ملا او وطن / نورالله غازي يار

0 934

ملا یا ملا امام یوه داسې مذهبي وسېله ده، که سمه وکارولی شي، نو د وطن لپاره داسې ستر کارونه کولی شي چې ښایي، ډېر روښانفکران یې په ډېر وخت کې هم ونه کړای شي؛ ځکه چې ملا  د خلکو له عقیدوي اړخ سره لاس لري، عقیده د انسان په روح و روان کې ژورې رېښې لري، چې همدا له عقیدې متاثره روحيات بیا پر فکر او عقل ژور تاثیر پریباسي. له بده مرغه چې موږ تر دې دمه له دې مهمې وسېلې په سمه توګه کار نه دی اخیستی، دا وسيله رانه تل دښمن په لاس کې اخیستې، همدا لامل دی، چې بهرني دښمن زموږ پر روح و روان تاثیر کړی او فکر یې راته ګډوډ کړی دی.

که چېرې ملایانو او ملا امامانو ته توجو زیاته شي؛ نو کیدای شي چې د دوی هغه ځانګړی مذهبي ځواک زموږ په خیر تمام شي.

د بیلګې په ډول که چېرې یو مزدورکار په یوه پُل کې کار کوي، که مزد ورته دوه چنده ورکړی شي هم د مزدور به لاس کار کوي، خو زړه، دماغ، فکر او روحیات به یې ټول نه وي لګیا. خو که چېرې یو ملا صيب یا د خپل کلي و ښار ملا امام صیب ورته دا خبره وکړي، چې: دا سمه ده چې تاته پر دې کار له کومې مرجع څخه پیسې درکول کېږي، خو له دې ور ها خوا یو لوی ذات هم ستا کار څاري، او دا کار دې په صدقه جاریه کې حسابېږي، په دې پُل چې څومره خلک او وسایط تګ و راتګ کوي، ثواب به یې تاته در رسېږي. له دې خبرې سره به د هغه په کار کې زیاتوالی او ښه والی دواړه راشي.

همداسې که له یوه انجینر، ډاکټر، اديب، سیاستوال…. او همدا رنګه له یوه عادي خټکر او کاریګر سره ملا صیب خپل مذهبي لاس یوسي، نو په مکمل ډول یو شخص له خپل کار سره تړلی شي.

څو کاله مخکې مې د لاهور د لاري اډې په یو جومات کې د سهار لمونځ ادا کاوه، د لمانځه نه وروسته د جومات ملا امام په اردو ژبه دُعا پیل کړه، په دُعا کې یې خپلو هغو پوځیانو ته چې په کشمير او د وطن د حفاظت په خاطر په نورو سيمو کې په جګړه بوخت وو، دعا وکړه، ناستو کسانو په نسبتآ لوړ غږ ورسره امین کوله. چې ورته ومې کتل، په امین ویوونکو کې اکثریت یې هغه افغانان وو، چې له لاهوره یې سوداګري کوله ….. دوی ځکه امین وایه، چې د ملا خبره وه، د ملا خبره د دوی له عقيدتي اړخ سره سمون خوړ، نو بې له دې چې سوچ پرې وکړي په پټو سترګو یې امین وایۀ.

همداسې که زموږ له ځواکونو سره د ملا همکاري زیاته شي او ورته وویل شي، چې د خپلو افغانانو دفاع او ساتنه تر ټولو سپیڅلی جهاد دی او همدا خبره په ټولو جوماتونو کې تکرار شي. دا به زموږ ځواکونو ته تر ټولو لویه وسله وي، که ملا وغواړي د هر پوځي سره د ملایکو لښکر روانولی شي.

که تاسې اسلامي تاریخ په دقت مطالعه کړی او د دوی د بري راز وپلټی، نو دا به درته په ډاګه شي، چې تر ټولو لوی لاس پکې د مذهب او عقېدې دی.

زموږ د هیواد او په تیره د پښتنو تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې ملايان پکې زیات دي، خو د استعمال هنر او کمال یې له نورو سره دی، نو همدا لامل دی، چې دا ګټوره مذهبي وسیله د نورو په ګټه او زموږ په زیان روانه ده.

د پاکستان پوځ او استخبارات چې تر اوسه بریالي دي او د خپل ړچیدونکې هیواد واګې یې په محکم ډول په خپل لاس کې نیولی دی، دوی دمذهب وسله کارولې ده، هغه که په کشمیر کې ده او که په افغانستان کې.

که چیرې زموږ د جومات ملا امام لکه د نورو با احساسه کسانو په څیر له خپل وطن او خلکو سره په مکمله مانا زړه وتړي، نو په ایمان یې درته وایم چې وطن به ګلِ ګلزار او هر موسم به مو بهار بهار وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply