سټیفن ویلیم هاکېنګ نن د ۷۶ کلو پۀ عمر د تل لپاره سترګې پټې کړې

0 977

سټیفن ویلیم هاکېنګ انګرېز فزیکپوه، ستورپېژندونکی، لیکوال او پۀ کمبرېج پوهنتون Combridge University کې د نظري فضایي څېړنو د مرکز مشر وو. نومؤړی د ۱۹۴۲ زېږدیز کال د جنؤري پۀ اتمه د بریتانیې پۀ اکسفورډ ښار کې وزېږېد او نن د ۲۰۱۸ ز کال د مارچ پۀ ۱۴مه نېټه د ۷۶ کلو پۀ منګ لۀ یؤ عمر چوپړ څخه چې بشریت ته یې پۀ خؤرا لۀ کړاوه ډک ژؤند کې وکړ، د تل لپاره سترګې پټې کړې.
ددۀ څېړنیز چوپړ تر څلوېښتو کالو اؤړي. ددۀ علمي او پوهنیزو څېړنو، کړنو، غؤنډو، کنفرانسونو او کتابونو دی پۀ یوه ټولمنلې څېره مشهور کړ. هغه د هنر د سلطنتي ټولنې غړی Fellow of the Royal Society of Arts او د مقدسې پاپي ټولنې Pontifical Academy of Sciences تلپاتې او ټولژؤندی غړی وو.
هغۀ پۀ ۲۰۰۹ ز کال کې د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ د ازادۍ Presidential Medal of Freedomمډال وګاټۀ.
هاوکېنګ لۀ تېرو دېرشو کالو راهیسې یعنې لۀ ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۹ ز کال پورې د لوکاس ریاضیاتوLucasian Professor of Mathematics د څؤکۍ خاؤند وو. هاګېنګ د نړۍپوهنې، د نړۍ د پیدایښت پۀ اړه او د کوانټوم راښکون (جاذبې) پۀ ځانګړي ډؤل د توروغارو پۀ برخه کې نړیوال شهرت درلود. ددۀ تاریخ ریکارډي کتاب د #وخت_مخینه، چې پۀ بریتانیا کې د ۲۳۷ اوونیو لپاره ترټولو ډېر پلورل کېدونکی کتاب وو، دی د شهرت پوړیو ته ورؤځېژاوۀ. همدارنګه د هغه بل کتاب چې د ۲۰۱۰ ز کال پۀ وروستیو کې خپور شو د #سترې_اؤډنې پۀ نوم لۀ خپراوي څو ورځې وروسته د نړۍ پرلیکه سوداګرۍ ترټولو نامتو وېبپاڼې امازون Amazon.com ترټولو ډېر پلورل شوی کتاب وګڼل شو.
هاوکېنګ د غړو د شلوالي Amyotrophic Lateral Sclerosis پۀ ناروغۍ اخته وو او ټول غړي او عضلې یې لۀ خؤځښته لوېدلې وې، نۀ کښېناستی، نۀ ولاړېدی او نۀ ګرځېدای شوای آن د خبرو وړتیا یې لا نه درلوده. دۀ به د یؤ ماشین پؤسیله خبرې کؤلې چې ددۀ د مغز دستورونه به یې پۀ غږیزو کوډو اړؤل او بیا به لۀ هغه ماشین څخه غږ راووت. هغه د نړۍ د پیدایښت پۀ اړه لۀ دومره پوهې سره سره د نوبل جایزه ترلاسه نکړای شوه.

ښکلا احمدزۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply