د فیس بوک اکونټ څنګه خپله خوندي وساتو ؟/ محمد مبین

0 1,913

زه دلته درته د فیس بوک په سیکیوریټي سیستم خبرې نکوم چې څنګه کولی شو فیس بوک سیکیور کړو ځکه کیداشي ستاسو سیکیور شوی فیس بوک هم له منځه لاړ شي!

فیس بوک ته په زرګونه راپورونه د جعلي اکونټونو ورځي د دې له وجې فیس بوک ورځ تر بلې خپل سیستم پیچلی او غني کوي او غواړي چې خپل کسټومر له اشراري وژغوري او یو ښه چوپړ وړاندې کړي .

دوی په زرګونه پخواني او اوسني اکونټونه چیک کوې او د شک په صورت کې هغوی باندې خپل قوانین پلي کوي.

ډیری شکایتونه له هغو هیوادونو ورځي په کوم کې چې رسمي اي ډي کارډ موجود ندی لکه افغانستان

دوی زیات تمرکز په هغه هیوادونو کوي چې له دوی سره یې راجسټر شوې کارډونه موجود نه دي. په زرګونه اکونټونه له منځه وړي او په زرګونه خلک نور جوړوي ….

پیل: دلته د فیس بوک په قوانینو رڼا اچو که د فیس بوک قانون ته ژمن واوسو هیڅوک به ستاسو اکونټ مات نکړي او نه به درنه فیس بوک ستاسو اکونټ وتړي .

۱: فیس بوک کې خپل نوم وکاروئ هغه نوم چې ستاسو په تذکره یا پاسپورټ کې کارول شوی دا ستاسو سره مرسته کوي که مو اکونټ تر شک لاندې راغی تاسو کولی شی چې د خپل تذکرې فوټوکاپي یا د پاسپورټ فوټوکاپي او یا هم د بل کومې ادارې کارډ لکه راډيو ، مکتب، پوهنتون، بانکي کارډ لایسنس ور ولیږئ که ستاسو نوم له فیس بوک اکونټ سره یو شان وو فیس بوک به زر ستاسو اکونټ در خلاص کړي ، نوی اکونټ به له تاسو نه ستاسو د معلوماتو په هکله پوښتي ټولې پوښتنې یی ور ځواب کړئ

یادونه کوو چې تاسوباید انګلیسی ته ژباړل شوې رسمي تذکره ولرئ !
۲: دا باید هیره نکړئ چې د زیږیدو ورځ زیاته مهمه ده تاسو ته باید د زیږدلو د ورځې په تړاو معلومات وي که تاسو نه پوهیږئ نو فیس بوک کې چې کوم تاریخ کاروئ هغه باید په یاد ولرئ او هم هغه ورته تاریخ په تذکره ، پاسپورټ … یا نورو کارډونو کې موجود اوسي !

۳: خپل نوم په فیس بوک کې په عادي لیک ولیکې سمبولیک نومونو څخه ډډکه وکړئ سمبولیک نومونه لکه په دا ډول تورو چې لیکل شوي وي
مطلب دا توري دوی ته د منلو وړ ندي ãrhãri åå

او همدارنګه مشهور نومونه لکه پرینس او دیته ورته چې زیات فیس بوک اکونټونه پرې جوړ شوي وي …..
۴: له یوه نوم ورکولو تیر شئ ، ځینې خلک فیس بوک کې یو نوم کاروي چې تخلص ور سره نه وي پدې سره فیس بوک شک کوي او ستاسو اکونټ تر سوال لاندې راځي ، ځکه یو نومي خلک په هند کې په تامیل پورې اړه لري.

۵: فیس بوک کې د موبیل د شمارې تر څنګ تاسو باید رسمي ایمیل ادرس هم ولرئ ځکه تاسو ته له فیس بوک ایمیلونه ستاسو ایمیل ادرس ته لیږل کیږي .

۶: دخپلو پوسټونو او عکسونو لپاره لایکر مه کاروئ ځینې خلک د عکسونو او پوسټونو لپاره له لایکر استفاده کوي چې دا به ستاسو اکونټ ډير زر له منځه یوسي ځکه لایکر د کریکر په معنا دی نو د فیس بوک مخ ځان پسې مه اړوئ کنه زر به له اکونټ خلاص شئ

بل تاوان د لایکر دادی چې ستاسو لینک دی آي ډي لینک له دې سره راجسټر کیږي او ستاسو له اکونټ نور غیر اخلاقي پوسټونه لایک کیږي پداسې حال کې چې تاسو به پرې خبر هم نه واست .

۷:له خلکو سره سالمې اړیکې وساتئ هغه خلک اډ کړئ چې تاسو ورسره عادي ژوند هم راشه درشه کولی شئ ، پام مو وې که د چا مسج څخه ستړی یاست نو هغه مه اډ کوئ ځکه هغه در سره سبا ضد کوي او ستاسو اکونټ راپور کوي. کوشش وکړئ سالمه راویه غوره کړئ تر څو زیات دوښمن ونه لرئ خپل طبعیتي کسان درته پیدا کړئ که ستاسو نظرونو سره دوی مخالف وي له ملګرتیا یې لرې کړئ ځکه سبا درته دا خلک هم غصه نیسی او ستاسو اکونټ راپور کوي .

۸: خپل موبیل کې نورې زیاتې ای ډي مه خلاصوئ ستاسو د موبیل آی پي،( سریال نمبر) له فیس بوک کمپني سره دی کله چې تاسو له بیلابیلو اکونټونو داخلیږئ دوی به درباندې زر شک وکړي او ستاسو یو اکونټ به تربت کړي !

۸: د خلکو له لوري مسج پاڼې ته در کړل شوي لینکونه مه خلاصوی کنه فیس بوک ته بو سر ته کینوي دې کې ځينی د ویروسو او ځینو د هیکینګ لینکونه دي که مو خلاص کړ نوم او پسورډ یې درنه وغوښتل او ور مو کړل بیا مو زه زماوار نه یم چې فکر مو وي !

نورې خبرې هم شته بل وخت پرې وغږیږو

خو تاسو یوازې دا فالو کړئ

ستاسو ورور
محمد مبین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply