تر دې وروسته به روباټونه پايوازي کوي

0 769

په دوبۍ کې د روغتیايي اسانتیاوو وړاندې کوونکيو په یو فیسټوال کې داسې یو روباټ نندارې ته وړاندې شوی چې له ناروغانو سره مرسته کوي.
دا روباټ په دوبۍ کې د طبي علومو یو زده‌کړیال محمد السیریدي جوړ کړی او له ناروغانو سره مرسته کوي چې باید خپله خپلې روغتیا ته زیات پام وکړي.

دا روباټ ناروغ ته ور یادوي چې کله خپل درمل وخوري، کله او څه ډول خوړو ته اړتیا لري او ان د درملو ډوز او تر خوا یې د خوراک د بڼې په اړه هم مالومات ورکوي.
د دې روباټ تر ټولو جالبه خبره دا ده چې کله ناروغ درملو ته اړتیا ولري او له یاده یې وتلي وي، روباټ خپله ورځي او ور یادوي چې درمل وخوري.

همدا ډول روباټ د ناروغ پام دې ته را ګرځوي چې باید څه وخت ډاکټر ته ورشي او همدا ډول خپل معاینات په کوم وخت کې او څه ډول وکړي.
السیریدي وايي، دا روباټ له هغو ناروغانو سره ډېره مرسته کوي چې درمل خوړل یې له یاده وځي او همدا ډول خپلې روغتیا ته ډېر پام نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply