میشل فوکو او قدرت(دویمه برخه)

جلال جهاني

341

دا نمایشونه او نندارې، د خپل زور او قدرت ښکاره کولو، اخیر د څه لپاره او ولې پاچا په دې شیانو لاس پورې کوي؟ دا ټولو کارونو د پاچا د دایمي مراقبت د نشت له وجې کيږي، یعنې قدرت د دایمي مراقبت وړتیا نه لري ځکه په نمایش باندې لاس پورې کوي، ددې لپاره چې قدرت خپل حضور نورو ته ښکاره کړي باید همیشه ځان نندارې ته وړاندې کړي تر څو خپل ځان نورو ته ور یاد کړي.
ددې د دایمي نمایشونو دلیل دا وي چې پاچا تر هغو خپل قدرت اعمالوی شي چې تر څو همدا د مرګ ، اعدام او وينو نندارې په پښو ولاړې وي.او د پاچا د قدرت تاثیر په ژوند باندې یوازې هغه وخت اعمال کېدی شي چې پاچا په وژنو او سر کټ کولو بریالی شي.
«…د ژوند او مرګ د حق ماهیت د وژلو حق دی:تر هغو چې پاچا وژل کولی شي ،تر هغو پورې په ژوند باندې د قدرت اعمالولو حق تر لاسه کولی شي(که وژل نشي کولی نو د قدرت حق هم نه لري،د قدرت حق هغه وخت تر لاسه کیږي کله چې وژل وکړي او سرونه کټ کړي) د قدرت داسې حق د تورې او نېزې حق دی،نو په دې ډول قدرت اعمالولو کې هيڅ نوع تقارن(نږدې والی)نشته،یا د قدرت د اعمال او ژوند او مرګ ترمنځ هيڅ ډول تقارن موجود نه دی.
نوپاچا مجبور دی چې د خپلې سلطې او قدرت د ښکاره کولو لپاره دایمي وژني او سرونه کټ کړي او دا وژني او سر کټونې باید په عام محضر کې نندارې ته وړاندې کړي.
دا قدرت د نمایشونو له دایرې څخه باندې نه پيژندل کیږي یعنې ددې قدرت ، پایښت، دوام او شناخت په نمایشونو ولاړ دی.
یعنې پاچا هغه وخت د نورو ژوند ته لاسرسی پیدا کولی شي کله چې د جلاد په جامه کې ښکاره شي، که مرګ او وژني نه وي برپا نو پاچا هم د خلکو په ژوند باندې حضور نه لري، د پاچا حضور او اقتدار په ظاهري مهار او وژنو پورې تړلی دی، څه چې ښکاره کیږي د قدرت خواست وي او باید د نيکئ په توګه و پيژندل شي. قدرت د دایمي تثبیت او او د فرمانبرداري د زیاتوالي لپاره د بدنونو اشغال او له منځه وړل علني کوي.
داسې يو قدرت له ښکارکېده سره افراطي علاقه لري،په خپلو مادي تجليو او د تاوتریخوالي په ښکاره کولو سره تقويه او تشدید پیدا کوي.
په دې مکانیسم کې د جرم د پټېدو هڅه نه کيږي. جرم باید د محکوم په بدن باندې ثبت او وليکل شي تر څو د نورو لپاره د لوستلو وړ شي او یا باید د مجرم بدن په خپلې ګناه او تقصیر او د قدرت په حقانیت باندې اعتراف وکړي.
په دې ډول قدرت کې د تحقیق او د تحمیل مکانیسم يو دی یعنې تحقیق په تحمیل باندې مخته وړل کیږي. د حقیقت له دا ډول اثبات سره به ، همیشه بد ګماني او بدنامئ هم مل وي، ځکه چې قدرت/پاچا د خپل خشونت او تاوتریخوالي په پټولو باندې قادر نه دی.په ساده ژبه ؛ کله چې پاچا/ جلاد مجرم ته په عام محضر کې د هغه د ګناه سزا ور کوي، پاچا ددې سزا په مټ هم د قدرت حقانیت ثباتول غواړي او هم د قدرت او واک پرمخ وړل او غځول غواړي.داچې دا سزا په عام محضر کې وي له خلکو نه وي پټه او له خشن ، غضب او تاوتریخوالي خالي نه وي نو د فوکو په نظر دا نمایش یا سزا حتماً له ځان سره بدګماني او بدنامي انتقالوي (د پاچا / قدرت بدنامي او بدګماني).
نو داچې د قدرت په اړ بدګماني او بدنامي پیدا شي ورسره مقاومت هم سر را پورته کوي…
نور بیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.