سیاسي ثبات

0 643

سیاسي ثبات

سیاسي ثبات کومه ځانګړې یا اټکلي پېښه نه ده چې په خپله او ناببره توګه رامنځته شي، بلکی سیاسي ثبات هغه پروسه ده چی دخلکو په اراده، غوښتنه او هلو ځلو دقانون په رڼاکې دعدالت ټینګښت او دټولو هېوادوالو په پراخ ګډون سره رامنځته شي، د وخت په تېرېدو سره وغوږېږي او ثمر ته رسېږي.

دسیاسي ثبات د تامین لومړنی شرط او اړتیادنظام مشروعیت دی، د ټول منلو او ولسواکۍ د معیارونو له مخې د نظام جوړولو هڅه د نظام له مشروعیت سره مرسته کوي. یانې د زور زیاتي پرځای باید خلک وهڅول شي چې د نظام د پایښت، د زعیم د انتخاب او د چارو د ترسره کولو ډول وټاکي. څومره چې دغه لارې او معیارونه راڼه، شفاف او سوله ییز وي، نو همغومره زیات خلک د نظام په پایښت او د زعیم په ټاکلو کې ونډه اخلي او د خلکو زیاته ونډه د نظام له زیات مشروعیت سره معلومداره مرسته کوي.

خلک دنظام د مشروعیت او سیاسي ثبات په پایله کې د نظام لرل یوه اړتیا او د هغه ساتنه خپله دیني او ملي وجیبه بولي، ځکه له نظام پرته انساني ټولنې له ګڼو او حتی د نابودۍ له ستونزو سره مخ وي. څومره چې د نظام رهبري له ولس سره ځان نږدې کړي، نو همغومره د نظام د پایښت ستنې ټینګېږي. یانې د نظام د پایښت لپاره خلکو ته د خدمت روحیه نهایت مهمه ده، تر څو د نظام او خلکو تر منځ خواخوږي زیاته شي او په پایله کې یې ټولنه او دولت یو غښتلي او دوامداره پیوند ته رسېږي.

د باثباته ټولنو او ټولمنلي دولت د رامنځته کولولپاره باید سیاسي ثبات دټولنې دسیاسي قشر اصلي موخه وي .د ی سترې موخې ته درسېدو لپاره فکري چاپیریال رامنځته کولو ته اړتیا ده چې خلکو ته دمنل شویو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي. زموږ دټولنی ګډ ارزښتونه اسلامي او ملي اړخونه لري.(اسلامي ارزښتونه) په دې مانا چې د دې ټولنې د وګړو ټولې کړنې او عقیدې داسلام سپیڅلي دین څخه منشا اخلي او اسلامي فلسفه هم دټولو مسلمانانو تر منځ پر برابرۍ او د هر ډول ژبنی،مذهبي،سمتي،رنګ او نورو توپیرونوپه پام کې نه نیولو باندې ولاړه ده.

ملي ارزښتونه په دې مانا چې موږ پنځه زره کلن ویاړلی تاریخ لرو او موږ ټول دګډ کلتور،تاریخ اوګډ سیاسي او ټولنیزبرخلیک په درلودلو سره دیوې ټولنې درامنځته کولو په موخه سره یو ځای شوی یوو.

موږ باید په رښتینې مانا د داسې ټولنې په رامنځته کېدو فکر او کوښښ وکړو چې په هغې کې یو افغان له بل افغان سره توپیر ونلري. یانې هیڅ افغان باید له نورو ځان لر یا بر ونه ګڼي، بلکې ټول د قانون پر وړاندې د برابرۍ احساس وکړي. یانې تر هغو چې ټولنه له هر ډول سیاسي،ټولنیزو،قومی ،مذهبي،ژبني ،اقتصادي او کلتوري توپیرونو څخه پاکه نه وي، نو تر هغه پورې د ټولنې ثبات او نظم ناممکن دی.

موږ د دیني او ملي ارزښتونو په درک کولو سره دې ګډ سیاسي درک ته هم رسېدلی یوو چې دخپل هېواد په پرتله به مو په بهر کې ژوند کول خورا ستونزمن وي، ځکه له رواني او هر اړخیزه پلوه چې په هېواد او کوردننه د څومره ارامي احساس کېدلی شي، پر پردیو وطنونو کې په هغه کچه نه وي.سیاسي ثبات هغه اړتیا ده چې زموږ ددې ګډ سیاسي درک خوب په رښتیا بدلوي او هغه ته دعمل جامه وراغوندي، نو حکومت او ولس دواړه د ګډو هڅو په پایله کې په ټولنه کې د سیاسي ثبات ټینګښت ته زمینه برابرولی شي.

محمدروښان ښاد

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply