د فرانسې ولسمشر امریکا ته یو جدي سیګنال واستاوه

ژباړه : نصیراحمد څپاند

748

د چین ټلویزیوني چینل CCTV راپور ورکړ چې د اروپا د اقتصادي حلقو له استازو سره د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون امریکا ته یو څرګند سیګنال و چې اروپا “خپل هوش ته رسیدلې” او د خپلو ګټو د ساتنې لپاره ولاړه ده.

د سپوتنیک په وینا، د دې مقالې لیکوال یادونه کوي چې د دې اونۍ په پیل کې، د فرانسې مشر د اروپایي متشبثینو لپاره د شپې ډوډۍ تنظیم کړه، او دا یوازې د شپې ډوډۍ نه وه، بلکې “په فرانسه کې د دوی د ساتلو یوه ترخه هڅه” وه. هغه لیکي: مکرون هڅه وکړه چې دوی ته سیګنال واستوي: چې پاتې شه، مه ځه.

د چین د خپرونې په مقاله کې ویل شوي چې په ټوله اروپا کې سیاستوال اوس متحده ایالاتو ته د خپلو هیوادونو د صنعتونو د لیږدولو په اړه ډیر اندیښمن دي. په متحده ایالاتو کې د انرژی ثابت نرخونه او د انفلاسیون قانون لاندې د امریکایی حکومت لخوا سخاوتمند سبسایډي اروپایی شرکتونو ته پرته له دې چې اروپایی اتحادیې ته “خپل شاه واړوي” بله چاره نه لري.

چینايي خپرونه لیکي چې اروپایان د متحده ایالاتو ریښتیني اراده په روښانه توګه ویني: د اوکراین له کړکیچ څخه د اروپا د ستراتیژیکې خپلواکۍ د کمزوري کولو ، د انرژي بحران ګټلو او ځان ته د اروپایی صنعت راجلبولو وو.

د لیکوال په اند، اروپايي هېوادونو چې له «له دردناکو تجربو څخه یې زده کړې» او د «تر ټولو لومړی د امریکا» د «ظالمانه» تګلارې سره مخ دي، اوس یې مقاومت پیل کړی دی. هغه په ​​پای کې وویل: “اروپایي هیوادونه هڅه کوي چې نور د متحده ایالاتو په سندرو د نڅا کولو عادت مات کړي او د ستراتیژیکۍ خپلواکۍ لپاره د یوې لارې په لټه کې دي. د ایلیسی په ماڼۍ کې میلمستيا د دي سيګنال روښانه نښه وه.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.