خبرې کوي/بصیر بیدار ستوری

0 808

دا په دیوال چې اویزان تصویر خبري کوي
ماسره هر وخت د جانان تصویر خبري کوي

خړو ګردونو د بارودو کې یې رنګ بدل شو
د هر پښتون او هر افغان تصویر خبرې کوي

پخپله نه راځي تصویر یې په میسج کې راشي
د مسافر لالي ارمان تصویر خبرې کوي

په دروغو ځان رهبر کړي چل ول باندي ژوند تیروي
دوی د ولس دي قا تلان تصویر خبرې کوي

اوس زمانه هغسي نه ده خلک ټول پوهیږي
هر سړی پيژني خپل ځان تصویر خبرې کوي

خپله څهره که بدلوي او شکل ټول بدل کړي
بدل به نه شي په ایمان تصویر خبرې کوي

چې وژني ورور او پري د کفر فتوه هم لګوي
دا به وي څنګه مسلمان تصویر خبرې کوي

چې ائينه کې ځان ته وګورم ځواني را یاد شي
د سرمې سپين شولو ویښتان تصویر خبرې کوي

بیداره مه وایه ریشتیا دلته ریشتیا جرم دی
شاوخوا ‌‌‌‌‌‌ډېر وي دلالان تصویر خبرې کوي

بصیر بیدار ستوری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply