کونړ چارواکي: د پاکستاني ځواکونو د توپونو ډزو کې ۲ تنه شهیدان شوي

0 1,302

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د نولۍ په کلي یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د توپونو ډزې کړې چې په کې دوه تنه شهیدان شوي.

د کونړ امنيه قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه لس بجې پاکستانیو ځواکونو د سرکاڼو ولسوالۍ په نولۍ باندې د درنو توپونو له لسو زیاتې ډزې کړي چې یوه يې د هستوګنې په کور لګیدلې چې په‎کې یوه مور او یو ۱۵ کلن زوی وژل شوي دي.

نوموړی وايي:

“دا شپې له ۱۰ بجو نه تر پاو باندې لسو پورې د پولي له بلې غاړې پاکستانیو نظامیانو د توپونو ګولۍ راویشتلي په نولۍکلي باندې دوه تنه په‎کې شهیدان شوي.”

له تېرو څو کالو د پاکستان پوځ د کونړ او په ډیورنډ کرښه پرتو نورو ولایتونو باندې د توپونو ډزې کوي چې همدې ډزو زیات افغاناند خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي چې اوس هغه ټولې ساحې له خلکو خالي شوي دي.

سرچینه: ازادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply