ولې د شهید ګیلمن وزیر شهادت لر او بر افغانان په شور راوستل؟

شاه محمود میاخیل

167

دا ځکه چې د هغه داعیې لپاره چې شهید ګیلمن مبارزه کوله هغه داعیه ملي، حقیقي او د ولسونو غوښتنه وه او ده.

د شهید ګیلمن وزیر مبارزه د افراطیت او د پاکستان د استبلشمینټ په ضد وه چې د افغانانو (لر اوبر) په سیمو کې یې د څو لسیزو راپدیخوا اور بل کړې دی.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله چې افغانان د افراطیت او تشدد خلاف دي. افغانان مسلمان دي خو افراطیان نه دي او نه د اجیرو افراطي ډلو  حمایت کوي. افغانانو چې کوم اسلام د پیړیو راپدیخوا منلې، هغه افراطي اسلام نه و او نه دی چې دا ځینې افراطي ډلې یې د پردیو د ګټو په خاطر د اسلام نه د سیاسي اهدافو لپاره ترې سؤ استفاده کوي.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت وښودله چې افغانان په خپلو سیمو کې سوله ایز ژوند غواړي، امن غواړي او لکه د دنیا د نورو مهذبو قومونو غوندې تعلیم، ښه ژوند او سوکالي غواړي. له بده مرغه دا د پاکستان د

پوځیانو د استخباراتو په لاس جوړ شوي افراطي ډلې دي چې د افغانانو ژوند یې تباه کړیدی.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت وښودله چې اوس افغانانو (لر اوبر) خپل دښمنان پیژندلي دي او د ولس زور د خدای زور دی.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت وښودله چې د یو یا څو کسانو په وژلو، بندي کولو، ورکولو، زجر او شکنجې کولو باندې، د سیمې استخبارات او افراطي ډلې نه شي کولې چې د افغانانو په منځ کې د ازادی او حق خود ارادیت فکر ووژني او له منځه یوسي.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت ثابته کړله چې څومره افراطي ډلې او د پاکستان استخبارات د تشدد نه کار اخلي، هماغومره د دوی په وړاندې د افغانانو کرکه او نفرت زیاتیږي، ملي احساس قوي کیږي او ګډ دښمن ته لر او بر افغانان متعهد کیږي.

د شهید ګیلمن شهادت دا وښودله چې د پاکستان په لاس جوړ شوو افراطیانو که د افغانانو بیرغ په کابل کې راټیټ کړ خو دا ملي بیرغ بیا د امو نه تر اباسینه هسک شو او د میلیونونو افغانانو په زړونو کې یې ځای پیدا کړ.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله که د افغانانو د مشرانو لکه د غازي امان الله خان او پاچا خان عکسونه د یو څو افراطي ملایانو له خوا په بر افغانستان کې مسخ شول خو دوی ونه کړې شول چې د افغانانو مینه د ملي شخصیتونو او ملي بیرغ سره او همداشان د خود ارادیت ملي داعیه د افغانانو د زړونو نه پاکه او مسخ کړي.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت د افراطیانو پښې ولړزولې او د افراطیت لمن به د افغانانو په وحدت او یو ځای کیدو سره ټولیږي ځکه د هر څه نه د یو قام شعوري ویښتیا مهمه ده. د با شعوره او اګاه ملت د سیلاب په وړنداې بیا د افراطیت او استخباراتي پروژو خس و خاشاک نشي دریدلې.

 د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله، هغه سیاسیون، شاعران، لیکوالان، او په نامه مشران او نور  دوه مخي چې یوه ورځ د افراطیت ډول ته سندرې وایي او بله ورځ د قام په ویر ژاړي نور د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله چې ګیلمن دوه مخې افغان نه و او په خپله مبارزه کې تر اخره ثابت پاتې شو نو ځکه یې د لر او بر افغانان په زړونو کې ځای پیدا کړ.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله هر څوک چې د افغان قام په ګټه په ملي دریځ کې ثابت پاتې وي، همیشه به د افغانانو په زړونو کې ځای لري او د شهید ګیلمن په شان به د تاریخ په کتابتون کې د دوی نومونه تلپاتې وي.

د شهید ګیلمن روح دې ښاد وي او کاشکې یو ځل یې بیا سترګې راغړولې وې چې لیدلې یې وې چې د هغه ملي بیرغ او د هغه په جانان وطن، لوی افغانستان کې د دې څومره مینه وال دي.

د هغه ورځې په هیله چې د شهید ګیلمن وزیر او د میلیونونو نورو افغانانو ارمانونه د لوی افغانستان په خاوره تحقق پیدا کړي تر څو ټول افغانان سره یو شي او سوکاله، ارام او با عزته ژوند ولري.

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانې والي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.