د پاکستان ۴۰ کلن اقتصادي فشار ولسمشر غني په دوه کلو کې کې تباه کړو

0 835

سرتورڅرګند

د سخت دریځه طالب یاغیانو واکمني وه دننګرهار په اکثره ولسوالیو کې دکوکنارو زهرجن بوټې کرل شوي وه سخته وچکالي هم وه کله چې خلکو خپل فصلونه راټول کړل نو دغنمو په اخستلو مصروف شول ځنو خلکو څه ناڅه غنم واخیستل خوډیروخلکو غوښتل پاکستانې اوړه راونیسي پدې وخت کې دطالب یاغیانو یوه کس په تورخم کې پرخپلو پاکستانې بادارنو چې په څه وسره وران شوي وه دتوپک خوله راوړوله اوتقریبآ څوتنه پاکستانې ملیشي عسکريي ووژل دپانجاب حکومت سرله واره دتورخم دروازه وتړله اوداسلسله تریوې هفتې روانه وه داچې زمونږ ګران هیواد نه یوازی دپاکستان له مستقیمی مداخلې خوندی نه وه بلکې په اقتصادی ډګرکې تر۹۰٪ پورې په یاد مغرض هیواد پورې تړلې وه دهرڅه قیمتونه یو په څلورچنده شول په دې منځ کې داوړو بیه له ۱۵ لکه پخوانیو افغانیو نه ۳۰ لکو افغانیوته چې تقریبآ ۲۵۰۰ اویاهم ۳۰۰۰ پاکستانۍ کلداري کیدی لوړه شوه دنورو توکو بیه هم له حده واوښته په کلیو کې ناست کسان چې غریب خلک ول لدې حالته ډیرزوریدل اوتل به یي داسې خبرې کولي خدایه هغه به کوم وخت وي چې دمغرض پاکستان له احتیاجه خلاص شو داسې ولسمشر ولروچې دنورهیوادونو سره موپه اقتصادی برخه کې وصل اوددوۍ له فشاره دارم ساه واخلو دټولو افغانانو همدا حال وه په مجلسونو ، غوڼدو ، کنفرانسونو اونور داسې محفلونو کې به خلکو ارمان کولو چې کله به زمونږ ګران هیواد دیوه داسې ولسمشر څښتن شي ترڅو مو له نړۍ ونښلوي او دنړیوالو سره موسیال کړي.

هو زمونږ دا ارمان پوره شوه ترډیرو سختیو روسته که څه هم چې په ولسمشریزو ټاکنوکې مو ولیدی اوځنیو خلکوته  زماپه شمول روحي ناروغۍ هم پیداشوي خو دالله تعالی په برکت بیرته حل او دملی یوالی په نامه حکومت رامنځ ته شوه ولسمشر غني څرنګه وتوانیده یوداسې هیواد چې دکلنو کلنو زمونږ په ازهنو کې حک شوي خبره بدله کړي هغه داسې چې افغانستان په وچه پورې محدود هیواد دي اوبحرته لارنلري خوکله چې ولسمشر غني دهیواد واګې په لاس کې واخیستی ټوله معادله يي سرچپه کړه هغه داسې چې؛

