لنډه کیسه :
راباندې ګرانه یې ،
خو ترسپي مې نه …
خالق رشید
———————–
زموږ ټولګی ځکه زموږ د کالج د ټولو یارانو په خولو کې لویدیلی ، چې زموږ ړوند ټولګیوال تل خپل سپي له ځان سره د ټولګي تر دروازې پورې راولي ، دي ټولګي ته را ننباسي ، پرڅوکۍ یې کینوي او بیا بیرته لکه یوښه سرپرست او لارښود خپله له ټولګی څخه وزې ، هلته د ټولګي دروازې ته مخامخ ځان سره وپیچې ، ترهغو چې یې خاوند له درسه خلاصیږي ، هم هلته آرام پروت وي ، اویوازې زموږ ټولورفتار او زموږ قدموته، په خپلو نیم کښو سترګوپه حیرانتیا دریانتیا سره ګوري اوګوري …
زما او زما د ړانده ملګري کورونه هم سره نژدې دي ، کله کله چې سهارمهال کالج ته راځو، په لاره کې سره یوځای کیږو ، سپي یي ترمخ دی ورپسې وي ، ټول فکر او پام یې دې ته وي چې څنګه ښه درس ووایي او څنګه ښې نمرې ترلاسه کړي ، دی تل دزړه په سترګو پرهمدغه ورکه پسې څارو وي … دی نصرت نومیږي خو موږ یې له ډیرې مینې نصرت جان بولو ، زموږ یوشمیر چې ټوکي ورسره لري ، دهغوحساب بیا بیل دی ، څوک نصرتی بولي او څوک يی په دې خاطر چې هرڅه دده له خوا ډیرزر نشریږي بیا نشرتي بولي ، ښه هلک دی ، زحمت وباسي ، او د زړه روښانتیا یی دومره ده چې په هرڅه پوهیږي اودهرڅه په باره کې نا لیدلی خو مناسب قضاوت کولای شي … زموږ یوه ټولګیواله یې ښه ایسده ، تل به یي غږ پرهغې و، له هغې سره یې هم اړیکي پردې خراب شول چې ده یوه ورځ ورته ویلي وو ، راته ګرانه یې … هغې ورته ویلي وو چې څومره … ده بیا په ځواب کې ورته ویلي وو چې : ډیره راباندې ګرانه یې خو ترسپي مې نه …
له هغه وروسته به یې چې نصرتی لیده ځان به یی تر پربله کاوه ، داسې چې نوریي هغه نژدې اړیکي سره پرې شول چې تراوسه پورې بیا یو پربل ورنه غلل … که رښتیا ووایم دغه نشرتی ، شرارتي نوم هم د لومړي ځل لپاره د هغې له خولې راووت چې ورو ورو دنورو په خولو کې هم پریوت … دده یوه ښه یا بده ځانګړنه داوه چې دزړه روغې خبرې کله کله داسې ، لکه چې نه پوهیږي په کوم ځای اوڅنګه یې وکړي لکه دناپوه سترګور هغه ړندې او برندې ترې راوځي …خو دی داسې نه دی ، زموږ ټولګیوال کله کله دده په اړه دا خبره هم کوي چې ، نصرت که ړوند هم دی خو خبرې یې هره یوه لکه دهندوانو شیو ا دری سترګې لري …
زه یوازنۍ خارجي وم چې له دوی سره مې په یوه ټولګي کې درس وایه ، ټولو مې ډیردرناوی کاوه ، په تیره بیا نصرت… ده به تل له ما زما د وطن په باره کې پوښتنې کولې ، په دغه اړه یې ځانګړې لیوالتیا وه ، هڅه یۍ کوله چې په ډیرو خبره باندې ځان پوه کړي ، ځکه چې زموږ ټولګی په خپله د سیاست پوهنې ټولګی و، استادانو به هم چې لکچرونه راکول نو یومثال خو به که په ورځ کې نه و ، خو په اوونۍ کې خوخامخا افغانستان و : داسې لکه په افغانستان … لکه امریکا چې په افغانستان کې اوس …. لکه امریکایی پالسي د افغانستان په باره کې … دا ډول مثالونه به تل په ورځ، اوونۍ اومیاشت کې سره کار ته پورته کیدل …
نه پوهیږم چې په هغه ورخ پرکوم اړخ را پورته شوي و، کله چې زه له کوره راووتم ، دی هم د کالج پرلور له خپل سپی سره ټک ټک نری نری روان و، په هغه سهار سخت باران شوي و، لاره خټو اوچکړو پرسرا خستي وه ، په سرګ به چې موټر تیره ډند اوبه به یي په بې دریغه توګه د سړک دغاړې خلکو ته ورپاشلي ، ما ترلاس ونیو او دواړه ګډ سره روان شوو، ما لا دده لاس سم په لاس کې نه و نیولی چې خپل لاس یې زما له لاسه یوډول ورکش کړ چې زه یې په ځان کې ولګولم … زرمې پوښتنه ترې وکړه : انشاالله خیرت خو به وې ؟ ده را غبرګه کړه : ـ اړینه نه ده ، پرې مې ږده چې په خپل سپي پسې ځم ، که ما له انسانه دخیرتمه درلوای نو بیا مې سپی څه کاوه ، … ځه خپله لار دې وهه … ما پریږده او سپی مې …
زه حیران شوم ، نصرت خو کله هم ماته داسې کم نظري نه وه کړې … پرې مې ښود ، له خپل سپی سره روان و، لږ وړاندې چې ولاړ سپي یې مخکې روان و، ناڅاپه دکوڅې دسر کوم سپي حمله پرې وکړه ، دده سپي غوښتل ځان نصرت ته رانژدې کړي ، خوهغه یی له نصرت سره یوځای دواټ څنګ نالۍ ته ورټیل وهل او دواړه په خټو او چکړو کې سره لیت پیت شول . ما زر ځان ورورساوه ، را پورته مې کړ، خو دومره چټل شوی و چې ناچاربیرته دکورپرخوا روان شو، هیڅ یی هم ونه ویل ، ان چې یه ساده مننه یی هم ونه کړه … په همدغه شیبه کې زما هماغه ټولګیواله هم را پیداشوه ، چې هغې هم دا صحنه ټوله لیدلې وه ، ځکه خویي ماته په تانه ییزه ژبه وویل :
ـ ودې لید ، نشرتي … شرارتی ، هغه په خپل سپي دومره نازیږي چې بس هغه ده ته هرڅه کوي ، خودکوڅه یی لنډغرو خرپ او ترپ یي نه لیدلی … ښه شو، ډیرښه شو، ماته یې ویلی وو چې راته ګرانه خو تر سپي مې نه …
ددې خبرې خدای شته زه یوڅه سره سوچې غوندې کړم : دکوڅه یي لنډغرو خرپ او ترپ …. زرمې پوښتنه ترې وکړه : ـ داڅه ډول سپي دي ؟
زر یی ځواب راکړ :
ـ داهم هغه سپي دي ، هغه چې هرچا هرې خوا ته وشکارل ، بیا نو مخ څټ نه لري … ولي ستاسې په ملک کې داسې نشته ؟
ـ کیدای شي ، خو زه ډیرنه یم ورته متوجه شوې …
ـ شته ، شته ، ولی هغوی چې امریکایان کارترې اخلي او هغوی چې ستاسې په کوڅو اوبازارو کې په خرپ او ترپ سره ژوند کوي ـ هو، داخوشته ، دا دواړه ډوله شته …
ما بیا پوښتنه ترې وکړه :
– کوم ډول ښه دي اوکوم بد ؟
هغه راته موسکۍ شوه :
ـ سپي خو دواړه سپي دي ، دالومړی یي تعلیمی دي ،هرڅه دیوه ورکړه شوې درس له مخې ، ترسره کوي او دابله ډله بس شکارل شوی او دخرپ او ترپ دي … لکه چې دنصرت پرهغه یی نن حمله وکړه او د سترګو په رپ کې ورک شو …
خو زه لاهم ددې ددغې پوښتنې په سوچ کې وم چې: ولی تاسې یې نه لرئ ؟ چې موږ دواړه ټولګی ته راورسیدو ، لامو ښوونکي نه و راغلی چې نصرت یي هم سپي ټک ټک را ورساوه او پرمايی غږ وکړ چې چیرې یم ؟ ماهم په مات زړه غږ ورته وکړ چې کواکي ، شته یم ، شته … له لنډې دمه وروسته یې زه ځانته وروبللم ، او دننۍ پیښې له امله یې بښنه رانه وغوښته …خو لامل یې راته ونه وایه … په عین حال کې یې سرټکونه له دې وه چې ګوره زما سپي څومره شریفه دنده ترسره کوي اولنډغر کوڅه یی سپي بیا څومره بدغوني دي … په څومره بد غونۍ یې پرموږ را وترپل …
ما څه ورته ونه ویل خوده له خپلې بښنې سره سره زموږ دهم ټولګیوالې هم هغه پوښتنه راڅخه وکړه ، تاسې هم په خپل وطن کې داسې کوڅه ډوب لنډغرلرئ …
ما ده ته هم په لنډو ځواب ورکړ :
ـ کیدای شي ….
ده را غبرګه کړه :
– کیدای څه چې خامخا یې لرئ … ستاسې هغه ترموږ هم خطرناک پردې دي چې هغوی یومهال تعلیمی وو ،هغوی امریکایانو ډیرنازول، خوکله یې چې سریله پریښودل ، بیا ترې کوڅه ډب هغوی جوړشول … هغه ډیرخطرناک نسل دي، هو، ډیر … مادهغوی په باره کې ډیرڅه اوریدلي دي …
ـ نصرت جی ، نه پوهیږم … زه ډیرماشوم وم چې له وطنه راوتلی یم …
ـ هو ، دادرسره منم ، خو داسې مه وایه چې : کیدای شي اویا وي به …
زموږ دغه خبرې زما ټولګیوالې نجلۍ هم اوریدلې ، داسې ښکاریده چې نصرتی هم له هغې داخبره اوریدلی وه ، ځکه یې دخپلو خبره په ترڅ کې داهم وویل چې ده له سلما څخه هم دغه خبره اوریدلې چې :
ــ سپي خو دواړه سپي دي ، دالومړي یي روزل شوي دي ،هرڅه دیوه ورکړه شوې درس له مخې ،ترسره کوي او دابله ډله بس شکارل شوي او دخرپ او ترپ دي اوبس …
رښتیا ما نورڅه ورسره ونه ویل ، زموږ دسیاسي اړیکو ښوونکې راغله اوپه خپل لکچریي پیل وکړ، هغې هم نن بیا دخپل لکچر په ترڅ کې څوڅو ځلې د افغانستان نوم یاد کړ: … لکه په افغانستان کې دامریکا شته والی… لکه امریکا چې پرته له کوم لرلیده افغانستان ته دعراق جګړه را ولیږدوله … لکه امریکا چې په اتیایمه لسیږه کې افغانان دروس پرضد وسلوال او دهغه پرضد وکارول او بیا یي خپل افغانستان هم پر دوې وران کړ …
په هغه ورځ دا زموږ وروستي لکچرو، ما زدیګرناوخت ستړی ستومانه کورته را ورسیدم ، دخپلې ورځې اوږدو ته مې یولنډ سوچ وکړ ، زما دټولګیوال سپې را یاد شو، دخپلې هم ټولګۍ خبره را یاده شوه، په همدغه سوچ کې مې ډوب وم چې د پلار تلیفون مې وشرنګیده … ، له کومې جنازې راغلی و ، سخته په قهرو ، دایي لومړۍ خبره وه چې :
ـ بچیه سلام ، شکر چې جوړ یې موږ خونور له جنازو ترپزې راغلي یو ، هره ورځ ، هره شیبه ، او هرګړئ یوه څه چې جنازې پرخاورو سپارو ، وطن نور سپیو په سراخستي ،هغوی سپیوچې نورنو د انسانانو په وینو هم ماړه شوي …
ما هیڅ هم ورته ونه ویل یوه شیبه مې ښه ورسره وژړل ، بیامې زر خدای پاماني ورسره وکړ، د تلیفون له ټنۍ وهلو سره سم مې فکر ته راغله چې کاشکي مې هغه دخپلې ټولګیوالې نجلۍ جمله د پوښتنې په توګه ترې کړې وای چې :
ـ پلاره ، له کومو سپیو ؟دامریکایانو له روزل شویو بګیلو
او که له شکارل شویو خرپ ترپ والو …. ؟؟؟
خالق رشید
دوه زره اتلسم کال ، جنوری ۳
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320