هغه خلک چي په سرویښتان نلري هوښیار وي

0 1,691

هغه خلك چي په سر وېښته نه لري د هغو په پرتله چي وېښتان لري ډیرځیرک او هوښیاروي ، هغوی په ځان باور ترنورو ډیرلري او د استقامت څښتنان وي، خوپکان ځینې استثنا دي هغوی ډیر کمزوري وي.

د پنسلوانیا پوهنتون څیړونکې په هغو خلکو څیړنه کړې چي په سر ویښتان نلري یعني دوخت په تیریدوسره توی شوې وي،نه داسي چي دکومو دانو یامرض له امله یې په سرویښتان نه وي ،بلکي دوخت په تیریدو او کارکولو سره له سره په پرلپسې ډول تویږي.

څیړنونکي وايي چي دا ډول خلک ډیر جذاب، هوښیار او په خپل کاروبار کې ډیرمخکښ وي، هغوی وايي چي دوي د یوې ځېړنې له مخې معلومه  کړې چي هرسرڅخه ویښته نه تویږي بلکي له ډیر جالب اوجاذب کس له سره ویښتان تویږي چي هغوی په تعلیمي او ورځني کارونو تر نورو ځالاکه، ځیرک او استقامتي وي.

هغوی وايي چي سرخریل هم د پرېښودلو ډیر توپیر لري ،کله چي تاسو سر وخریي نو تر بیرته راشنه کیدولو تاسو ډیرجالب اوهڅاند یاست، خوښي موهم په برخه وي.

 د همدې څیړنې د رپوټ جوړنکي البرټ اي منیس لیکلي چي نور دې خلک دخپلو وېښتانو تویدلو اندېښنه نه کوي ،هغه یوه خوشبختي ښي اوهیڅ ډول نه راګرځیدونکې ده،خوډیرو بیا په هیڅ ډول ویښتان نه تویږي ،نودا خصوصیات دي کومه ناروغي نه ده اونه هم د شامپو او نورو عواملو اندېښنه کول دي.
څیړونکی وايي چي سر نه ویښته لرونکي دنورو په پرتله عجیب اوغریب وي دوی ډیرهنري وي اوډيرڅه زده کوولای شي اویايې زده وي.

البرټ لیکي چي دا ډول کسان چي له  سر یې وښتان تللي وي هغوی په تجارتي کارونو کې هم ترنورو ډیرپه لوړه سطحه بریالي وي اوکه وغواړي نوکولای شي چي په لوړ کچه تجارت وکړي، څیړونکی زیاتوي چي  تاسو دا ګومان مه ترې کوی چي موږ به هغوی خطا کړو بلکې تاسو به خطاکولای شي اویا به تاسو ته ښه قناعت درکولای شي، خو د خطا کیدولو ګمان ورباندې مه کوئ ، بلکي دا خلک د ستائیلو وړ دي.
یاده دې وي چي روان شناسان او علم قیافه والا هم ورته خلک هوښیار ګڼي، خوکه موقع ورته حاصله وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply