متوازن پرمختګ/ محمد روښان ښاد

0 743

متوازن پرمختګ باید د ټولنیز اصل په توګه ومنل شي او تطبیق ته یې جدي پام پکار دی، ځکه تر هغو چې د متوازن پرمختګ اصل تطبیق نشي، نو په ټولنه کې نظم، امن او ثبات ناممکن دی، ځکه د غیر متوازن پرمختګ پرمهال د خلکو، سیمو او حتی قومونو تر منځ تضادونه ایجادېږي او دغه تضادونه په شخړو بدلېږي.

د هېواد اساسي قانون د متوازن پرمختګ پر اصل تاکید لري او له بده مرغه په تېرو دیارلس کلونو کې موږ د نامتوازن پرمختګ او بې عدالتۍ ډېرې بڼې او بېلګې ولیدلې چې له ځینو سیمو سره د انکشاف او نورو برخو کې د حکومت له لوري د میرې مور چلند وشو او ځینې سیمې په لوی لاس محرومې شوې.

د همدغه نامتوازن پرمختګ او بې عدالتۍ له امله ځینې ناورینونه وزېږېدل چې د ولس او حکومت دواړو لپاره په یو لوی سرخوږي بدل شول، د بېلګې په توګه د کومو سیمو انکشاف ته چې پام ونشو او پروژې په کې تطبیق نشوې، یا یې د زده کړې وضعیت او حالت بدل نشو، نو د هغو سیمو خلکو له حکومت څخه واټن ونیوه، ځانونه ورته پردي معلوم شول او دوی په اسانۍ یا د دولت د مخالفینو لاس ته ولوېدل او یا هم په خپله له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شول چې له امله یې زیاتې سیمې د حکومت له ولکې ووتلې او نا امنه شوې.

زموږ په یاد دی چې په اتیایمو کلونو کې ډېر وسله وال طالبان خپلو کلیو او سیمو ته د عادي ژوند د پیلولو په موخه ور ستانه شول، خو کله چې په حکومت کې د ځینو غرضي کړیو او افرادو له لوري وځورول شول او یا یې له کلیو او سیمو سره د میرې مور سلوک او چلند وشو، نو بېرته یې وسلې او جګړې ته مخه کړه او د وسله والو مخالفینو لیکو ته ورغلل.

د ټولنیز عدالت د تامین او متوازن انکشاف لپاره لازمه ده چې هره ولسوالي له ملي پرمختیایي پروګرام څخه د اساسي قانون د حکم مطابق په برابره توګه برخمنه وي.  د ولسوالیو متوازن پرمختګ باید افغانستان شمول وي او حتی ځینې هغه سیمې او ولسوالۍ چې لسیزې محرومې پاتې شوي، هغوی ته باید یو استثنایي امتیاز ورکړل شي، تر څو د هغوی حالت له اوسني خراب وضعیت څخه بدلون ومومي. یانې دغه محرومې ولسوالۍ د هغو ولسوالیو په پرتله چې په تېر کې ورته پام نه دی شوی یو څه زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

حکومت او مسوولین کولای شي چې د قانون مطابق د یو واضح پلان او پروګرام له لارې په محرومو او وروسته پاتې سیمو او ولسوالیو کې انکشافي برنامو او د متوازن انکشاف پرمختګ ته زیاته پاملرنه وشي ، تر څو له هغو سره شوې بې عدالتي تر یوه حده جبران شي.

البته متوازن انکشاف باید په دې مانا نه وي چې په یوه ولسوالۍ کې د لسو ښوونخیو ودانۍ جوړېږي، نو په نورو ټولو ولسوالیو کې باید همدومره د ښوونځیو ودانۍ جوړې شي. متوازن انکشاف دا مانا چې د بودجې په تخصیص کې باید دغه اصل مراعت شي. بیا د هرې سیمې او ولسوالۍ ستونزو او لومړیتوبونو ته په پام هلته انکشافي پروژې تطبیق شي چې د اقتصادي ودې لامل شي او د خلکو ژوند په اساسي ډول بدلون وکړي.

د متوازن پرمختګ اصل ته پام کول هم د خلکو د ژوند بڼې ته مثبت بدلون ورکوي، هم د دوی افکارو ته لوری ورکوي او هم د ولس او حکومت تر منځ واټن، فاصلې او ګیلې کمېږي او تر ټولو مهمه دا چې د هېواد د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې زیاته مرسته کوي، ځکه د افغانستان دښمنانو ته د ناستې، تګ راتګ او پښو اېښودلو ځای نه پاتې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply