د قدرت جزیری او نامقدس اتیلافونه

نصیر احمد څپاند

0 671

څرنګه چی ټولو هیوادوالو ته بهتره معلومه ده چی دافغانستان د دیموکراتیک نظام دله منځ تللونه چی د یوی  نړیوالی سیاسی توطیه سره له مینځ ولاوړو ملی اردو ویجاړه شوه او تجهیزات یی ګاونډیو هیوادونو ته ویوړل شول او دهیواد ټول دولتی تاسیسات، او زیربنایی بنسټونه خاورو سره خاوري شول او همدارنګه په هیواد کی وحشت ، انارشیزم او دپردیپالو لخواپردیو او دقدرت دلیونیو په ذریعه د سیاسی  مداخله زمینه برابره شوه هرځای کی خپلي واکمنی او حکومتونه جوړ شول قانون دپښو لاندی شوو هیوادوال هیواد پریښودلو ته اړل شول او دمغزونو اوکادرنو فرارته زمینه برابره شوه او په هیواد د قدرت او خودسریو جزیری رامینځ ته شوی چتراوسه پوری زمونږ په  هیوادکی دقدرت موجوده جزیری چې د بهرنیانو، اجنیانو او د منطقه د استخباراتو د سرپرستی لاندی او په مالی امکاناتو اومرستو جوړی شوي او تغذیه کیږی باید لمنځه یووړل شي ځکه چې د ملی ګټو سره په ټکر کی دی همدارنګه خلکو اودملی یووالی حکومت داصلاحاتو اواقتصادی تګلارو لپاره سرخوږی دی او دپرمختګ او اصلاحاتو لپاره سترخنډ دی ددوی اهداف دهیوادوالو ترمینځ بی اتفاقی ، قومی ، سمتی ، مذهبی ،نژادی ، ژبنی تعصباتوته لمن وهل دی دوی دبهرینو استخبارتی بلخصوص د ګاونډیو د استخباراتی شبکو اهداف ، مخی اوپردې اجنداوې مخ ته وړی او د نور او خپلو شخصی ګټو لپاره کارکوی او ملی ګټو ته ژمن ندی او همدارنګه د ځمکو د غصب ترڅنګ یی ملی عواید په ديره بیشرمی اوسپین سترګی سره غلاکوی او مرکزی حکومت ګواښی کله والی باغی شی کله امنیه قوماندان او کله هم د پارلمان وکیلان ښکاره بیلګی یی دبلخ دګوښه شوی والی او دقندهارامینه قوماندان باغیتوب او د فاطیمونو اجری ډلی سره چی د ایران لخوا تمویل کیږی دسوریه په جګړه کی د هزاره ورونو ګډون دی چی تردی دمه د راپورټونو له مخی تقریبآ دوه زره هزاره ورونه وژلی شوی دی .

همدارنګه  دایرانه لخوا دفاطیمونو دډلي دستایو په غونډه کي د اجرایه ریاست ددوهم مرستیال ګډون او وینا کول اوداسی ډیری نوری بیلګي موجودی دی . همدارنګه دغه دقدرت جزیری او نامتجانسی څیری دی  چی دپردیو لخوا سیاسی تغذیه کیږی  شپه اوورځ په نامقدسواتیلافونوجوړولو کی مصروف دی چی هیڅ ملی اهداف نلری صرف خپلی شخصیی اوتنظیمی ګټو لپاره کارکوی. مونږ د دغو نامتجانسو اتیلافونو پایله د هیواد او ولسونو په زیان بولواو د دغو اتیلافونو دماضی پاېلواو ترخوتجربو شاهدان یوو دجبل سراج اتیلاف د هماهنګي شورا اتیلاف ، ملی اتیلاف ، د انقره اتیلاف  نه نیولي او اوس هم د نوی اتیلاف په درشل کی یواودا اتیلافونه مونږ هماغه دامانیه دوری داصلاحی ریفورمونو خلاف د انګریزانو او بغدادی پیرانو توطیی بولو چی د ملی یووالی دحکومت دجامی اقتصادی اوپرمختګ په لور د سترو زیربنایی برنامو اوکامیاب بهرینی سیاست اوتګلاری خلاف عمل ګڼو او هیوادوالو باندی غږ کوو چی ددغو نامقدسو اتیلافونو په اجنداو ځان خبرکړی او د اجنبیانو پردیپالو اوبهرنیو استخباراتی توطیو ښکارنشی پدی خاطرچی د دی اتیلافونو پاېله دهیواد بربادی اود زیربنایی بنسټونو ویجاړول  او  دمیشتو ورونو قومونو او ولسونو ترمینځ دتفرقه اچولو او تعصباتو ته لمن وهل دی.

او مونږ د ملی یووالی حکومت نه په جدی توګه غوښتنه کوو چی باید دابدنامی دقدرت جزیری  او نامقدسه اتیلافونه مهارکړی او یومقتدراو پیاوړی مرکزی حکومت جوړ کړی ترڅو د دغو ناخوالو نه هیوادوال وژغوری او هم قانون پلې شوی وی.

د سرلوړی او پرمختللی افغانستان په هیله

په درنښت

نصیراحمد څپاند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply