دوکتور م ، عثمان ، تره کی /د پاچا امان الله هلی ځلی د خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو د ټینګیدو په لور

0 1,102

دوکتور م ، عثمان ، تره کی  

د پاچا امان الله

هلی ځلی د خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو

د ټینګیدو په لور

 

 د خپلواکی نه مخکی د افغانستان حقوقی دریځ :

    افغانستان هیڅ کله د انګریزانو مستعمره نه وو :  انګریزانو په اوږد مهاله ډول  په افغانستان کی استعماری فوج  نه درلود . افغانستان لکه نورو مستعمره هیوادونو د انګریزی صنعتی کمپنیو د صنعتی توکو د خرڅولو بازار او د اومه توکو د رانیولو هیواد نه وو .

  په هندوستان کی دانګریزانو د شته والی په اوږدو کی ، افغانستان د « بفرستت » یا حایلی سیمی په توګه  حقوقی حالت درلود .

نوموړی حقوقی حالت افغانی سلاطینو ته په کورنیو چارو کی بشپړ صلاحیت ورپه برخه کړی وو . خو د دوی خپلواکی په بهرنیو اړیکو کی د ځینی محدودیتونو سره مخ وه : افغانی واکمنانو په خپلو اړیکو کی یوازی د هغه هیوادونو سره چه د انګریزانو سیاسی سیال ګڼل کیدل باید د هندوستان د ویسرا موافقه تر لاسه کړی وای  . پرته د دغه محدودیت نه ، افغانی چارواکو د نورو هیوادونو سره په تجارتی او فرهنګی راکړه ورکړه کی د بشپړ واک نه برخمن وو .

 د خپلواکی نه وروسته د افغانستان سیاسی او حقوقی  دریز :

  د افغان او انګلیس د خپلواکی دریمه جګړه د سیمی او  افغانستان په معاصر تاریخ کی ځانګړی ځای لری . د افغانستان استقلال د انګریزانو په استعماری امپراتوری کی د یوه سیاسی زلزلی پیل ګڼل کیده .

  پاچا امان الله د خپلواکی د بنسټ د ټینګیدو د پاره په دیپلوماتیک ، سیاسی ، حقوقی او ټولنیزو ساحاتو کی په یو لړ اقداماتو لاس پوری کړ :

۱ـ  پاچا  د دیپلوماسی  په ساحه کی غوښتل چه خپلواک افغانستان نړیوالي ټولنی ته وروپیژنی . ده د دغه موخی د تحقق د پاره د ۱۹۲۱ م کال په پیل کی مختلفو اروپایی او آسیایی هیوادونو ته مسافرتونه وکړل . د هغه په ترڅ کی په لسګونو تړونونه په تجارتی ، اقتصادی ، فرهنګی او دیپلوماتیک ساحاتو کی د بهرنیو هیوادونو د چارواکو سره لاسلیک شول . د نوموړو تړونونو په بنسټ باندی د ګن شمیر هیوادونو نه مختلفی مرستی تر لاسه شوي . افغانستان نړیوالي ټولنې ته لار پیدا کړه او بالاخره د هیواد د استقلال دیپلوماتیک بنسټ ټینګ شو .

 ۲ ـ  په سیاسی ډګر  کی پاچا پدی باندی پوهیده چه د خپلواکی د ساتلو اصلی ځواک ولس دی۔  ولس باید په یووالی سره د خپل برخه لیک په ټاکلو کی د لویی جرګی د لاری فعال نقش ولری .

د خپلواک افغانستان د مستقبل د جوړیدو د پاره لمړی لویه جرګه  په ۱۹۲۳ م کال کی د ۱۳۰۰ کسانو په ګډون  په جلال آباد ښار کی جوړه شوه . د جرګی د جوړیدو په درشل کی د خپلواکی د ګټلو څخه یوازی ۴ کاله تیریدل اوپاچا امان الله د مشروطه غوښتونکو د بهیر چه د محمود طرزی له خوآ یی لارښودنه کیدله د سمون غوښتونکو تلقیناتو تر سخت اغیز لاندی وو .

  د جلال آباد د لویی جرګی د لاری په هیواد کی د افغانی قبیلوی دیموکراسی  په  اصولو باندی ټینګار وشو .

 ۳ ـ  د حقوقو په برخه کی بايد  خپلواک افغانستان د ملی ژوند د اصولی تنظیم او ورسره په نړیواله کچه د پیژندنی د پاره په خپل قلمرو کی د حقوقی دولت ستنی ټینګی کړی وای. دغه مقصد د ۱۹۲۳ م کال د اساسی نظامنامی  د تدوین په واسطه تر سره شو . نوموړی نظامنامي چه په واقعیت کی د اساسی قانون حیثیت درلود ، د لمړی ځل د پاره په هیواد کی د پارلمانی نظام ډبره کیښوده .

  په اساسی نظامنامه کی د  « دولت شورآ »  په نوم  یوه جرګه په پام کي نيول شوی وه ، چه د حکومت او ولس استازی په کی راټول وو . جرګي مشورتی واک درلود . خو کله کله د نظامنامو ( قوانینو ) په تدوینولو کی ئي هم رول لوبوه .  د «  دولت شورآ » نږدی ۱۲ نظامنامی تصویب کړي .

   که  څه هم د « دولت شورآ » د یو مدرن پارلمان په شان حکومت ته د باور د رایی  د ورکولواو د اجرائیوی خواک د څارنی دودیز واکونه نه درلودل ، خو د کوم ځایه چه هغه د ملی ژوند د تنظیم د پاره لمړی حقوقی جوړښت جوړوه ، کولای شو هغه د پارلمانی نظام د بنسټ لمړی ډبره وبولو .

  اساسی قانون ، پارلمانی نظام  او مشروطه سلطنت د خپلواکو هیوادونو حقوقی څرګندونی ګڼل کیدلی . افغانستان د یو حقوقی دولت په درلودلو سره د مستقلو هیوادونو په لیک کی ځای ونیو .

  په هغه وخت کی چه افغانستان د خپل اساسی قانون په تدوین لاس پوری کړی وو ، د نړی په کچه په بیرته پاتی هیوادونو کی ، لږ هیوادونه د اساسی قانون او حقوقی دولت سره آشنا وو .

۴ ـ  په ټولنیز ساحه کی پاچا امان الله وروسته د اروپا د مسافرت نه د اروپا د خپلواکو هیوادونو په تقلید په ۱۹۲۸ م کال کي د یو لړ ټولنیزو اصلاحاتو په پلی کولو کی لاس پوری کړ . سمون غوښتونکی ډله چه دپاچا په شاوخوآ کی د نفوذ خاونده وه ، پدی نظر وه چه ټولنیز سمونوالی د خپلواکی طبعی رکن دی .

  هغه افراطی بدلونونه چه د ۱۹۲۸ م کال د پغمان په لویه جرګه کی  د اساسی قانون په متن کی ځای ونیوه په څرګند ډول په ډاګه کړه چه نوی نظام د خلکو د روحیی سره سمون نه درلود .

  په ۱۹۲۹ م کال کی د حبیب اله اغتشاش په ډاګه کړه چه د مشروطیت او د قانون واکمنی اصول دومره ټینګ شوی نه وو چه د دولتی نظام د ړنګیدو مخه ونیسی .

  افغانستان د خپلو بچیانو د میړانی په برکت د خپلواکو هیوادونو په جرګه کی ځای ونیو.

د شاه امان الله د واکمني نه وروسته د هیواد امنیت او خپلواکي  ته د بهرنیو او کورنیو دښمنانو لخوآ ګواښونه متوجه شو۔  د شورویانو یرغل افغانستان د خپلواکی  نه بی برخي کړ . د بینان سوان د سولی پلان  په وړاندې کودتا، هیواد ناورین ته راکش کړ . د شوروي د اشغال او ورپسې رامنځته شوې ګدوډي زمینه د نړیوال نظامي ائتلاف اشغال ته برابره کړې.

ملي خپلواكي د افغانانو تاريخي وياړ او ستره لاس ته راوړنه دهافغانان تل د خپلې حماسي تاریخ په اوږدو کې د خپلواکي په ګتلو کې  بریالي وتلې خو د هغې په پالنه او ساتنه کې پاتې راغلې ده.

 

فرانسه .  اګست ۲١ ، ۲۰۱                    

               

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply