په ږیره غولېدل

سید عبیدالله نادر

151

په ږیره غولیدل

وایي چي د سلیمان علیه سلام په زمانه کې یو مرغه د اوبو څښلو په نیت د یوی چیني په لور والوته. خو مارغه د چیني په شااو خوا کې ماشومان ولیدل نو دومره انتظار یي وایست چی ماشومان د چیني نه ولاړ شي .

کله چي مارغه د چیني په لور د کوزیدو فکر وکړ. نو دا ځل یو سړی د ډیری ښایسته او مهذبی ګیری سره د اوبو چښلو په نیت چیني ته راکوز شو . مارغه د ځانه سره سوچ وکړ . چي دا خو ډیر با وقاره انسان دی . او په ډیري ښایستي ږیري سمبال دی . نو د ده له خوا به ګوندی ده ته کوم آزار نه رسی . نو چیني ته راکوزه شوه . خو سړي د مارغه وخواته ډبره واره کړه ډبره د مارغه په سترګه و لګیده ، او یوه سترګه یي ړنده شوه .مارغه خپل شکایت سلیمان علیه سلام ته یوړ حضرت سلیمان علیه سلام سړی احضار کړ . او په محاکمه او قصاص یي محکوم کړ . مارغه د صادر شوی حکم پر وړاندی غبرګون وښود .او اعتراض یي وکړ .چي د دي سړي سترګي ماته آزار نه دی رسولی بلکه دا د هغی ږیره ده چی ماته یي دوکه راکړه . او ما داسی ګمان وکړ او دومره مطمین شوم چی د چینی تر خولي زه په خپله یم . نو عدالت ته به دا ډیره نژدی وي که د دي سړي ږیره وخراييل شي . تر څو نور لکه ماغوندی د ده په ږیره دوکه نه شي . (نو د دي حکایت څخه په پند اخیستو سره کوښښ و کړئ چي د یوي باوقاره قیافی او مهذبی ږیری دروند والۍ وساتئ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.