د ولایت فقیه عقیده او واکمني / ولي الله ملکزی

0 821

 ۱۳۵۷هجري لمریز کال،‌ ځمونږ د ټولې سیمې او په ځانګړی توګه د افغانستان او ایران لپاره د ډیرو مهمو تاریخي پیښو او سیاسي بدلونونو شاهد وو. د دغه کال  د ثور په اومې نیټې په کابل کې د خلق او پرچم د ګوندونو لخوا خونړۍ کودتا تر سره شوه او یواځې ۷ میاشتې او ۴ ورځې وروسته، د ایران مذهبي مشر آیت الله خمینې د خپلې څوارلس کلنې جلا وطنئ وروسته له پاریس څخه تهران ته ورستون شو.

پدغه مهال، د تهران په ګډون د ایران په نورو سترو ښارونو او حتی بانډو کې د رضا شاه پهلوي پخلاف مظاهرو او مارشونو جریان درلود او لورا لور د عدالت غوښتنې،‌ مرګ برشیطان بزرګ، مرګ بر صهیونیزم او د مفسدینو د محاکمې شعارونه زمزمه کیدل. خو تر ټولو  برالا او نه چپ کیدونکی انقلابي شعار د ( لاشرقیة لاغربیة، جمهوریة اسلامیة) ناره وه چې د هر خاص او عام له خولې به اوریدل کیده.

روح الله خمیني له خپل راتګ سره جوخت، د شاه مخالفې ولسي پرګنې او سیاسي ګوندونه داسی منظم کړل چې د پهلوي د څلویښت کلنې واکمنې ستنې یو په بل پسی ونړیدې او د سلواغې په دولسمه یی د هیواد د ستر او بی رقیبه مذهبي مقام د تر لاسه کولو ترڅنګ، د ایران د سیاسي واکمنۍ ټولې واګې په خپل لاس کی ونیولې.

په پیل کې د قم تر مستقیمې لارښوونې لاندې، د ایران نوي انقلابي رژیم د حزب توده، مجاهدین، خلق او نورو ټولو ښي لاسو او کیڼ لاسو او ټکنکراټانو څخه د مهدي بازرګان تر مشرۍ لاندی لمړنی موقت حکومت جوړ کړ. څو اونۍ لا تیرې نه وې چې  په رسمي رسنیو او خصوصي محفلونو کې آیت الله خمیني‌ ته د رهبر معظم انقلاب اسلامي د لقب تر اړخه، د امام خمیني اصطلاح هم رواج شوه.

د امام مقام او د سیاسي امامت د مطلقې واکمنۍ دا نوی پروژه، ډیره ژر د نړۍ په کچه د اثنا عشري شیعه فرقې او هم د انقلاب د خود جوشه سني پلویانو په منځ کې د ځنګل د اور په څیر پراخه ځای پیدا او انعکاس وموند. د ایران نوی مذهبي حکومت لا د خاړپوڅو په عمر، یا په بل تعبیر ایله بیله یونیم کلن وو چې د آیت الله خمیني د ځانګړي دفتر لخوا د ولایت فقیه د نظام او حکم خبره ورو ورو راڅرګنده او بی برغولي شوه.

د نړۍ د مسلمانانو د ۱/۶ ملیارده اټکل شوي نفوس له جملې څخه نژدی یولس فیصده یعنی ۱۸۰ میلونه یی شیعه او پاتی غوڅ اکثریت (څوارلس سوه شل ملیونه) یی سنيان دي چې د څلورو مشهورو مذهبونو په چوکاټ کې له حضرت پیغمبر پرته د هیڅ صحابي، ولي، امام،‌ غوث،‌ قطب، ابدال او مرشد په عصمت عقیده نلري.

اهل سنت والجماعت چې د مسلمانانو ۸۹٪ تشکیلوي، ایمان لري چې یواځی نابالغه ماشومان معصوم یا غیر مکلف دی او له بل هرچا سره د ګناه، خطا او غلطۍ احتمال تړلی او هیڅ څوک لدی ګتګورې او کتار څخه مستثنی ندي.

اهل تشیع هم د سنیانو په څیر ګڼ شمیر فرقې لري چې شمیر یی ۲۳ غټو او وړو ډلو ته رسیږي. خو یواځی اثناعشري یا دوازده امام فرقه چې تر ټولو غټه او اغیزمنه ده، د ولایت فقیه په امامت او عصمت عقیده لري. د دغې ډلې پیروان که د دنیا په هر ګوټ کې اوسیږي، د قم علمي حوزه د خپلې مذهبي فتوا مرجع او حاضر دمه آیة‌ الله علي خامنه اي د خپل سیاسي قیادت لمړنۍ قبله ګڼي.

د ولایت کلمه د نژدی والي، دوستۍ، ملکیت او تصرف مانا لري او فقیه هغه چاته ویل کیږي چې د علمي اجتهاد ترڅنګه عادل،‌ مدبر او د سیاست او قانون له لوړو ژورو سره آشنا وي. البته اصطلاحي مفهوم یی د دوئ له نظره د مهدي آخر زمان یا امام غائب تر راڅرګندیدو پوری د کون او مکان د چلوولو او نظم د ساتلو دنده په غاړه لري. ځکه خو دوئ د هرې وینا په پیل او انجام کې له حمد او صلوات وروسته د – عجل الله فرجه الشریف – دعا کوي چې مانا یی داده: ( الله دی د حضرت مهدي راڅرګندیدل او مبارک راتګ ګړندی کړي).

دا چې ولایت فقیه د دولسو امامانو نائب او د هغوئ په څیر معصوم، له هر ډول ګناه، عیب او خطا څخه پاک وي، نو له همدی امله یی هیڅ ډول تصرف، عمل او پریکړه چیلنج کیدلای نه شي.  د دوازده امام فرقه باور لري کله چې یولسم امام، حسن بن علي العسکري په ۲۵۰ هجري قمري کې شهید شو نو د حجت بن الحسن په نوم کمکی زوی یی چې هغه وخت پنځه کلن وو، د عراق د سامراء په یو سرداب (سمڅه) کې تر شا پریښود او تر ننه چې دادی ۱۱۸۸ کاله ورباندی تیریږي، همداسی غائب او ژوندی دی.

 دوئ عقیده لري چې همدغه دولسم امام دي چې په حضرت مهدي،‌ امام غائب، امام منتظر او امام آخر زمان سره شهرت لري. نوموړي پدغه سمڅه کې د قرانکریم اصلي نسخه له ځانه سره ساتلی او له همدغه ځایه ټوله دنیا کنټرولوي. هغه د هرچا په ژبه پوهیږي، د هرچا خبرې اوري او د قیامت له ورځی به اوه، یا نه او یا هم نولس کاله وړاندی، له سمڅې راووځي او په ګرده نړۍ کی به د برابرۍ، عدل او نیاو یوه بی سارې واکمني رامنځ ته کړي چې څلویښت کاله به دوام ومومي.

د ایران پخواني ولسمشر احمدي نژاد به تل ویل چې امام مهدي‌ د جمکران له مسجد څخه چې د قم په پنځه کیلومترئ کې موقعیت لري، دده حکومت ته مشورې ورکولی او د اتیایمې په لسیزې کې یی له عراق سره جګړه له نژدی څارله. همدارنګه د قم د علمي حوزې ځینی مشهور آیت الله ګان چې په یوټیوب کې یی لس ګونه ویډیوګانې خپرې او موجودی دي، په جار سره وایی چې حضرت امام مهدي دوه ځلې له خپل نائب او نماینده (ایة الله خامنه اي) سره د جمکران په مسجد کی لیدلي او د ایران او ګردې نړۍ د ورځینو چارو د سمبالښت اړوند یی هغه ته هدایات ورکړیدي.

د تیرې جمعې په ورځ په مشهد کې د ولایت فقیه (آیت الله خامنه اي) فوق العاده نماینده او ددغه تاریخي ښار امام جمعه، آیت الله احمد علم الهدی د خپلې خطبې په ترڅ کې وویل: هرڅوک چې د ولایت فقیه مخالفت کوي، هغه مسلمان نه ګڼل کیږي.

له تاریخي پلوه، د ولایت فقیه اصطلاح د لمړي ځل لپاره د شاه اسماعیل صفوي لخوا په ۱۵۰۱ میلاد‌ي کال استعمال او رواج شوه کومه چې حتی دعامو شیعه ګانو لپاره هم نوی او حیرانونکی وه. ځکه د شیعه مذهب له دری غټو فرقو (اثناعشري، زیدی او اسماعیلي) ډلو څخه یواځی د اثناعشري فرقې پلویان چې د قم علمي حوزه خپله مرجع او سرچینه ګڼي، پدی باور دي چې آیت الله خامنه ای د مهدي منتظر نماینده او د امام غائب وارث دی.

د سیاسي وفادارۍ او مذهبي بعیت په ډګر کې، اهل تشییع له سنیانو سره دوه عمده توپیرونه لري. لمړی دا چې په ټولو سني مسلمانو هیوادونو کې غټ مفتیان او مذهبي سټې، نه یواځی دا چې په سترو مسائلو کې له شاهي دربارونو او د ولسمشرانو له قصرونو څخه  فرمان اخلي، بلکې د اخترونو او جمعې د ورځو خطبې هم د اوقافو د وزارتونو لخوا ورته لیکل کیږي. خو برخلاف شیعه ټولنې د آیت الله فتواګانو او حکمونو ته د واجب په سترګه ګوري او حکومت او دولت اړ وي چې هغه عملي کړي. دوهم دا چې په سني او لویدیزو هیوادونو کې خلک کولای شي د اکثریت له مخې، قوانین تعدیل او ترمیم کړي،‌ خو د ولایت فقیه پیروان، د خپل امام نظر او فتوی تر اساسي قانونه پورته او نهایي ګڼي او هیڅ څوک نشي کولای د هغه په وړاندی دیوال شي.

که د منځني ختیز موجوده نقشې ته وکتل شي نو وبه ګورو چې په قم کې د ولایت فقیه د مذهبي رسوخ او سیاسي واکمنۍ لمن له افغانستان څخه نیولې د سرې بحیرې تر پیڅکو رسیدلې ده. د دمشق، بغداد، بیروت او صنعاء واکمنان، د تهران په رکاب پوری تړل شوی او د دوئ سیاسي خط مشې،‌ عسکري تړونونه، اقتصادي اړیکې او د رسنیو پالیسۍ په بشپړ ډول د قم په خم  کې رنګ او لدغې حوزې څخه خړوبیږي.

په کابل کې د پل ارتن د غره په لوړه څوکه د امام مهدي د راتګ شعار او د لمړي ځل لپاره د افغان حکومت او سترې محکمې د حکم برخلاف، د یو آیت الله لخوا د ګډ اختر د نه لمانځو فتوی، ممکن د ولایت فقیه د اغیز لمړنۍ څرګندې نښې وي.

د سرخط ورځپاڼې د چنګاښ په دیارلسمه د هزاره بهسودي له قوله ولیکل چې: همدا او س د کابل په ګډون د هیواد په اکثرو ولایتونو کې د ایران نژدی پنځه سوه جاسوسي شبکې د کلتوري او مذهبي خدماتو او د امام خمینې د خیریه موسسې ترچتر لاندی، په فعالیت بوختي دي خو واکمنان ګنډلې سترګې او ګونګه خوله ناست دي.

د معتبرو نړیوالو رسنیو او استخباراتي سرچینو د معلوماتو له مخې، همدا نن تقریبا لس زره غولول شوي افغانان د فاطمیون د لواء په چوکاټ کې د حضرت زینب د حرم د دفاع په پلمه، د بشار الاسد د بعثي رژیم په څنګ کې په جنګ بوخت دي. او یو شمیر معلوم الحاله کړۍ د نورو ځوانانو په جلب او جذب لګیا دي او د دغې ناروا جګړې لپاره کرایه شوي ځوانان استخدام او عراق او سوریي ته استوي.

 پدی اړه د بی بی سي یو تازه راپور، د پیاوړی لیکوال مامون رزاق لیکنې او د ځوان سیاستوال، نجیب کابلي وروستي احتجاجونه کیدای شي ددغو مخ په زیاتیدونکو اندیښنو څخه د پلو د لری کولو یوه کوچنۍ هڅه او د ډیرو ناکرارو پوښتنو د یوې وړې برخې ځواب واوسي .

که د تیر او معاصر تاریخ پاڼو ته سر سري نظر هم واچول شي نو وبه وګورو عام جنګونه سره ددی چې مرګونه، بربادي او واټن رامنځ ته کوي، ولی بیا هم یو لوری ورکې فاتح او بل یی مغلوب وي. خو مذهبي جنګونه هیڅکله غالب او مغلوب نلري بلکې ټولې ښکیلې خواوې یی بایلونکې وي او تاوان ګالي.

او بله دا چې مونږ په تیرو څلورو لسیزو کې بی شمیره ایډیالوژیګانې، ازمونه او فکري مکتبونه وازمایل او د مذهب او دیندارۍ شعار مو دومره لوړ او بی جوړې وو چې د افغان او هیواد دوستۍ ناره راته سور کفر ښکاریده. خو آیا اوس ددی وخت ندی رارسیدلی چې د پردي پالۍ پرځای له خپل خاورې او خلکو سره د مینې پخاطر د حضرت رسول (ص) پدی مبارک حدیث غور او عمل وکړو چې یثرب ته د هجرت په مهال یی کعبې ته مخ کړ او وی ویل:( أَمَا وَاللَّهِ لأَخْرُجُ مِنْكِ، وَإِنِّي لأَعْلَمُ أَنَّكِ أَحَبُّ بِلادِ اللَّهِ إِلَيَّ وَأَكْرَمُهُ عَلَى اللَّهِ، وَلَوْلا أَنَّ أَهْلَكِ أَخْرَجُونِي مَا خَرَجْتُ) ای مکې، پداسی حال کې  چې زه در څخه روان یم په رب قسم خورم او الله ښه پوهیږي چې ته د الله په ټولو ملکونو کې ماته ګرانه او هغه ته قدرمنه یی. که چیری ستا اوسیدونکو زه اړ کړای نه وای، نو زه به هیڅکله هم له تا څخه جلا شوی نه وای.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply