکې مارکس ته نږدې کیږي او له نیچه فاصله اخلي.نیچه د ازادئ خبرې کوي هغه ازادي غواړي، خو مارکس بیا د اشتراکت ، مساوات او عدالت خبرې کوي.»
دلته هدف د محکوم د بدن په اساس د نورو متنبه کول دي.«تعذیب، د محکوم بدن په داسې یو مکان باندې بدلوي چې پکې د پاچا د غچ اخیستنې مطالبه ممکنه کیږي…»د غچ اخیستنې څرخ هغه وخت پوره کيږي کله چې تیری کوونکی هغه ظلمت کدې ته ولېږي چې ترې راغلی وي.
د خطر ټکی د رڼا ـ تیارې ډيالکتیک سرکوب او له منځه وړلو ټکی دی.پاچا د رڼا او تیاره ډیالکتیک نه خوښوي او بې له ځنډه یې له منځه وړي. د پاچا بدن يوازې د نور او رڼا وړ دی او پاچا ژوند په رڼا او نور کې ژوند دی، د ولس ژوند په تیارو، مصیبتو،غمونو او شلو نور مشکلاتو کې تېريږي.
هيڅوک څه نشي ويلی او نه یې ويلي او نه هم کوم اثر لري ټول په سکوت کې ژوند کوي،چوپ دي ، یوازې د هغه چا اثر پاتې کیږي کوم چې خپل سکوت مات وي او د پاچا له بدن سره ټکر شوي وي.
په دې صحنه کې ولس غایب وي په تیار کې وي،دا غیاب د تفرد د نشت په معنا دی،ځکه چې دا هغه بې شکله او بې نښانه جمعیت دی چې په تیارو او ظلم کې چوپ پاتې شوي. یوازې د پاچا نوم، د ليدلو ،ښکارېدلو او په ياد پاتې کېدو وړ دي.کوچني انسانان هيڅ نوم، نښان او خاطره نه لري…
نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.