د زېږون تر منځ واټن او ګټي /ډاکټر نادیه

0 984

ځیني نارینه او مېرمني د واده په لومړیو میاشتو کي د کوچني د مخنیوي درمل کاروي چي دا کړنه هغوی ته سخت زیانونه لري. ځيني مېرمني د کوچني نه کېدلو په خاطر ډول، ډول خپلسري درمل کاروي او داسي کړني د دې لامل کېږي چي یو یادي مېرمني یو مخ شنډي او بې اولاده سي. که چېري یوه مور په منظمه توګه خپل کوچني ته شیدې ورکړي او په ځانګړي ډول د شپې له لوري، باوري یم چي ژر به ئې کوچنی ونه سي.

د زېږون د مخنیوي/ واټن ځيني لاري:

۱: سامان/لوپ مېرمني کولای سي چي سامان د څو کلونو له پاره کښېږدي او په دې کړنه سره به د کوچني د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي. مخکي دا سامان یوازي د مېرمنو له پاره و خو اوس ټکنالوژۍ پرمختګ کړی او نارینه وو له پاره هم بازار ته راغلي دي. د سامان یو خطر دا دی که چېري مېرمني درانه کارونه کوي خون رېزي پیدا کېږي او یا هم بې ځایه کېږي، نو ښه لار دا ده چي مېرمني په هرو دوو میاشتو کي له قابلې سره وویني او ځان ورښکاره کړي.

۲: پېچکاري د پېچکاریو کمه موده درې میاشتي او ډېره موده ئې درې کاله ده. په سیمه کي ئې یو شمېر مېرمني د درو میاشتو له پاره کاروي خو هغه ځيني وختونه درې کلونو ته رسېږي، ځکه چي دوی خپلسري درمل کاروي او د همدې امله ئې ځانونه په غضب اخته کړي وي.

۳: ګولۍ/ ټابلیټ ګولۍ باید په ۲۴ ساعتونو کي یوه دانه وخوړل سي، خو دلته ئې یو شمېر مېرمني پر وخت نه خوري، په اوونۍ کي یوه دانه خوري. که چېري پر وخت ونه خوړل سي کېدای سي مېرمن حامله سي، ځکه چي د سپروم موده ۷۲ ساعته وي. دا اړینه نه ده چي هره شپه وخوړل سي، کېدای سي د ورځي له لوري هم وخوړل سي او که چېري له کومي مېرمني څخه هېره سوې وه باید له نزدیکت څخه دوه ساعته وروسته وخوړل سي. هغه مېرمني چي هېره ئې ډېره ده د هغوی د ژوند ملګري باید کانډوم وکاروي.

۴: کانډوم/ بوغۍ د کانډوم/ بوغۍ استعمال نه یوازي دا چي د کوچني نه کېدلو مخه نیسي، بلکي د مېرمنو د هوسایني او رواني مشکلانو له منځه وړلو له پاره هم ګټوري دي. مخکي بوغۍ یوازي د نارینه وو له پاره وې، خو په دې وروستیو کي د ښځو له پاره هم بازار ته راغلي دي.

۵: په موټي کي د درملو ايښول دا نوې طریقه ده چي تر څنګلي لوړ په موټ کي درمل ايښول کېږي څو د زېږون تر منځ واټن راسي، خو دا نوې طریقه تر اوسه دلته په سمه توګه نه ده ازمایل سوې.

۶: د کوروالي پر مهال دباندي کار خلاصول ځيني ورونه شاید له دې کار سره عادت نه وي او یا به هم زور ورته غواړي، خو د میاشتني عادت لومړۍ اوونۍ او چي میاشتني عادت ته یوه اوونۍ پاته وي باید له دغه چاري سره ځان بلد کړي، خو منځ کي بیا د حمل کچه ډېره کمه وي.

ګټوري لاري چاري: دا وروستۍ او د بوغۍ استعمال تر ټولو نورو لارو چارو ګټوره او بې لګښته ده. د سامان استعمال ځيني وختونه د ویني بهېدل رامنځ ته کوي، اړینه ده چي باید مېرمني په هرو دوو میاشتو کي له قابلې سره وویني. د پېچکارۍ استعمال ځيني وختونه د ویني بهېدل رامنځ ته کوي، ځيني وختونه د بدن نامشخص درد او یا هم د درو میاشتو موده درو کلونه ته پر خپل سر وغځېږي. د ګولیو استعمال کله، ناکله میاشتنی عادت خراب کوي، د فشار د کښته کېدلو لامل هم کېږي، د بدن پاړسوب هم رامنځ ته کوي، سر څرخي، د وزن ډېروالی او د نامنظم خوراک لامل هم کېدای سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply