عدالت غوښتنه تعصب نه دی!/ ډاکټر صلاح الدین سعیدي

0 728

عدالت غوښتنه تعصب نه دی!

حق غوښتنه، عدالت غوښتنه، د وطن متوازن اقتصادي او فرهنګي انکشاف نه دفاع د وجیبې اداء دی، تعصب او تفرقې ته لمن وهل نه دي. تفرقې، تعصب او جنګ ته لمن وهل او عملاً هغوی کار کړای او دا ملت او وطن یې د جنګ او تعصب سره مواجه کړای چې له پورته اصولو او یا تخلفاتو پر بنیاد په دې ١٨ كلو كې کار کړای. یوتیوب ته ولاړ شئ، مستند وګورئ چې څوک د مدرنې دولتدارۍ د اسلام د اصولو خلاف تأکید او عمل کوي چې: ماقبول کردیم که در دولتداری حزب نه بلکې قوم را اساس قرار دهیم… او همداسې یې وکړل. یوتیوب ته ولاړ شئ او وګورئ کوم جهادي مطرح مشران!؟ په صراحت سره وایي: پشتونهای بې فرهنګ تا هنوز هم همان بی فرهنګي خود را نګه داشته اند و… که دا تخلفات او حق تلفۍ غندې ته رسالت اداء کوې که فاشیست شوې؟ جواب ښکاره او واضح دی. خپله دې قاضي شي او خپله دې قضاوت وکړي. د نړۍ یو هیواد کې چې سیاستوال خلکو ته درواغ وايی او فکر کوي چې خلک خره دي، دوی ورته د سیاستوالو د درواغو مقابل کې سر د واره وایي: خر خودت هستي! په پکتیا کې د حزب اسلامي د مشر د دوه ورځو مخکې اظهارات نه قومي وه او نه هم تعصب ته لمن وهل. حزب اسلامي متهم دی چې د افغانستان د تېر جهاد په دوره کې ‌‌‌‌‌‌یې ډېر پښتانه کادرونه ووژل، د حزب اسلامي د مشر دوه زومان د پنجشیر له ولسوالۍ دي. حزب اسلامي او قومي تعصب راته که ناممګنه نه وي نو ‌‌‌‌‌‌ډېره ګرانه او بې ځایه تهمت خبر او تأکید ښکاري. ښه مسلمان او ژبنیز او قومي تعصب له سره جوړ نه دي! حكمتيار صيب د حق او عدالت خبر كړې او دا عمداً غلطې خواته وړل هسې چرندیات دي. وزارت داخله، وزارت دفاع او امنیت دولتي کې نا ان‌‌‌‌‌‌ډوله 18 کلن کادري سیاست، د افغانستان نامتوازنه اقتصادي انکشاف حالت، د پروان، پنجشیر او دایکند‌‌‌‌‌‌ي په ګټه، د غزني له ولایته چې ٧٠ فيصد پښتانه دي، د پارلمان ټول یوولس وکیلان د بهزاد له قومه او مذهبه د جناب حامد کرزي په توافق پارلمان ته راتلل، دا او لسهاو نور متعصبانه او په صریح توګه د اسلامي اصولو، انساني اصولو، د ښې دولتدارۍ خلاف، د وطن د نارامۍ ستر دلایل وه او دي. منې که نه منې خو جناب حكمتيار دلته په پکتیا او سیمه کې د ملت او عدالت آواز پورته کړای دی. عدالت نه وي سوله نه راځي!

و ما علینا الا البلاغ المبین 13/12/2017

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply