نصرت ارمان چې له تېرو لسو کلونو راهېسې له بېلابېلو رسنيو سره د خبريالۍ او ليکوالۍ په دنده بوخت و، د ۲۰۲۴ کال د جنوري مياشت په نهمه نېټه د خپلو ژورناليستيکو فعاليتونو او د وروستي کتاب (بې شرمه) د چاپ کولو له وجې د طالبانو د استخباراتو په ۹۱ (نود و يک) رياست کې څو ساعته زنداني او شکنجه شوی.
د ياد کتاب کيسې له ښځو سره د زور زياتي، د هغوی د تعليم او جنسي ځورونو په موضوعاتو راڅرخي، چې د لوستونکو له تاوده هر کلي سره مخ شو او د چاپ په نهمه ورځ بازار کې خلاص شوی و.
دعوت رسنیز مرکز ته رارسېدلي معلومات ښايي چې نصرت ارمان د کتاب د بيا ځل نه چاپ کېدو په تعهد او فېسبوک کې د کتاب په لومړي چاپ د پښېمانۍ د پوسټ په خپرولو سره راخوشې شوی.
د يادونې وړ ده چې نصرت ارمان د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په شلمه نېټه دعوت وېبپاڼه کې د طالبانو لخوا د کتابونو په بندېدو تحقيقي راپور خپور کړی و چې سرليک يې و: (طالبان هغه کتابونه بندوي چې خلک راوېښوي!) او دا راپور د بې شرمه کتاب په بندېدو او د نصرت ارمان په نيول کېدو سره رښتيا شو!
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالب چارواکو او مسؤلينو نظر واخلو، خو هغوى خبرو ته غاړه کېنښوده!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.