تړلي مکتبونه، ویرونه او بارونه

آصف بهاند

213

نوی تعلمي کال پیل شو، خو له نویو خواشینیو سره، نه یوازې دا چې د نجونو تړلي ښوڼځی او ټولگي تړلي پاتې شول؛ بلکې د میډیا تازه رپوټونو کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې ښوونځیو ته ۳۳۰ زره نورې نجونې هم له ورتګ منع کړاې شوې دي.

د بي‌بي‌سي په یوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې: «په افغانستان کې د طالبانو حکومت پوهنې وزارت اعلان کړی چې سبا چارشنبه په ټولو سړو سیمو او ولایتونو کې نوی (۱۴۰۳) ښوونیز‌ کال پیلوي.‌ دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ‘یونسېف’ بي‌بي‌سي ته ویلي چې سږ کال به په افغانستان کې له ۳۳۰ زرو ډېرې نورې نجوني هم ثانوي زدکړو لپاره ښوونځیو ته له تللو بې برخې شي.»

د دې ظالمانه بندیز په مقابل کې خلک خپل غږ جگوي، په لاندې شعر کې وگورئ چې شاعر خپل غږ جگ کړی دی او د ښوونځیو د تړلو ستونزه یې څنگه په هنري بڼه انځورکړې او واقعیتونه د هنر په ژبه بیانوي:

شملو وهلې نـه دي دا خو لُنګ وهلي دي

د قام په شعورونو مې چـا بنګ وهلي دي

زموږه کـتـابـو کې غـڼـو ځالې کړي دي

زموږه د مکتب دروازې زنګ وهلې دي

دا لوڼې شوې د پوهې د رڼا څخـه محرومې

دا خویندې د کم عقلو وروڼـو ننګ وهلې دي

دا زړونه د حرا د غره اقراء غواړي خالقه!

دا ستـړې ارواګانې نـورې جنګ وهلې دي

باوره! دلـتـه چا کـرلـې ونـې د شعـور وې

دا کوم په رڼـاګـانـو بـانـدې تنګ وهلې دي!؟

د ۱۴۰۳ ښوونیز کال پیل؛ طالب چارواکو د عصري او دینې علومو په ارزښت ټینګار کړی خو د نجونو زدکړو په اړه غلي دي.

د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانستلو له‌پاره او د ښځو د کار د پیل کولو له‌پاره د خلکو او نړیوالې ټولنې ستوني ستړي شول، خو د چارواکو غوږونه کاڼه دي او څه نه اوري. دا دی بیا د عامو خلکو د بیا ــ بیا غوښتنو په څنگ کې ملگرو ملتونو یو ځل بیا خپل غږ جگ کړی او ویلي یې دي چې:

«ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو او ښځو پر لوړو او ثانوي زده کړو بندیز لېرې کړي»

 

په همدې باب د بي‌بي‌سي پښتو په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پر ثانوي او لوړ زده کړو د دوی په وینا غیر عادلانه او زیانموونکی بندیز لېري کړي.

یوناما ویلي، د سولې او سوکالۍ لپاره زدکړې اړینې دي او ټول باید زدکړې وکړي. یوناما دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې پرون د ۱۴۰۳ لمریز کال له لومړۍ ورځې سره سم نوی ښوونیز کال هم پیل شو…

ویل کېږي چې سږکال به یو اعشاریه دوه میلیونه نوي زدکوونکي ښوونځیو کې داخل شي، خو دا دریم کال دی چې په پرلپسې ډول نجونې په نوي ښوونیز کال کې د بدلون له هېلو سره سره محرومېږي او د برخلیک په اړه یې په څرګنده څه نه ویل کېږي…»

د دې ټولو ستونزو په اړودوړ کې بیا په افغانستان کې نوی تعلمي کال پیل شو، خو گورو یې چې د افغانستان د نوي نسل له زدکړو محرومول د نجونو د ښوونځیو د بندېدو، د ځوانو نجونو پرمخ د پوهنتون د زدکړې دروازې تړل او په ادارو کې د ښځمنو پرکار باندې بندیز؛ پر ټولو محروم کړای شوو ښځینه‌وو او د هغوی د کورنیو پر اوږو باندې درانه بارونه داسې پراته دي چې ټول ملت یې تربارلاندې زگېروي کوي. خلک د ترخه ژوندانه د ویرونو تر بارونو لاندې داسې ستړي دي چې همدا دونیا ورته دوزخ شوې ده او خلک مجبور دي چې و قهرېـږي او د ښوونځیو تړلې دروازې پرانیزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.