  • زمونږ ګران هیواد افغانستان اوس دپاکستان داقتصادی فشار څخه کاملآ وتلي اوهغوۍ هرې نارواغوښتنې ته لبیک نه وایو چې ګنې پرمونږ په اوړه، غوړي، وریجي اونورداړتیاوړخوراکې توکې بندکړی.
  • افغانستان په اقصادي ډګرکې نورې لارې وموندي دتاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان اوچین هیواد سره سوداګیري پیل شوه اوهمدارنګه دګران هیواد صادراتې توکې هم دنړۍ نورو هیوادونو ته صادرل شول
  • مخکې به کله چې پاکستانیانو په خپل منځ کې ټوقي کولي ویل به يي هغه کوم هیواد دي چې په اوسني عصر کې ریل ګاډی نلری نو ټولو په خندا وویل هغه افغانستان دي اوس نو دریل پټلۍ افغانستان ته غزیدلي او ریل ګاډی دافغانستان خاوری ته په ازادانه ډول ځي راځي.
  • په تیرو وختونوکې به کله چې دافغانستان تازه میوي اوترکاری ورسیده نو مغرض پاکستان به دتورخم اونوری لاري وتړلې او په میاشتو اواونیو به زمونږ په تازه میوي اوترکاری بار موټر دپاکستان سره په کرغیړنه کرښه دای ایس ای په امر دپاکستانې حکومت لخوا درول کیدي  اوزمونږ دتجارانو نه به داسې ناروا غوښتنی کیدي چې دټولو نړیوالو اوسمیزو تجارتي قوانینو خلاف عمل وه همدا وجه به وه چې هم به سوداګرو اوهم به دهقانانو ډیرزیات زیانونه برداشت کول.
  • اوس د نوي حکومت په راتلو سره افغانستان دهوا له لاري دهندوستان سره خپل کوریدور پرانست چې اوس زمونږ تجاران اړندي ترڅو دپاکستانې حکومت هره ناروا غوښتنه ومنی او سوداګرو تجارتي توکي مارکیت درسیدو په موخه میاشتي او اونۍ وخت ونیسي بلکی په خپل وخت سره نړیوال مارکيټ ته رسیږي
  • د نوي حکومت په راتلو سره د کاسا یو زر (۱۰۰۰) پروژي عملی چارې پیل شوي او انشاالله په نږدی راتلونکې کې به يي هیواد وال ثمره وویني.
  • همدارنګه دټاپي اقتصادی پروژی پیل ، دغزني ، خوست ، لوګر ، میدان وردګو ، پکتیا ، پکتیکا ولایتونو ته دبرق رسول دنوی حکومت په لومړیتوبونه کې ول چې عملي چاري يي پیل شوي او غزني او میدان وردګ دبرق له ښکلي نعمت څخه برخمن شول.
  • دننګرهار ولایت ته دترکمنستان لخواد دبرښنا دورکړي پروژی لاسلیک اوهمدارنګه په ننګرهارولایت کې لمریزي برښنا جوړول هم دولسمشر غني د حکومت دلاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.
  • د چین هیواد سره دریل ګاډی په واسطه دافغانستان نښلول چې زمونږ سوداګر به اوسنی په اسانې بغیردپاکستان دمداخلی څخه خپل مالونه دچین هیواد څخه  دمزار ولایت ته انتقالوی او له افغانستان څخه به وچه تازه میوه اونور داړتیا وړ توکي چین ته صادریږی که څه هم مخکې مونږ دقزاقستان هیواد سره دچین دمستقیمی سوداګرۍ په برخه کې ستونزي درلودی خو اوس ددي ستونزي دحل لپآره تړون شتون لري اوستونزي حل شوي دي.

پایله :

که واقعت ته زیرشو نو ویلاۍ شو دنوي حکومت په راتګ سره دافغانستان اقتصادی حالت په ریښتنې ډول تغیرات ترسترګوکیږي دمثال په ډول دټاپې پروژي ، دکاسا یک هزار ، ولایتو ته دبرق انتقال پروژی دهندوستان سره دهوايي کوریډور خلاصیدل چې په ریښتیاسره دولسمشرغني دحکومت یوه غټه لاسته راوړنه ده چې دهیواد سوداګربه خپل سوداګریز توکي په اسانۍ سره دهند هغه مارکیټونه ته ورسوي چې په سل هاو میلونونه وکړي لري همدارنګه دچین څخه انټرنیټ به برخه کې داسانتیاوی ترلاسه کول هغه څه دي چې ویلای شو دافغانستان اقتصادی حالت اوس له یومصنوعی حالت څخه واقعی حالت ته درومي ډیرۍ خلکو فکرکولو چې افغانستان به بغیر دپاکستا داقتصادی ملاتړ څخه خپل روزمره کارونه په ډیري سختۍ سره پرمخ ځې خوولسمشرغني دخپل پیاوړی اقتصادی اوعملی طرحو پربنسټ وکولاي شوه افغانستان دپاکستان داقتصادی محاصري څخه په کامله توګه ازاد کړي نو که چیري اوس پاکستان دتورخم اونورو لارو پرتړلو وغواړی پرګران هیواد افغانستان خپلې ناروا غوښتنی ومنی نو داخبره به یوخوب اوخیال وی چې مونږ ددوی داکړنې په تیرکې ولیدي خونه داچې دتوکو پر پیر اوپلوريي کوم خاص تاثیر نه درلوده بلکې زمونږ سوداګرو وکولاۍ شو نوري متبادلی لاری بیامندوچې داسې کړنې دهیواد په اقتصادی پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبولاۍ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply