!طالبان هغه کتابونه بندوي چې خلک راوېښوي

راپور: نصرت ارمان

68

د نجونو د ښوونځيو، د ښځو د کار، د ارايشګاو، د بيان د ازادۍ او موسيقۍ له بندولو وروسته دا ځل طالبان غواړي د کتابونو په چاپ او خرڅولو هم بنديز ولګوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور حاجي عبدالوافې وفا راته په خپلو خبرو کې وويل: ياد وزارت د عبدالحق حماد په مشرۍ د (کاپي رايټ د حقونو) لس کسيزه کمېټه جوړه کړې چې په نېژدې ورځو کې به د چاپ شويو کتابونو چاڼ وکړي او هغه کتابونه چې زموږ له دين او کلتور سره په ټکر کې دي، له کتاب پلورځيو به يې راټول او په بيا چاپ او خرڅولو به يې بنديز ولګوي.

 ياده دې وي چې عبدالحق حماد له دې مخکې پر رسنيو د څار د کميسون مشر و چې د کار په وخت يې ډېرې چاپي او راډيوي رسنۍ وتړل شوې.

عبدالحق حماد له رسنيو سره په خبرو کې وويل: يوازې هغه کتابونه به راټول کړي چې د افغانانو تر منځ د بېلتون اچولو لپاره ليکل شوي او يا د دين له اصولو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

د دغه کميسون يو غړي د نوم د نه ښکاره کولو په شرط راته وويل: دوی د سل هغو کتابونو لېست برابر کړی چې د ځوانانو د فکري انخراف سبب ګرځي، چې ژر به يې د هېواد ټولو خپرندويو ته ولېږي او جدي غوښتنه به ترې وکړي چې ياد کتابونه، په خپلو کتاب پلورځيو کې خرڅ نه کړي، ده زياته کړه چې د نورو کتابونو چاڼ هم روان دی او له دې وروسته به په خپل سر د کتابونو چاپ ته اجازه ورنکړي.

د ياد کميسون يو غړی سيد محی الدين هاشمي په دې اړه وايي: هڅه کوو چې په خپل سر د کتابونو د چاپ مخه ونيسو او هر ليکوال او خپرندوی بايد له دې وروسته کتاب له چاپ نه مخکې د ياد کميسون د غړو ارزونې ته وسپاري او کميسون به دا پرېکړه کوي چې کوم کتاب چاپ شي او کوم نه؟

خو ليکوال او ژورناليست نذير احمد سهار د طالبانو په دې اقدام خواشيني وښوده او ويې ويل چې په دې کار سره به د ليکوالو فکرونه سانسور او د چاپ صنعت له زوال سره مخ شي. هغه زياته کړه چې د ياد کميسون غړي ملايان او سخت دريځه مذهبي خلک دي  او هغوی به د خپل فکر سره په ټکر کې هېڅ کتاب ته د چاپ اجازه ور نه کړي.

د کابل پوهنتون ځېنو محصلينو بي بي سي ته ويلي وو چې: د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو کتابتونونو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو د تفکر خلاف کتابونو ته په خپلو نندارتونونو کې د نندارې اجازه ورنکړي.

د دغه لېست د يو کتاب ليکوال د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې کتاب يې هېڅ سياسي، مذهبي او کلتوري ټکر نه لري، خو طالبان هڅه کوي هغه کتابونه راټول او بند کړي چې خلک راوېښوي!

په ننګرهار کې د انصاف خپرندوی ټولنې مسؤل قاري غلام سخي د طالبانو د دې اقدام ستائېنه کوي او وايي: په جمهوريت کې ډېر داسې کتابونه چاپ شوي چې د ځوانانو د فکري بې لارۍ او فحاشۍ سبب ګرځېدل، خو د ننګرهار د خپرندويو د اتحاديي رئيس عبدالرشيد همت چې خپله هم د ميهن په نوم خپرندوی لري وويل: اسلامي امارت بايد د کتابخانو د کار په غوړېدو کې هغوی ته لارې اسانه کړي، ده شکايت وکړ چې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو سره د کتابونو بازار خراب شوی، د کتابونو په خرڅولو او چاپ کولو بنديز به  د دوی کار و بار نور هم وځپي او کېدای شي د ډېرو خپرندويو د تړلو سبب شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.