د پیښور د پښتنو پولیسو ویاړنې؟؟؟ 

سید عبیدالله نادر

745

د پیښور د پښتنو پولیسو ویاړنې؟؟؟ 

د خان عبدالغفارخان د خاطراتو څخه 

یوه ورځ د پولیسو موټر جیل ته راغی ، چې له څلورو خواوو څخه دننه په پردو پو ښلی وو، زما په پښو کې زولنې او په لاسو کې می هتکړۍ وي، او تر غاړه می طوق وو، د جیل په تنګو او لنډو جامو کې ، ما ته ځان عجیب و غریب ښکاریده ، خدای پوهیږي خلکو ته به لا څنګه ښکاریدم ،خو خیر، د یو پرده دار میرمن په شان یې په موټر کې کښېنولم ،دریا خان جیل ته یې روان کړم ،چې مونږ څنګه ورسیدو اور ګادۍ تللی وو ، شپه می پر ستیشن تیره کړه ،پولیسو نه زه د خبرو له پاره چاته پریښودلم ،او نه یې څوک نژدې ماته پریښودل ،نور خو لا نور د لاسونو هتکړۍ یې هم را څخه لیری نه کړې ،عجیبه دا وه چې دا پولیس ټول پښتانه راسره ول ، نو د پولیس انچارچ نادر خان خو لا زمونږ د کلي وو ،او په ( ډیکا یټ) په نوم مشهور وو ، په دا بله ورځ یې زه په اور ګاډي کې ، د نوکرانو په ډبي کې کښېنولم ،په لاره کې چې به ګادۍ پر کوم تم ځای (ستیشن) تم شو دومره سخته پهره به، په ما باندی وه ،چې ګوندی دا ټول خلک ماته د لیدلو په نیت را نژدې نه شي ، مونږ چې (غازی اګهاټ) ته ورسیدو ،هلته چې کوم پولیس زما د تسلیمیدو د پاره راغلی وو ، د هغو انچارچ مسوول یو هندو وو، چې زه یې د یو پښتانه انچارچ د پولیسو څخه تسلیم کړم ،هغه زما لمړی د لاسو هتکړۍ خلاصی کړې ،وروسته یې راته وویل : راځه په ستیشن کې یو ګړۍ وګرځه ، زه ورسره روان شوم ، چې ګورم د شا له خوا زمونږ هغه کلیوال پښتون پولیس افسر نادر خان په منډه منډه راپسي راغی ،هندو افسر ته یې وویل: دا…..دا….دا… څه کوې تا خو زما کور ړنګ کړو ،هندو پولیس افسر په ځواب کې ورته وویل :اوس دی زمونږ په حفاظت کې دی ،د ده ټول مسوولیت زما په غاړه دي ، ورځه ولاړ سه ته ولي دومره خپل فکر خرابوې.

د خان عبدالغفار خان د خاطراتو څخه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

معلومات د فیسبوک د ملګرو او پاڼو څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.