تور باد (يوه ترانه)/پوهاند دوکتور زيار

0 759

       (يوه ترانه)

پوهاند دوکتور زيار

 

تور باد

اور بل پر ارغوانو

ستي ستي هېواد

– – – –

باران  د اور و وينو

راووري له وُورو

له ځمکې او اسمانه

پر سمو او پر غرو

اور واخېست چنارانو

اور بل پر ارغوانو

ژړاده او فرياد

ډېرغله او لږ ساد

ستي ستي هېواد

ستي ستي هېواد

–  –  –  –

پرې  نښووه  يې هېڅ څيز

نه غر و نه لمن

شين بوټی نه اغزی

نه  گل  و نه  چمن

نه  ټل د نښترانو

اوربل پرارغوانو…

راغلی يو تور باد

پرسبرو هم شمشاد

ستي ستي هېواد

 

ستي ستي هېواد…

 

جگېږي شنې لوخړې

له تاندو گلکڅونو

له  گلو او گلڅانگو

له شنو شنو چمنونو

له ښکلو  سروگلانو

اوربل پر ارغوانو…

غرب- عرب کړ رابرباد

دا پارو پاميزاد

ستي ستي هېواد

ستي ستي هېواد

ستي ستي…

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply