ترکیه کې په کتابي شکل نوی کتابتون جوړ شو – دعوت میډیا ۲۴

0 1,187

دعوت میډیا ۲۴ (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷ل): د ترکیې هېواد په شمال ایالت «کارابوک» کې د کتابونو او مطالعې سره د شوق په خاطر په کتابي شکل نوی کتابتون د خلکو پر مخ پرانیستل شو.

دغه کتابتون ته چې په ځانګړې، نوې، حیرانونکې او ښکلې ودانۍ بڼه ورکول شوې، شپېته زره کتابونه (په هارډ شکل)، او شپږ میلیونه کتابونه په کمپيوټري او یا ډیجیټل شکل شتون لري.

دې کتابتون ته کامل ګولک Kamil gulec نوم ورکول شوی، چې د ترکیې په کارابوک پوهنتون کې جوړ شوی دی.

کتابتون زده کونکو ته د څو ورځو لپاره د کتاب وړلو وړیا اجازه هم ورکوي، په دې کتابتون کې د نورو بېلا بېلو کتابتونونو څخه د کتاب راغوښتلو اسانتیاوې هم شته.

که چیرې زده کونکي ته غوښتل شوی کتاب په لاس نه ورځي نو د کتابتون مدیریت ته خبر ورکوي، چې له هغې وروسته اداره په هیواد کې دننه شاوخوا په ۲۰۰ سترو کتابتونونو کې یاد کتاب لټوي، او په دریو ورځو کې دننه یې ورته رارسوي.

دغه کتابتون د زده کونکو پر مخ څلور ویشت ساعته خلاص وي، او تر دې مهاله ترې څلور نیم لکو زده کونکو ګټه پورته کړې ده.

دغه کتابتون د ښکلې او جلبونکې بڼې درلودلو سره په زرګونو خلک نندارې او کتاب مینوال لوستلو او اخیستلو لپاره ورځي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۹۶۴م کال څخه راپدېخوا په ترکیې هېواد کې هر کال د مارچ میاشتې په پای کې د کتابونو ملي اوونۍ لمانځل کیږي، چې په هر ځای کې د خرڅلاو لپاره کتابونه پلورل کیږي، چې د نور وخت په پرتله ارزانه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply