د بیړا، بابولالی او ثقافتی فقر

محمد داؤد مومند

223

د هیواد مشر ورور او د ستر ټبر غړی، بیړا هغه چاته وایی چی (نه د چا په وینا پوهیږی و نه څوک دده پر اوتو بوتو)

بیړا ته زموږ دری ژبی وطنوال (لَولُو) وایی.

(بابولالی) هم هغه څه ته ویل کیږی چی: نه معنی لری او نه مفهوم. په انګریزی ژبه کی دی ته (نن سنس) وایی.

بیړا (لَولُو) لیکی دی چی :(این را که قاموس و کبیر نیز واژه های اند که در نتیجه تاخت و تاز فرهنګی عرب داخل ادبیات پر بار دری شده اند……

به هر حال قاموس واژه ای است تازی و استعماری که با تهاجم فرهنګی خشن، جبری و غرض آلودی همراه بوده است..)

د بیړا (لَولُو) د پورتتیو بابولالو څخه څرګندیږی چی «بیړا» یو ملحد او بی دینه او بی خدا موجود دی.

بیړا (لَولُو)، د اسلام دین ته چی د جزیرة العرب نه، ټولی نړی ته خپور شو او نن ورځ تقریبا دوه ملیارده معتقدین لری، د (تهاجم فرهنګی، خشن و غرض آلود) وایی.

د (کبیر) کلمه په قرآن کی لیکل شوی ده چنانکه فرمایی (….. وکبیرنا)

زموږ به ټولنه کی ډیر خلک کبیر نوم لری لکه: کبیرخان لودین، کبیر خان سراج او د فوائد عامی وزیر، کبیرخان، او داسی نور.

د قاموس کلمه، د فرهنګ تر کلمی، غوره او ژوره ده، څرنګه چی زموږ تاجکان وایی:(در قاموس انسانیت) نه وایی :(در فرهنګ انسانیت) یا پښتانه وایی :(د انسانیت په قاموس کی) او نه وایی چی :(د انسانیت په فرهنګ کی)

زما اخلاقی وظیفه ده چی ادعا وکړم چی د افغان جرمن غوره شوی اصطلاح (قاموس کبیر) یو غوره ترکیب دی، البته د افغانستان د نوم په برخه کی، څه ستونزی لرم، چی ما ورته په خپل وړاندیز کی څرګندی کړی دی.

د بیړا (لَولُو) مخاصمت او مخالفت ددی ټولو، قبول شوی ملی او دینی، معتقداتو سره دده په بیړا توب، بی کولتور توب (بی فرهنګی) دلالت کوی.

اسلام د قرآن په ذریعه زموږ ټولنی ته راغلی دی او زموږ ستر ولس هغه، په سر سترګو منلی دی. اسلام زموږ ټولنی ته د اور پرستی او بت پرستی نه، یکتا پرستی ته بلنه ورکړی ده، دا چی بیړا(لَولُو)  بت پرستی ته ترجیح ورکوی، ممکن، دا به دده (آریایی)، د ټر نیکونو مذهبی مشرب وه چی هغوی اسلام ندی منلی.

عربی ژبه د قرآن او شریعت او فضیلت ژبه ده، عربی زموږ د وطنی ژبو د ملا «کمر»، تیر«ستون» جوړوی، عربی کلمات د قرآن کلمات دی، او قرآن زموږ مقدس کتاب دی.

(مستر بیړا) دی یو ځل د مرحوم میوندوال، پنځه ګونی اصول ولولی، چی اسلام  د هغه د اصولو لمړی اصل وه، تر څو د اسلام په تقدس او پیغام پوه شی.

اسلام او عربی ژبه، موږ ته د سوارلس سوه کاله را پدیخوا معرفی شوی ده.

د حضرت بایزید روښان مبارزه د مغلی استعمار سره، په دینی معتقداتو ولاړه وه.

ستر او لوی احمد شاه بابا د اسلامی اخوت د تفکر لاندی او د هند د مسلمانانو د عزت او معتقداتو د ژغورنی دپاره، هندوستان فتح کړ.

د انګریز سره زموږ د ملت دری ګونی جګړی د اسلامی تفکر لاندی وشوی، د شوروی اتحاد او ناتو د یرغل او اشغال سره زموږ جګړه او جهاد (د لیډرانو په استثناء) په اسلامی تفکر ولاړه وه.

اسلام زموږ د ټولنی د نجات او بقاء لیاره وه، او په راتلونکی کی به هم، زموږ د نجات او بقاء لاره وی.

د غربی تهذیب او دیمکراسی د سګرت او شرابو نه زموږ ولس کوم خیر ندی لیدلی.

پارلمانی نظام دی، د انګلینډ پادشاه ته مبارک وی، عطایت به لقایت.

بیړا (لَو لُو) پردی نپوهیږی، هغه اصطلاحات، چی په سونو او یا هم د زرو کلونو نه را پدیخوا زموږ په ټولنه کی استعمال شوی دی، که هغه عربی وی، که ترکی، که اردو، که روسی او یا انګریزی، هغه زموړ د ټولنی په ملی ټرمینالوژی کی مدغم او مفغن شوی دی.

زه فکر نکوم چی زما تر مخه چا هغه ایرانی اصطلاحاتو ته توجه کړی وی چی زموږ په اکثریتی او ملیتی ژبه کی د سونو کلونو را پدیخوا، معمول او مروج شوی دی.

د دی کلماتو له ډلی څخه یوه هم د (اودس) کلمه ده چی تاجکان او نور اقوام ورته «وضو» وایی. د (اودس) کلمه د ایرانی اصطلاح یعنی (آبدست) نه مأخوذه ده.

دوهمه کلمه هم د (هندواڼی) نوم دی چی نور اقوام ورته (تربوز) وایی، ولی ایرانیان یی هم (هندوانه) بولی، چی دا کلمه هم د پښتنو او ایرانیانو لخوا په مشترکه توګه استعمالیږی.

پښتنانه دا اصطلاحات ایرانی او فارسی نه بلکه پښتو بولی.

د اردو، ترکی، انګریزی، روسی او نورو ژبو هغه اصطلاحاتو د تذکر نه ډډه کوم، کوم چی مفغن شوی او زموږ د ملی ژبو په ډله کی د ملی ترمینالوژی حیثیت لری، ولو که دا اصطلاحات د زور او یا اشغال به نتیجه کی معمول شوی وی. د (بایسکل) نوم یی یو افغانستان شموله مثال دی.

د شیعه مذهب د صفویانو د چنگیزی مظالمو په نتیجه کی، په هزارگانو او ډیرو پښتنو تحمیل شو، ولی نن ورځ دا زموږ په تولنه کی، د ګنو ولسونو مذهب او منل شوی واقعیت دی.

که د (ثقافت) او (کلتور) کلمات عاریتی وی، نو د (فرهنګ) کلمه یی به سر کی عاریتی ده، د فرهنګ کلمه اصلا له ایرانه راغلی ده خو اوس د یوی مشترکی اصطلاح حیثیت لری.

موږ کومو اصطلاحاتو ته سوچه صادراتی او وارداتی ایرانی اصطلاحات وایو؟

هغه اصطلاحات چی د ایران د شاطرانو په حکومت یعنی د جهادی شغالانو په دوره کی، هیواد ته راننوتل، چی ددی ملی ضد بالیسی تیږه د ربانی او احمد شاه مسعود پنجشیری، اشغالی او شغالی، زورواکی حکومت، کیخوده.

دا هغه اصطلاحات دی چی نه د سلجوقی نه د پژواک، نه د ابراهیم صفا، نه د غبار، نه د علامه حبیبی، نه د میوندوال او نه نورو سلهاو لیکولانانو او پوهانو په کتابونو او لیکونو کی لیدل کیږی.

آیا بیړا (لَولُو) کولای شی د مساوات په کلکسیون کی د دانشګاه، واژه، ویژه، ګفتمان، بیمارستان، سرباز، چالش، واکنش، باد بزن، موشک، آمار، هزینه، دانشجویان، برنامه، لوله ګاز، چرخبال، دو چرخه، اتوبوس، بر ګردان، ویراستار، پیراستار، موشک او داسی نور په سلګونه صادراتی او وارداتی ایرانی مدفوع مینده کړي.

هغه مهال چی موږ پوهنتون درلود، ایران د پوهنتون خاوند نه وه، سعید نفیسی افغانستان ته راغی تر څو خپل پوهنتونی تحصیلات تر سره کړی، ایران وروسته د پوهنتون چی دوی ورته دانشګاه وایی خاوند شو.

آیا دا بی فرهنګی او کولتوری فقر ندی چی بیړا (لَولُو) د کابل د پوهنتون نه فارغ شوی وی خو د فارسیستی تعصب له مخی، پوهنتون ته دانشګاه وایی او ایرانی چنګیز پهلوان د شاګرد او د ایران د ایجنت به توګه، د ایرانی اصطلاحاتو د ارجحیت او ترویج نه د دفاع به خندق کی ولاړدی.

د علامه اقبال په وینا

.. را هم به چوبش ده که آخر

حقی دارد به خر پالانګر او

به روایت سراج الاخبار، علامه محمود طرزی اولین شخصیتی بود، که مسئله زبان را در بستر سیاست طرح کرد و نوشت:

«در مکتب های ما، مهمترین آموزش ها، باید تحصیل زبان افغانی [پشتو] باشد. از آموختن زبان انگلیزی، اردو، ترکی، حتی فارسی، تحصیل زبان افغانی را اهم و اقدم باید شمرد.

به فکر عاجزانۀ خود ما، یگانه وظیفۀ انجمن عالی معارف، باید اصلاح و ترقی و تعمیم زبان وطنی و ملتی افغانی باشد.»

دا وه زموږ د ستر ملی مفکر علامه صاحب طرزی ارشادات او سپارښتنی.

کوم محال، چی زه د علامه صاحب د ارشاد په رڼا کی زموږ د ملتی او اکثریتی ژبی په اړه څه ولیکم، نو د فارسیستانو، زموږ د ملتی ژبی مادر زاده دشمنانو او د چنګیز پهلوان د شاګردانو او د ایران او ایرانیت په بلویانو، د ملانصردین د څلور بول په څیر د نوشادرو، اوربل شی او زمکه او آسمان پری تنور شی.

انگشت مکن رنجه به در کوفتن کس

تا مرد نکند رنجه به در کوفتنت مشت

آنهم مشتی، به مثابه پُتک آهنین

     

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.