پنجاب باید په تشدد مات شي / فریدالله تړاو

0 1,031
د انګریز او افغان تړونونو پر اساس چې د غازي امان الله خان په وخت کې وشول، قبایلي سیمو کې افغانانو ته د خپلې دلچسپي ځانګړي امتيازات ورکړل شول چې په هغې کې دا هم راغلي وو چې په قبایلو کې به داسې کار نه ترسره کېږي چې د افغانستان خپګان راوپاروي او که هر وخت یې غټ عمليات کول باید افغانستان په جریان کې کړي، ځکه افغانستان له قبایلو سره خواخوږي لرله او هر وخت یې متبادلې همکارۍ کړې دا خواخوږي د نژادي، کلتوري او ګډو تاریخي سیاسي اشتراکاتو له امله وه، کله چې انګریزانو هند او پاکستان ته آزادي ورکړه، که څه هم چې پاکستان تر ډير وخته په دې تړونو ظاهرا ولاړ پاتې شو خو د وخت په تېرېدلو سره پاکستان لدې حالته په وېره کې وو او هر وخت به يې هلته لاسوهنه کوله پنجاب حکومت د داسې ورځې په انتظار و چې په قبايلي سيمو کې عملاً خپلې چوڼۍ، پوځي کمپونه او تحرکات ولري په دې سره يې غوښتل چې پښتانه په سیاسي، ټولنیز او کلتوري لحاظ ضعیف، بدنام، بې عزته او په خپل ځان یې اخته کړي او د پښتني او قبايلي سيمو کانونه او ذخیرې ترې وباسي او د اوبو له پراخو منابعو څخه یې د پنجاب په ګټه کار واخلي او ځان پرې چاغ کړي له بله پلوه يې دا هم غوښتل چې له دې ځای څخه د افغان حکومت لاس هم لنډ کړي او د بیا لپاره يې له ويرې څخه په امان سي.
د دې لپاره چې دې سيمو ته پنجاب قدم کېږدي د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره يې هلته ځينې ترهګرې ډلې جوړې کړې چې هغو به وخت ناوخت په عامه ځايونو کې او په پوليسو بريدونه کول د وخت په تېرېدو سره يې دا سیمې دومره نا امنه کړې چې خلک له دې حالته په تنګ راغلل او پوځ هم په همدې بهانه پښتني قبايلي  سيمو ته ننوتل چې ګويا موږ ترهګر ځپو په لومړيو وختو کې خلک ډېر د پوځ دې کار ته خوشبینه و، خو خلک له دې نه و خبر چې دا ترهګرې ډلې د ISI زېږنده دي او د دواړو لوريو څخه به موږ ځپل کيږو او د سر سړي به راته وژني، او د دربدرۍ او وژنو لړۍ به پیلیږي او له داسې حالت سره به مو مخ کوي چې نه به مړه يو او نه ژوندي نه به دوست مالوم وي نه دښمن د هغو پښتني قبايلي سيمو چې عراضي یې ستونزمنه وه او پوځ ته يې نيول خورا ګران کار و هلته يې له دې تکتیکه کار واخيست چې په هغو سیمو کې چې عراضي یې سخته وه هلته يې په هغو ترهګرو ډلو فعالیت پيل کړ چې ISI جوړې کړې وې او بېرته یې د دوي په مقابل کې د ولس له منځ څخه ولسي لښکرې ورته جوړې کړې چې د دغو ډلو په مقابل کې یې وجنګوي لکه (غله ته چې وايې غلا وکړه او د کور مالک ته وايې بیدار اوسه) یانې هم یې دغه ډلې حمایه کولې او هم يې خلک حمایه کول ددې لپاره چې دا عراضي سخته وه او پوځ غوښتل چې دلته باید ولس ضعیف کړي او بې له جنګه دلته قدم کېږدي، دغه سیمې پوځ هم دومره سختې وځپلې چې په زرهاوو کورنۍ له دغه سیمو څخه نورو سيمو ته کډه شوې د پښتنو هره سيمه یې کنډواله کړه وزیرستان ښار يې له خاورو سره خاورې کړ په جنازو کې یې بریدونه وشول، مسجدونه، مدرسې او کورونه یې بمبارد کړل پنجاب تورې بلا د پښتنو په سیمو هغه ظلمونه وکړل چې هېڅ یرغلګر له پښتنو سره نه و کړي په دې جنګ کې 60 زره څخه زيات پښتانه شهيدان شوي او له 32 زره څخه زيات تراوسه پورې نا درکه دي او په دې کې 1400 پښتنې نجونې هم شاملې دي چې پوځ له ځان سره وړې دي خدای خبر چې په کومو بازارونو کې به يې لیلام کړې وي٬ په جیلونو کې يې په پښتنو بندیانو هاغه ظلمونه وکړل چې انسانان يې په ویلو شرميږي دومره سختې شکنجې یې پرې تېرې کړې چې د شکنجو په وخت کې به بندي ساه ورکړه٬ سپین ږیري یې بې عزته کړل په چک پوسټونو یې د پښتنو خويندو بې عزتي وکړه هره ناروا یې وکړه، د پښتون تاریخ، ژبه او کلتور یې مسخه کړل پښتون یې د غدار په نوم نړۍ ته وروپېژاند د پښتنو د سر سړي یې ور و وژل خو تراوسه پورې غدار او ملامت هم پښتون ده٬ پښتانه باید په اتفاق سره دا سکوت مات کړي او د ډار ثقافت له منځه يوسي او پښتون ملت نور باید د پنجاب ښکیلاک په وړاندې د لوی افغانستان خاوره د هغوی له منګولو خلاصه کړي او داسې قربانۍ ته تیار شي ترڅو دا قوم ژوندی پاتې شي اوس چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پيل شوی او ورځ تر بلې یې ملاتړ زیاتیږي ځوانان، سپین ږیري او پښتنې خویندې د پاکستان د ISI او پوځ دسيسې په زغرده د ميډيا په مخ کې بربنډې کړې اوس پنجاب اداره غواړي چې دا غږ د ځايي جاسوسانو او څو خرڅ شويو مشرانو په خوله غلی او بدنام يې کړي او ددې غورځنګ مشرانو ته اخطارونه ورکوي ترڅو غلي شي.
مشران وايي وای که یې وګواښلې نو پوه شه چې ستا په وړاندې کمزوری دی پنجاب له دې غورځنګ څخه په وېره کې ده څه وخت مخکې یې د منظور پښتون، خان زمان کاکړ، علي وزیر او ځینې نورو مشرانو د نيولو امر کړی و خو ددې غورځنګ مخکښان باید دا په یاد ولري چې يوه طرف ته پاڼ او بل طرف ته پړانګ ده ددې پر ځای چې له پاڼه ولويږي او د ټول عمر لپاره يې غږ ورک شي غوره داده چې له پړانګ سره مقابله وکړي تر څو یې له منځه یوسي او په وژنې يې د ټول عمر لپاره د ارامۍ احساس وکړي او پښتون قوم له دې حالته راوباسي ډېر تمرکز دې د عدم تشدد په مبارزه هم نه کوي تر هغې دې وکړي چې دوی یا یې د غورځنګ کوم غړي ته خطر پېښ نشي که دوی ته او غړو ته يې کوم خطر پېښېده باید د عدم تشدد سره د تشدد لاره هم خپله کړي ځکه له تشدد یا تاوتریخوالي سره به تر کومه د عدم تشدد لار اختیاروي له داسې دښمن سره مو سر ده چې باید په تشدد مات شي او د تشدد زور نه لري چې کله دښمن د مټو زور وويني بيا خپله لار چپوي، پښتانه هر وخت د بل د ګټو قرباني شوي خو د خپل قوم د سوکالۍ او پرمختګ لپاره ويده پاتې شوي نور باید پښتون ولس ویښ شي او پنجاب ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، اوس که پښتانه غواړي چې د ذلت په مرګ مړه او نور هم محکوم شي او هره ورځ یې له کورونو څخه جنازې ووزي نو بيا دې ددې غورځنګ ملاتړ نه کوي او که غواړي چې په خپله خاوره مو خپل واک او اختیار وي او خپلواک ژوند ولرئ باید د پښتون ژغورنې غورځنګ او ددې ملي بيدارۍ ملاتړ باید لر او بر پښتانه وکړي خدای ج په خپله وايي چې تر هغې د يوه قوم حالت نه بدلوم ترڅو یې چې خپله بدل کړی نه وي او خدای ج کله کله يوه قوم ته داسې موقع په لاس ورکوي که یې استفاده ترې وکړه او خپل ځانونه یې وپېژندل د تل پاتې خپلواکۍ باعث یې کيږي او که يې ونکړه او غفلت یې وکړ بیا به کلونه کلونه هم راپورته نشي او د ذلت ژوند به تېروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply