تاجکستان د داعش د ایډیالوژۍ په سرچینې بدل شوی

103

سرپرست حکومت ته نږدې رسنۍ په مسکو کې د خونړي برید د عاملینو د نیولو په تړاو لیکلي چې تاجکستان له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته د داعش د ایډیالوژۍ د تولید تر ټولو ستره سرچینه ګرځېدلې او اوسېدونکو یې په ټوله نړۍ کې لسګونه کسان وژلي دي.

اسلامي امارت ته نږدې یوې رسنۍ مرصاد همداراز ادعا کړې، چې «تاجک نژاد داعش» په افغانستان کې ۱۲ لوی ځانمرګي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دې رسنۍ په راپور کې راغلي: “تاجکستان د شوروي اتحاد یوه برخه پاتې شوي، له روسیې سره کلتوري او ژبني مشترکات لري او اتباع یې کولای شي پرته له ویزې یا امنیتي چکونو پرته روسیې ته سفر وکړي.”

دې رسنۍ په خپل راپور کې دا هم لیکلي چې که په افغانستان کې د تاجکستان د داعش ترهګرې ډلې فعالیتونو ته یو ځغلنده نظر واچول شي، نو څرګنده ده چې د دوی هدفونه ټول ستراتیژیک دي او په داسې حالاتو کې چې زیان یې ختیځ بلاک ته رسیږي.

مرصاد زیاته کړې چې د تاجکستان استخبارات نه یوازې سیمې ته د داعش ترهګرې ډلې په صادرولو کې رول لوبوي، بلکې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت د کمزوري کولو لپاره په بېلابېلو نومونو له افغانستانه د خلکو د ایستلو د پروژې مسوول هم دی.

دې رسنۍ “له افغانستان څخه ګاونډي هېواد ته د داعش د خراسان څانګې لېږدول او له تاجکستان څخه د دې څانګې اکمالات” د سیمې لپاره د خطر زنګ بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دا مساله باید عادي ونه ګڼل شي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا هم ویلي چې په وروستیو کلونو کې داعش تر ډېره هغه هېوادونه په نښه کوي چې د امریکا متحدو ایالتونو پر ضد دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له یوې روسي ورځپاڼې سره په خبرو کې افغانستان، ایران، سوریه او روسیه هغه هېوادونه یاد کړي چې د داعش تر برید لاندې دي.

خو په همدې حال کې تاجکستان او د ډله‌ییز امنیتي تړون نورو غړو هېوادونو بیا په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له امله د رامنځته شوي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.

خامه پرس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.