د نجونو پر زده‌کړو ۱۰۰۰ورځې بندیز؛ بار: افغانستان د دې ورځو زیانونه هیڅکله نه شي جبرانولی

200

د نجونو پر زده‌کړو له بندیزه نږدې ۱۰۰۰ ورځې واوښتې؛ بار: افغانستان د دې ورځو زیانونه هیڅکله نه شي جبرانولی

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پر نجونو او ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله رامنځته شوي زیانونه نه جبرانېدونکي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا “هیومن رایټس واچ” (Human Rights Watch) په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر ښوونځیو د طالبانود بندیزه د ۱۰۰۰ ورځو د پوره کېدو په اړه ویلي، په دې موده کې رامنځته شوي زیانونه به هیڅکله جبران نه شي.

دغه سازمان په خپله ایکسپاڼه په یوه ویډیو کې چې پرون دوشنبه یې خپره کړې د دې سازمان د ښځو د برخې د مرستیالې هیدر بار په حواله ویلي: “افغانستان به هیڅکله د دې ۱۰۰۰ورځو په ترڅ کې (له لاسه تللي فرصتونه) په بشپړ ډول بېرته ونه رغېږي، په دې وخت کې د هنرمندانو ، ډاکټرانو، شاعرانو او انجینرانو له لاسه وتلی ظرفیت به هیڅکله به خپل هېواد ته جبران نه شي.”

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

خو دغه سازمان د دوحې راروانه درېیمه ناسته د نجونو، ښځو او بشري حقونو د ملاتړ لپاره تر ټولو ښه فرصت ګڼي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اروپایي هېوادونو د رسنیو برخې مشر اندریو سټروهلین په دې اړه په یاده خپره کړې ویډیو کې ویلي: “د جون مياشتې په پای کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو کارپوهان او استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري ترڅو د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر کړنلارې خبرې وکړي، دا یو فرصت دی چې د افغان مېرمنو ترڅنګ ودرېږو او له هر هغه څه کولو څخه ډډه وکړو چې ممکن د بشري حقونو جدي سرغړونې یا د طالبانو رژیم ته د مشروعیت ورکولو په څېر ښکاري.”

سټروهلین زیاتوي: “نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی د جنایتونو له کبله حساب کتاب وکړي، دوی باید د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو سازمان غونډو ته ونه بلل شي، هیڅوک باید د دوی پر رژیم بندیزونه ليرې نه کړي تر څو چې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو په حقونو کې ثابت پرمختګ نه وي شوی، لږ څه کول د طالبانو د رژیم د ترهګرۍ د عادي کېدو د خطر سبب کېږي.”

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ګڼو نړیوالو بشري او د ښځو حقونو سازمانونو سره په ګډه د جون په لسمه په یو جلا لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې د دوحې په راروانه غوڼده کې دې د افغان ښځو او نجونو د حقونو تامین او په دې ناسته کې د ښځو حضور له پامه ونه غورځوي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: “موږ له تاسو غوښتنه کوو چې د دوحې په پروسه د طالبانو د ګډون لپاره د دوی له‌خوا بیان شوي کوم شرطونو ته غاړه کې نه ږدئ چې د ښځو، د بشري حقونو خوندیتوب یا د دوی د هېواد راتلونکي په اړه په هره پرېکړه کولو کې د بېلابېلو افغان ښځو او مدني ټولنې بشپړ، قوي او منظم ګډون ته زیان ورسوي.”

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې راروانه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه جوړه شي چې طالبان هم ورته رسماً بلل شوي دي.

بلخوا له ښوونځیو محرومې ځینې نجونې او د ښځو د حقونو فعالانې د دوحې ناستې په اړه وایي، نړیوال او د دې ناستې ګډوان دې باید د افغان نجونو او ښځو د حقونو د اجنډا اصلي بحث وګرځوي.

د لسم ټولګي زده کوونکې او د کابل ښار اوسېدونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: “د دوحې په ناسته کې د نجونو او ښځو پر حقونو یادونه ډېره مهمه ده، څومره چې دې ډول غونډو کې د ښځو د حقونو یادونه کېږي، هومره ورته کار کېدی شي، په دې سره به دوی(طالبان) د نجونو لپاره د زده کړو دروازې پرانېزي.”

د ښځو د حقونو فعاله عادله ستانکزۍ وايي: طالبانو ته باید واورول شي، تر هغه چې یې پر نجونو او ښځو بندیزونه نه وي لرې کړي، هیڅکله به په رسمیت ونه پېژندل شئ.

د ښځو د حقونو فعاله عادلې ستانکزۍ هم وویل: “د دوحې ګډون کوونکي باید د طالب چارواکو پر وړاندې یو جدي دریځ غوره کړي، طالبانو ته باید واورول شي، تر هغه چې یې پر نجونو او ښځو بندیزونه نه وي لرې کړي، هیڅکله به په رسمیت ونه پېژندل شئ، زما په اند همدا یوه ښه او بدیله لاره ده.”

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د په اګسټ میاشت کې تر بیا واکمنېدو وروسته لومړی د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر ښوونځيو بندیز ولګاوه او بیا د ۲۰۲۲م کال په پای کې د دوی حکومت د پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ وتړلې.

طالبانو د د دغه محدودیتونو تر څنګ د ښځو پر کار، له محرم پرته پر سفر، ورزشي کلپونو او سینګارتونونو پر کاروبار هم بندیزونه لګولي دي.

طالبانو وړاندې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونو ته ژمن دي.

خو د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو او افغان معترضو مېرمنو ورسره دا ادعا نه ده منلې.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.