د پاکستان په قامي شاعر علامه اقبال د پښتنو مفکرانو د خيالونو غلا کولو تورونه

0 1,007

ډیوه رادیو

د پاکستان قامي شاعر سر علامه محمد اقبال د پښتنو ليکوالانو او محقيقينو د نيوکو سره مخ دی او داسې پوښتنې يې راپورته کړي چې “شاعر مشرق” په کومو موضوعاتو لاس ازمېيلی دی دا د هغه خپل فکر نه بلکه د نورو مفکرانو خيال او فکر يې په خپل نوم اړولی دی.

په علامه اقبال دغه رنگ تورونه د بعض غربي مفکرانو د فکر د نقل کولو او د دوه افغان ادبي او قامي شخصيتونو خوشال خان خټک او سيد جمال الدين افغان فکر او فلسفه په خپل نوم کولو په سر لگيدلي دي چې د علامه پلويان يې د اقبال لوړتيا بولي او ووايي علامه اقبال د مشرق او مغرب په منځ کښې د پل کار کړی دی.

خو په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتو څانگې مشر او د باچا خان په ازادو سکولونو پي ايچ ډي، ډاکټر سهيل خان وايي “د اقبال نسيم خټک کتاب علامه اقبال اوعطيه بيگم د ثبوت په توگه وړاندې کوم چې پکښې د سيالکوټ د عبدالمعيد په اړه ليکل شوي د علامه اقبال لخوا به ورته شپږ سوه روپۍ ورکړل کېدې چې د اقبال د پاره د خوشال خان خټک او د جمال الدين افغان ليکنې او کتابونه وژباړي.”

د اقبال نسيم خټک په کتاب چې په کال ١٩٦١ کې چاپ شوی و په پاکستان کې بنديز لگېدلی دی او ډاکټر سهيل وايي د پاکستان رياست په داسې موضوعاتو څېړنې او تحقيق نه خوښوي ځکه دا د رياست د پاره حساس بحث دی. ډاکټر سهيل خان وايي د علامه اقبال د خدای تصور، د هغه د ملت تصور، د هغه د وطن مينه او د شاهين تصور ټول د خوشحال خان خټک د تصور نقل دی. په علامه اقبال تور دی چې عطيه بيگم چې دی پرې مين و د ده د لاسه وژلې شوې وه.

ډاکټر سهیل خان وايي د شاهين تصور او د شاهين خويونه او صفات که وکتل شي نو د اقبال په ځاې خوشال خان خټک ته ډير معلوم وو او وجه يې دا ده چې خوشال خټک بازونه ساتل او د بازونو ښکار يې خوښ و. د بازونو په نسلونو او خويونو خوشال خټک پوره کتاب د بازنامې په نوم لري. ډاکټر سهيل خان وايي “ساده خبره ده چې خوشال زوړ دی او اقبال نوی نو دا امکان نشته چې خوشال به د اقبال نه څه اخستي وي خو اقبال ترې ډير څه اخستي دي.”

يو بل پښتون دانشور او د انگرېزۍ ژبې استاد ښاغلی گلزار جلال يوسفزی وايي “د اقبال او د جمال الدين افغان نظريه يوه ده خو اقبال خلک مني ځکه چې رياست يې په شا ولاړ دی او د جمال الدين افغان خبره نه اورېدل کيږي ځکه چې هغه افغان دی.”

دا به هم ډيرو کمو پښتنو ته معلومه وي چې علامه اقبال د افغان ملت سره څومره مينه لرله او د دغې مينې يو مثال يې د خپل کتاب جاويد نامه انتساب د غازي امان الله خان په نوم کړی دی.

علامه اقبال په خپلو کتابونو او نظمونو کې هم د خوشال ذکر په څو واره کړی دی لکه په بال جبريل کې يې شاعري د خوشحال خان کې وصيت په نوم چاپ ده چې وايي:

قبایل ہوں ملت کی وحدت میں گم.

کہ ہو نام افغانیوں کا بلند

محبت مجھے ان جوانوں سے ہے

ستاروں پہ جو ڈالتے ہیں کمند

مغل سے کسی طرح کمتر نہیں

کوہستان کا یہ بچہ ارجمند

کہوں تم سے اے ہم نشیں دل کی بات

وہ مدفن ہے خوشحال خان کو پسند

اڑا کر نہ لاۓ جھاں باد کوہ

مغل شہسواروں کی گرد سمند

او د دې تصديق بيا ارواښاد اجمل خټک په کال ١٩٥٨ کې د هغه وخت د سرحد په اسمبلۍ کې په خپل دې نظم کې کړی دی چې د اقبال ورځ لمانځل شوه نو دی وايي:

اقبال چې د فطرت د هنگامو سره اشنا دی

اقبال چې د وختونو د نبضونو نه اگاه دی

حکيم چې زمانې تلي په فکر او په خيال

دانا د ملتونو په عروج او په زوال

دا د اجمل خټک يو ډير اوږد نظم دی خو ډير په رموز رموز کې اجمل خټک د خپل قام حالت د خپلې سياسي فلسفې په چوکاټ کې هم د اقبال په پاکستان او هم د اقبال په افکارو تنقيد کړی دی. او په اخر کې اقبال مخاطب کوي او د وخت د جبر قيصه څه داسې رنگ کوي:

دا خپل څيرې گريوان او مات تندی مې ورته يوړی

چې دا رېزه رېزه د زړه غمی مې ورته يوړی

دا خپل ژوبل احساس نتلی فکر مې غنچه کړی

هغې د زړه خاوند ته مې ترې جوړه يو تحفه کړی

په ما چې تل بليږي دې لمبو نه مې خبر کړی

په ما چې دلته کيږي دې قيصو نه مې خبر کړی

خبر يې په دردونو د دې خپل سوي گوگل کړم

زما په غم شريک وی چې يو اور ورباندې بل کړم

چې جوړې يې گنبد کې د تاوونو غلبلې کړم

چې بيا يې په رگونو کې برڅېره زلزلې کړم

چې وشلوي لحد او کفن څيرې کړي گويا شي

پټ سترگې زمانې ته په غصه شي په وينا شي

زما د روح د پاکو تقاضو نه يې خبر کړم

د دې پردې د لاندې زلزلو نه يې خبر کړم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply