رهي معیري (۱۲۸۸ ــ ۱۳۴۷) د فارسي ژبې د هغو معاصرو عشاقو شاعرانو له ډلې و، چې که د شعرونو دیوان یې هم و نه لرئ، بیا به یې هم پېژنئ؛ ځکه د ده مشهورې عشقي سندرې (خزان عشق یا همان، شب جدایی، یاد ایام، کاروان، مرغ حق، شد خزان گلشن آشنایی، به کنارم بنشین، دیدی که رسوا شد دلم، نوای نی او…) به مو حتماً اورېدلې وي.
له ماشومتوبه یې ادبیاتو سره مینه لرله او چې د ژوند ۱۷م پسرلی یې راغی نو د شعر ښاپیرۍ پرې مهربانه شوه.
ځوان و او شاعري کې یې ځای ځای نوم پیدا کړی و، خو چې کله یې د پسرلي په لومړیو ورځو کې د مصطفی فاتح له لوري په برابرې شوې میلمستیا کې له مریم فیروز سره ولیدل، نو زړه یې وبایلود او داسې پر شوره شاعري یې پیل کړه، چې هغه یې تلپاتې شاعر کړ.
له دې لیدنې وروسته د هغه ټول شعرونه داسې ښکارېدل لکه مریم ته یې چې ویلي وي. ښه بېلګه یې دا ده:
«لاله دیدم
روی زیبای توام
آمد به یاد»
ژباړه:
«لاله مې ولید
ستا ښکلی مخ
رایاد شو»
د وخت په تېرېدو سره مریم هم رهي ته ور مایله شوه، خو په عشق او سیاست کې یې دوهم انتخاب وکړ او د (حزب توده) په نوم له سیاسي ګوند سره یوځای شوه، هلته یې د یوې سیاسي معاملې له مخې له نورالدین کیانوري سره واده وکړ.
مریم د عبدالحسین فرمانفرما لور او له قاجار خاندان څخه وه، یوه لویه سیاسي کورنۍ یې درلوده او رهي بیا ډېر مشهور شاعر و، چې د همدوی دواړو شهرت یې مینه زړښت ته پرېنښوده، هر ځای به د خلکو ترمنځ په بحثونو کې د دوی دواړو نومونه په خولو وو.
دا دی اوسمهال د رهي له مړینې ۵ نیمې لسیزې تیریږي خو ناکامه مینه یې په ادبي حلقو کې لا هم د بحث ګرمه موضوع ده.
ډاکټر باستاني پاریزي په شاعري باندې د رهي د ناکامې مینې د اثر په اړه وايي: «له ۶۰۰ کلونو وروسته د مریم فیروز ګرمې »
رهي د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې له داود پیرنیا سره د (گلهای رنگارنگ) رادیويي خپرونې لپاره د شعرونو په غوره کولو کې همکاري کوله او بیا د ژوند تر پایه د همدغه پروګرام سرپرستي وکړه.
د ژوند تر وروستۍ ورځې د مریم عاشق پاتې شو، هیڅکله یې واده ونکړ او بالاخره په ۱۳۴۷هـ.ش کال د ۵۹ کلونو په عمر مړ شو.
او مریم په ۱۳۸۶ هـ.ش کال کې د ۹۳ کلنو په عمر مړه شوه.
د مریم مقبره په بهشت زهرا او د رهي مزار د شمیران په ظهیرالدوله هدیره کې دی.
د رهي له مشهورو اثارو څخه یو هم (یاد ایام) دی، چې محمدرضا شجریان په خپل جاویدانه غږ ثبت کړی.
د شعر نمونه:
یاد ایامی که در گلشن فغانی داشتم
در میان لاله و گل آشیانی داشتم
گرد آن شمع طرب میسوختم پروانهوار
پای آن سرو روان اشک روانی داشتم
آتشم بر جان ولی از شکوه لب خاموش بود
عشق را از اشک حسرت ترجمانی داشتم
چون سرشک از شوق بودم خاکبوس درگهی
چون غبار از شکر سر بر آستانی داشتم
در خزان با سرو و نسرینم بهاری تازه بود
در زمین با ماه و پروین آسمانی داشتم
درد بیعشقی ز جانم برده طاقت ورنه من
داشتم آرام تا آرام جانی داشتم
بلبل طبعم رهی باشد ز تنهایی خموش
نغمهها بودی مرا تا همزبانی داشتم
Comments are closed.