د مسکو د غونډي بل پړاو/ واحد فقیری

0 934

د افغانستان په باره کي د مسکو دوهمه غونډه د چهارشبنې په ورځ (فبروري ۱۵ مه) باندي پای ته ورسېده. پدې بین المللي کانفرانس کي روسیې، افغانستان، چین،‌ هند، ایران،‌ او پاکستان برخه په کي اخیستې وه.
د مسکو په مجلس کي د بحث اصلي موضوع دا وه چي څرنګه طالبان سولي ته وهڅول سي.
دغه راز د دې غونډي شپږ واړو مهمو ګډون کونکو ملکونو پدې موافقه وکړه چي په راتلونکي مجلس کي به د مرکزي اسیا هیوادونو ته بلنه هم ور کړي.

د روسیې خارجه وزارت وايي چي جرګه سویو ملکونو پدې موافقه وکړه چي د سیمي نور هیوادونه هم باید د افغان د سولي په پروسه کي راګډ سي، او د هغوی له نفوذ څخه باید د افغانستان په باثباتولو کي استفاده وسي. د دې هڅو په بل پړاو کي به د مرکزي اسیا جمهوریتونه هم شامل سي.

په هر حال په دپلومایتکه ساحه کي، د مسکو غونډه یو مثبت اقدام وو. خو د دې مثبت کار لوی نقصان دا وو چي د افغان د لانجې دوه مهم اړخونه (امریکا او طالبان) نه ول ور دعوت سوي.

حال دا چي په افغانستان کي د جنګ، قتل، او تخریب اصلي اړخونه امریکا، طالبان، او د کابل ژریم دي. نو بنا، که چیري احیانا سوله کېږي، دا درې واړه طرفونه باید پکښي ښکېل وي. کنې د مسکو او یا بل هر ځای کانفرانسونه به چندان نتیجه نه ور کوي. ځکه د امریکا پدې ۱۶ کلن دوران کي داسي نړیوال مجلسونه ډېر راغلل او بیا هسي پسي ورک سول.

له پخوانیو ناکامو بین المللي کانفرانسونو څخه د عبرت یو درس دا دی چي د مسکو درېیمه غونډه باید افغان شموله وي. د امریکا او طالبانو په ګډون باید د افغان ټولني وتلي منورین او نخبه ګان هم په کي شامل وي. څو ملي او بین المللي مشروعیت پیدا کړي. او پراخ عام ملاتړ تر لاسه کړي.

ځکه پرته له یو افغان شموله اپروچ څخه د مسکو دا هڅه به هم د امریکا د نورو کوښښونو په شان د دپلوماتیک تاریخ او افسانو یو فوټ نوټ سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply