ملي قهرمانان/څېړنوال حبیب الله رفیع

0 820

د ملت د جوړېدو لومړنۍ خښته دا ده چې په یوه ټاکلې خاوره کې یو شمېر کسان په خپله اراده را غونډ شي او ګډ ټولنیز ژوند غوره کړي . تر دې راټولېدو وروسته د دوی ګډ کړه وړه د دوی ملي تاریخ جوړوي، راشې درشې یې ملي کلتور جوړوي او راکړې ورکړې یې د ملي اقتصاد خښته ږدي .
افغان ملت همداسې یو ملت دی چې پنځه زره کاله وړاندې یو شمېر آریایي اقوام په «آریانا ویجه» نومي ځای کښې په خپله اراده راغونډ شوي، د یوه ګډ ژوند بنیاد يې اېښې، د «آربک» په ګډه ژبه غږېدلي او ورک ویدي سرودونه یې رامنځ ته کړي دي .
د اوستا وندیداد وايي چې آریانا ویجه اهوره مزدا (لوی خدای) د خلکو د هوسایۍ له پاره جوړه کړه، خو اهریمن (شیطان) هغه ورانه کړه، دلته لس میاشتې یخني وه او یوازې دوې میاشتې ښه هوا وه، نو ځکه آریایان له دې ځایه ولېږدېدل بلخ ته چې دا هم لوی خدای د آریانا د شپاړسو خدايي ځمکو په ترڅ کې د څلورمې ځمکې په توګه د خلکو د هوسایۍ له پاره جوړ کړی ؤ. دوی په بلخ کې د یما یا جمشید په مشرۍ د یوه پرمختللي ټولنیز ژوند خښته کښېښوده، کرنه او باغولي یې رامنځ ته کړه، د باختر د مدنیت بنسټ یې کښېښود، د نړۍ لومړی ښار ام البلاد بلخ یې جوړ کړ. لوړ بیرغونه یې پرې ور پول او د ژوند د هوسايۍ ټولې لارې چارې یې پکې سنبالې کړې .
زموږ د اولس پنځزر کلن ژوند له همدې ځایه راپیل شو، د هېواد حساس جغرافیایي موقعیت او ستراتیژیک حیثیت ددې سبب شول چې هر وخت له هرې خوا تلونکي او راتلونکي یرغلګر پردې خاوره تېری وکړي او ددې خاورې د نیولو او تل خوړلو نیت ولري. خو زموږ د ملت دا لومړنی ملي تشکل د ملي وحدت یو داسې پوخ سوک ؤ چې د هر یرغلګر پر مخ یې حواله کړی دی .
له همدې وخت نه دې قهرمان ملت د زمانې په هر واټ او واټن کې قهرمانان زېږولي او د وخت د هر فرعون په مقابل کې راپاڅېدلي او قهرمانۍ یې کړې دي.
ما چې حساب ورته کړی زموږ ددې پنځزر کلن ژوند دوه نیم زر کلونه په جګړو کې تېر شوي چې ددې جګړو نیمایي له پردیو یرغلګرو سره دي او نیمی نور یې د اقتدار خپلمنځي جګړې دي خو جالبه داده چې په دې جګړو کې قومي او خېلي جګړې نشته او د ملت ټولو قومونو د وروڼو غوندې ژوند سره کړی او که پردو غوښتي هم چې دوی سره وجنګوي ناکام شوي او نه دی توانېدلي چې افغانان په قومي جګړو کې ښکېل کړي .
د تاریخ په اوږدو کې د ملت ملي اراده پیاوړې او د واکمنانو سلطه کمزورې وه. له همدې امله کله چې پردي یرغلګر له پاچاهانو سره مخامخ شوي بریالي شوي او حتی همهغه پاچاهان یې فرمانبردار شوي خو ملت چې د خپل هېواد اشغال او د اولس د غلامۍ وېره لیدلي نو بیا د ملي مشرانو په قیادت راولاړ شوي او دښمن ته یې د غیرت او عبرت درسونه ورکړي دي . لیرې به نه ځو د افغان انګرېز دریو جګړو ته ورځو، د افغان انګرېز لومړۍ جګړه د هېواد تښتېدلي او بې واکه پاچا شاه شجاع د لاهور د دری اړخيز تړون چې په ۱۸۳۸ کال وشو، له مخې رامنځ ته کړه او انګرېزانو د افغانستان تخت ته دده درسولو له پاره وکړه، چې په خپل مورثی تخت (؟) یې کښېنوي . خو د اولسي مشرانو د جرګې پرېکړې د ۱۸۴۱ کال د نوامبر د دو همې نیټې په قیام سره انګریزي ځواکونه له هېواده سروهلي بروهلي وایستل او ملي مشرانو لکه غازي عبدالله خان اڅکزي، غازي امین الله خان لوګري، غازي میر مسجدي خان او نورو په خپله قهرمانۍ د انګرېز نه ماتېدونکی ځواک (؟) رسوا او شرمېدلی له هېواده ویوست او مات یې کړ. او د دوی راوستلي پاچا ته یې هم د خپل عمل سزا ورکړه.
د افغان – انګرېز دوهمه جګړه هم همداسې یوه جګړه وه، انګرېزانو د افغانستان له یوه زندان ځپلي او له زندان نه وتلي ضعیف النفس پاچا امیر محمد یعقوب خان سره د ګندمک د تړون له مخې د افغانستان جنوبي خاورې ( ږوب، پښین، کوټه او نورې) په ۱۸۷۸ کال د ځان له پاره بېلې کړې، ملي مشرانو او اولسي قهرمانانو په کابل کې له اسمایي غره نه د پاڅون له لارې انګرېزان سخت وځپل او په ۱۸۸۰ کال یې په میوند کې د همداسې مشرانو د غورځنګ له لارې چې مېړنۍ ملاله هم پکې وه په یوه ورځ د انګرېزانو دوولس زره لښکر تس نس کړ او داسې درس یې ورکړ چې بیا یې پرا افغانستان باندې د وسله وال تېري نه کولو پرېکړه وکړه.
په ۱۲۹۸ لمریز کال (۱۹۱۹ع) د افغان- انګرېز د دریمې یا د خپلواکۍ د جګړې په ترڅ کې انګرېزانو دری سوه زره لښکرې د افغانستان پولو ته راوستلې وې خو له وېرې نه یې افغانستان ته د ننوتلو زړه ونه کړ او تر لنډې جګړې وروسته چې دوی د جنوب په جبهه کې ماتې وخوړه، متارکې ته غاړه کېښوده او ټاکلو کرښو ته په شا شول .
په لومړۍ او دوهمه جګړه کې پاچایان له انګریزي ښکېلاک سره مله وو خو ملي قهرمانانو د خلکو په ملاتړ مېړني او بيړني قیامونه وکړل او انګرېزان یې په شرمېدلې ډول مات کړل، د خپلواکۍ په جګړه کې قیادت ملي او صادق ؤ خو حکومتي ځواکونه ناکام وو، د ختیځ له جبهې نه چې د صالح محمد خان دولتي عسکرو د خلکو له ملتیا او خبرتیا پرته جګړه پیل کړې وه، ډېر ژر مات شول او دې او مرستیال یې محمد ګل خان له سنګر نه ننګرهار ته راوتښتېدل او د دوی عسکر د انګرېزانو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې سخت وځپل شول خو په مقابل کې د جنوب جبهه چې د دولتي عسکرو تر څنګ ملي مشران او روحانیون پکې وو او خصوصاً د ملي مشر جنرال یار محمد خان وزیري په مشرۍ د وزیرو ، مسودو، دوړو، زرګونو مجاهدینو انګرېزان سخت مات کړل او په جنوبي جبهه کې یې له انګرېزانو نه پنځوس چوڼۍ ونیولي .
همدا راز ختیځه جبهه چې انګرېزانو ماته کړې وه. ملي قهرمان غازي میر زمان خان د څنګېزی څلورمې جبهې (د چترال او د کونړ جبهې) په پرانستلو سره فعاله او کامیابه کړه او انګرېزان یې بشپړمات کړل .
له دې وروسته هم همداسې شوي زموږ ټولې مقابلې او مبارزې ملي قهرمانانو ګټلې خو موږ ډېر لږ ددې اتلانو په باب څېړنې او لیکنې کړې دي . څه باندې دېرش کاله وړاندې چې ما پر لوی خان میر زمان خان د څلورمې جبهې د کتاب لیکلو له پاره څېړنه کوله، د ده په باب ډېر لږ معلومات موجود وو، حتی ارواښاد محمد هاشم زماني هڅه وکړه چې په دې برخه کې ماته اسناد تهیه کړي، ډېر څه يې ونه موندل خو دا یې راته وویل چې د غازي میر زمان خان په باب په انګریزي آرشیفونو کې ډېر مواد شته او زه به یې تاته تهیه کوم چې د کتاب په بل چاپ کښې ځای شي خو د ارواښاد هاشم زماني ناروغي زیاته او په پای کښې وفات شو او دا معلومات تر لاسه نه شول .
ډاکټر عبدالرحمن زماني ته دې خدای خیر، ژوند او روغتیا ورکړي چې په دې برخه کې یې ګټور اقدام وکړ، انګریزي آرشیفونه یې وکتل او د لوی خان میر زمان خان په باب یې نوي او ډېر معلومات تر لاسه کړل او دې اسنادو وښوده چې انګرېزان له نوموړي خان نه څومره په ویره کښې وو او څومره توطيې یې ورته جوړې کړې چې د دوی ملي هڅې شنډې کړي .
د میر زمان خان دا هڅې له دې امله نه دي لیکل شوی چې میر زمان خان دده نیکه دی، بلکې دا هڅه یې د هېواد د یوه ملي قهرمان د پېژندګلوۍ او دده د خدمتونو د سپړنې له پاره ده، ویې لولئ خوند او پند ترې واخلئ!
تاسو ولیدل چې زموږ د هېواد آزادي او خپلواکي د پاچایانو پر ځای زموږ ملي اتلانو ساتلې او په دې لاره کې یې نه هېرېدونکې هڅې کړې دي . دا زموږ دنده ده چې ملي قهرمانان وپېژنو، کارنامې یې وسپړو او ځوان نسل ورسره آشنا کړو څو هېواد پال ځوانان د دوی له قهرمانانه کړنو نه درس، پند او خوند واخلي .
زه ډاکټر زماني ته د دې ګټور د کتاب د لیکلو مبارکي ورکوم او هېوادپالو ځوانانو ته بلنه ورکوم چې دا ګټور کتاب په مینه او علاقه ولولي او د خان میرزمان خان لوړه ملي څېره پکې وویني!
په مینه
څېړنوال حبیب الله رفیع
کابل ۵/۸/ ۱۳۹۶

(د مُسکاخپرندويه مؤسسې څخه په مننې)
دا کتاب په پي ډي ايف بڼه له همدې ځايه ښکته کولې شئ:
http://zamanifamily.org/?p=1523

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply