دا ځل امریکا جدي ښکاري خو!

0 659

دا ځل امریکا جدي ښکاري خو!
شاخ برنتی
د امریکا مرکزي استخباراتو یا سي ای اې رییس مایک پمپیو خبرداری ورکړی چې که پاکستان ترهګرو ته پنا ورکولو ته دوام ورکړي امریکا به د خپل امنیت ساتنې له پاره خپله اقدام وکړي.
مایک پومپیو وایي امریکا، پاکستان ته فرصت ورکړ چې د ترهګرو پرضد اقدام وکړي.
ده زیاته کړې امریکا یوازې هغه وخت له پاکستان سره خپلې اړیکي عادي کوي چې اسلام اباد د حقاني شبکې او افغان طالبانو پرضد اقدام وکړي.
ښاغلي پمپیو ویلي دوی ګوري چې لاهم پاکستان هغو ترهګرو ته په خپله خاوره کې امن پنا ځایونه ورکوي چې متحده ایالات ګواښي. دی وایي پر خپل ټول توان هڅه کوي پاکستان پر دې وپوهوي چې دغه حالت نور امریکا ته د منلو نه دی.
مایک پومپیو څرګنده کړې د مرستو مشروطول یو فرصت و چې دوی ته ورکړل شو؛ که دا ستونزه حل کړي دوی به خوشاله شي چې له پاکستان سره همکاري ته دوام ورکړي او که دغه کار ونه کړي دوی(امریکایان)به د خپل هېواد دفاع ته اړ شي.
دا داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي عیسوي کال په خپل لومړي ټویټ کې لیکلي وو چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په پلمه له امریکا څه باندې ۳۳ میلیارده ډالر اخیستي خو په عمل کې یې هیڅ هم نه دي کړي.
ولسمشر ټرمپ دا هم لیکلي وو چې پاکستان پر امریکایي مشرانو د ساده ګانو ګومان کړی و او دغه حالت نور دوام نه شي کولی.
داسې ښکاري چې امریکا له ترهګرو د ملاتړ منع کولو له پاره پر پاکستان ورو ورو خپل فشارونه زیاتوي په دې مانا چې په لومړي پړاو کې یې ۲۵۰ میلیونه اوبیا وروسته شاوخوا دوه میلیارده ډالر پوځي مرسته پر پاکستان بنده کړه، په دویم پړاو کې ښایي امریکا په پاکستان کې دننه د ترهګرو مشران او پټنځایونه په نښه کړي یانې د بې پېلوټه الوتکو بریدونو ته زور ورکړي، په درېیم پړاو کې ښایي امریکا، پاکستان له ناټو بهر د امریکا ملاتړو له نوملړه و باسي چې د ناټو نور غړي هم به د امریکا ملاتړ وکړي او په درېیم پړاو کې ښایي پر پاکستان د شمالي کوریا او ایران په شان بندیزونه ولګول شي.
ها خوا په افغانستان، عراق اوملګرو ملتو کې په خټه افغان د امریکا سفیر زلمي خلیلزاد ویلي چې باید پر هغو پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو بندیزونه ولګول شي او د ترهګرو ملاتړو په تور نوملړ کې شامل کړی شي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. ها خوا پاکستاني چارواکي هم کرار نه دی ناست او په ښکاره خو داسې ښیي چې د امریکې تورونه بې بنسټه او بې ځایه دي او په وینا یې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان ور واچوي. پاکستاني چارواکي له ټولې وارخطایي سره سره غواړي وښیي چې د امریکا فشارونو ته به تسلیم نه شي. سره له دې چې په دې برخه کې د مدعا اصلي لوری یانې پوځ او د هغه څارګره څانګه یا ای اس ای تر ډېره له څه ویلو ډډه کوي او د امریکې ځواب ویلو ته یې د پاکستان ملکي حکومت چې هسې هم د پوځ له ویاندویانو لوړکوم حیثیت نه لري، رامخته کړي او هغوی د امریکې پر ضد څرګندونې کوي. لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي چې له پاکستان سره د امریکا مرستې په نشت شمار دي. د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف څرګنده کړې چې له امریکا سره یې اتحاد نور ختم شوی دی. دغه راز، د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر ویلي چې پاکستان به د هرډول تېري ځواب ووایي. سره له دې چې د پاکستان پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي خو د دغه بنسټ ویاند اصف غفور راولپنډۍ کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې د’پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد جګړه د پېسو له پاره نه کوي، ډېر څه یې کړي او نور به د چا له پاره هېڅ و نه کړي.
د ده دا خبره دې په ګل بدله وي دا ځکه چې دغه ښاغلی ښایي له دې نه وي خبر چې پاکستان جوړشوی د جنګېدو له پاره دی. دغه څه باندې ۳۳ میلیارده ډالره یې د کومې علمي اختراع په انعام کې اخیستي؟ او ایا د سړې جګړې پرمهال یې د پخواني شوروي پرضد جګړه کې چې بیخ د افغانانو په ېک وخوت، د امریکې په پیسو ځان د اتمي وسلو خاوند نه کړ؟ ایا ضیاالحق په اردن کې د پیسو له پاره د لسګونه زره فلسطیني مسلمانانو وینې تویه نه کړې؟
په دې کې شک نه شته چې پاکستان د امریکې له فشاره د ځان خلاصولو په موخه په سیمه ییزه او نړیواله کچه هر اړخیزې هڅې پیل کړي دي. په دې لړ کې د پاکستان ځینې خواخوږي ان په افغانستان کې چې د پاکستان له لاسه د اورپه لمبو کې سوځي، کله اعلان کوي چې د طالبانو مشران په افغانستان کې دي نه په پاسکتان کې ددې مانا داده چې امریکا بې ځایه پر پاکستان طالبانو او د حقاني شبکې غړو ته امن پنا ځایونه ورکړي، یو بل په تلویزیون کې کیني او وایي چې پاکستان پرطالبانو اغیز نه لري او طالبان د پاکستان خبره نه مني، هغه بل بیا د طالبانو ترهګر ګڼل د سولې بهیر په زیان ګڼي او وایي چې دولت له طالبانو سره سولې ته رښتینې اراده نه لري خو دغه طالب ویاند له یاده ایستلي چې ان یو ځل که د صواب له پاره هم وي طالبانو د سولې خبره کړې؟ خو هغه طالب مشرانو چې سولې ته رښتینې یا هم ظاهري لیوالتیا ښودلې د پاکستان زندانونو کې په ډېر وحشیانه بڼه شکنجه شوي او یاهم وژل شوي دي، خو دغه ښاغلي بیا پر طالبانو د پاکستان اغیز نه مني.
له بله پلوه څوک ویلی شي چې په ولسي جرګه کې دغه اوسنی غویمنډ او د عطامحمد نور بغاوت او اله ګوله پاکستان د همدې له پاره نه ده جوړه کړې چې امریکا ته وښیي د افغانستان ناامنۍ ددغه هېواد حکومت بې کفایتي ده نه د پاکستان لاسوهنه.
ددغه غویمنډ یو بله موخه دا هم کېدی شي چې افغان چارواکو ته دا موقع په لاس ورنه کړي چې د امریکا چارواکو څرګندونې هغه ډول چې ښایي ورغبرګې او مستندې کړي. دا ځکه چې په کار خو داده چې افغان چارواکي او سیاستوال په یوه خوله د پاکستاني چارواکو دوه مخي په اړه د امریکایي چارواکو دریځ ورغبرګ کړي. اړینه وه او ده چې افغانستان پر خپل وار د امریکایي چارواکو دغه پرځای دریځ کلک او هراړخیز ملاتړ وکړي او د افغانستان له پتې چې د پاکستان د ناروا لاسوهنې کړولی خپل غږ يورته کړي. خو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په دې اړه د فعالې دیپلوماسي پر ځای د خپلې ډلې نارواغوښتنو او امیتازونو اخیستنې هڅې کوي. د بهرنیو چارو وزارت له پتې باید په افغانستان کې د پاکسان لاسوهنې په اړه سندونه نړیوالو ته وړاندې شوي وی، خو وزیر په دغه وزارت کې د خپلې ډلې ټپلې له پاره لانورو امیتازونو غوښتنې په غونډو کې چنې وهي.
سره له دې چې ټول پردې پوهېږي چې امریکا به پر پاکستان دومره فشار رانه وړي چې دغه هېواد وشړېږي. امریکایان داسې ګڼي چې د موچي پر شړېدلې مینه باران ونه اوروي او نه یې هم اوروي خو افغان چاراوکو ته بویه چې له دې ټولو بوختیاوو سره سره په دیپلماتیک او تبلیغاتي ډګر کې د پاکستان په اړه د امرېکې اوسني دریځ ملاتړ وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply