د باچا خان نړیوال پوهنتون ملي او نړیوال اهمیت/ خان ولي خان بشرمل 

0 827

په لومړي سر کې د افغانستان له جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کوو چې د هېواد په کچه یې د داسې اوږدمهاله اقتصادي، سټراټېژیکي او حیاتي پروژو ډبره کېښوده چې تر راتلونکو پنځو تر ۱۰ کالو پورې به سیمه او افغانستان د یو نوي تحول او ثبات په لور ولاړ شي. په دې سترو پروژو کې به د افغانستان نقش حیاتي وي او د دې ډول حیاتي نقش لپاره اړین بولم چې یو پرمختللی، عصري، علمي او تخنیکي بشري ځواک درلودل لازمي دی. همدا علت دی چې ولسمشر غني د نړیوال پوهنتون د جوړېدو لپاره تیاری وښوو او د بودیجې د پیدا کولو تر څنګ یې د دغه پوهنتون د عملي چارو د تر سره کولو لپاره یو کمېسيون وټاکه.

باچا خان نړیوال پوهنتون ته ډېر هېوادوال د یو عادي پوهنتون په سترګه ګوري او فکر کوي چې دا به هم یو له هغو پوهنتونونو څخه وي لکه موجوده دولتي پوهنتونونه! خو خبره بېخي سرچپه ده. باچا خان نړیوال پوهنتون به له موجوده دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو څخه نه یوازې جلا، بلکې یو لوړ نړیوال پوهنتون وي چې د افغانستان راتلونکی ۳۰، ۴۰ او پنځوس کلن اکاډمیک، اقتصادي، سیاسي، سټراټېژیکو امنیتي تګلارو په تشکیل کې به کلیدي نقش لوبوي.

دویم دا چې په افغانستان کې د نړیوال پوهنتون را منځ ته کېدل یو نوې او فوق العاده حقوقي مساله ده چې یوازې د ولسمشر غني د فرمان او صلاحیتونو په ترڅ کې را منځ ته کېدای شي. په دغه پوهنتون کې به له ۲۲ څخه د ډېرو هېوادونو زده‌کړیالان زده‌کړې کوي.

د دغه پوهنتون لومړۍ بودیجه تر ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو اټکل شوې ده چې تر علمي سروې یا ارزونې وروسته به یې دقیقه بودیجه مالومه شي. همدا ډول باچا خان نړیوال پوهنتون به په ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کې را منځ ته کېږي چې په دې کې به له ۳۵ څخه زیات څیړنیز مرکزونه جوړېږي، په نړیواله کچه به د سیمې په سیاسي، انکشافي، اقتصادي، شخړو حل، جغرافیه، چاپېریال، ښوونه روزنه، روغتیا، لرغونیز او نورو مسایلو او موضوعاتو د میلیونونو ډالرو په بدل کې څېړنې کېږي او نړۍ به له اړوندو مسایلو او فرصتونو خبروي.
دغه پوهنتون به د سیمې ډیپلوماسۍ، سیاسي مسیر، سټراټېژیکي او اقتصادي لیدلور په مساعدولو او ټاکلو کې رغنده نقش لوبوي او د دې پوهنتون په لارښوونه به په سیمه کې سولې او پرمختګ ته پالیسۍ او سټراټېژۍ ټاکل کېږي. په دې سربېره به دغه پوهنتون د سیمه‌یزو او نړیوالو شخړو په حل کولو کې کلیدي نقش لوبوي او د افغانستان حکومت ته به د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په روابطو جوړولو او د مسایلو په حل کولو کې لارښوونه کوي. که چېرته د افغانستان یو ملي تجار کولای شي چې په څلویښتو هېوادونو کې د شین چای، لاس‌پاک او نورو توکيو د خرڅلاو لپاره په میلیارډونه ډالرو پانګونه کولای شي، همدا ډول باچا خان نړیوال پوهنتون به هم په پوهنتون کې غیر حضوري زده‌کړیالانو د تدریس په موخه د ثبت او علمي توکيو د چمتوالي لپاره ستر مرکزونه ولري.

له دې لارې به نه یوازې نړیوالو زده‌کړیالانو ته د زده کړې زمینه مساعده شي بلکې دوی ته به په عین وخت کې د افغانستان سوله‌یز انځور او خان عبدالغفار خان باچا خان د عدم تشدد د پیغام استولو زمینه هم مساعده شي. د دې ښه بېلګه په هند کې د اندراګاندهي د پوهنتون په نړۍ کې تر ۳ میلیونه زده‌کړیالانو ته زده‌کړه ده چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې له اندراګاندهي پوهنتون څخه یې تر لاسه کوي. په دې سربېره، باچاخان نړیوال پوهنتون به له دېرشو څخه تر څلوېښت زرو حضوري زده‌کړیالان ولري. چون نړیوال پوهنتون دی همدا علت دی چې له نیم څخه ډېر ښوونکي به یې نړیوال پروفیسوران وي. البته د وخت په تېرېدو سره به افغان دولت تر ۱۰۰۰ زیات افغان ښوونکي په نړیواله کچه د نړۍ پوهنتونونو ته ور وپېژني چې دوی هلته په نړیوالو سټنډرډونو وروزل شي او بېرته هېواد ته له یو عصري ظرفیت سره را ستون او په دې نړیوال پوهنتون کې تدریس وکړي، داسې به په دې پوهنتون کې د بهرنيو ښوونکيو شمېر را ټیټ شي. البته دغه پوهنتون ته به له نړۍ څخه لوړپوړي چارواکې لکه وزیران، سفیران او د سترو نړیوالو ادارو مشران افتخاري لیکچرونو ته راځي او له دې پوهنتون سره به د خپلو مرستو تر څنګ خپلې تجربې هم شریکوي.

همدا ډول باچا خان نړیوال پوهنتون به په هېواد کې د موجوده دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو او د تعلیمي ودې د څار بهیر په ښه‌والي کې به هم رغنده نقش ولوبوي او د وخت په تېرېدو سره به د داخلي او نړیوالو متخصصانو په مرسته د یو داسې تعلیمي نصاب د چمتووالي په برخه کې به نقش ولوبوي چې دغه نصاب د اکسفورډ او نورو نصابونو په څېر د تدریس په برخه کې نقش ولوبوي. د غرب د تعلیمي برخې زیات شمېر متخصصان د هند، پاکستان، افغانستان او نورو اسیايي هېوادونو تعلیمي نظامونو ته د تعلیمي نظام په ویلو سخت خوابدي کېږي او دې نظامونو ته د نظام ټکی کارول د تعلیمي نظام بې‌حرمتي ګڼي.  په فنلنډ کې د ابتدايي تعلیماتو نصاب ختمېدل او په نورو غربي هېوادونو کې تعلیمي نظام د بدلون موجوده ډیسکورس یا بحث تعلیمي نظامونه له نویو پړاونو سره مخ کړي دي؛ نو د باچا خان نړیوال پوهنتون یو اړین نقش به په افغانستان او سیمه کې د تعلیمي نظام د اصلاح او عصري کېدل وي.

د دې ترڅنګ په ټولنیزو چارو، سوله، ولسواکي او انکشاف، محیطي زده کړو، معادن او جیولوجي، افغان پیژندنه، لرغونپوهنه، ټولنپوهنه او انسانپوهنه، مسلکي، تخنیکي او میخانیکې زده کړو همدا ډول د مالیکولر او بایوتیکنالوژۍ په برخو کې به په نړیواله کچه څیړنیز مرکزونه ولري چې له دې لارې به نه یوازې د افغانستان او نړیوالو مسایلو په څیړلو کې مرسته ترلاسه شي بلکې پدې برخو کې به نوموړی پوهنتون د ارزښتناکې او حیاتي څیړنې په بدل کې تر میلیونو ډالرو پیسې ترلاسه کړي څو د دې پوهنتون دوام او حیثیت ثبات ومومي.

په تدریسي برخو کې به تر ټولو اړینې برخې د اسلامي فرهنګ او تمدن پوهنځي ترڅنګ د سولې او عدم تشدد، بشري حقوقو مطالعات، سیاسي علوم، جندر مطالعات، ټولنپوهنې، ټولنیز چوکاټونو، انکشافي پروژې، قبایلې مطالعات، تیکنالوژۍ او عصري علومو په برخه کې په سلګونه نور پوهنځي ولري. له بده مرغه په نننې عصري دور کې موږ ته ډېر شیان خیالي او توهماتي ښکاري یا دا چې غیر حقیقي ښکاري. کنه ډېر داسې شیان شته چې په نړۍ کې ورته په ټیټه سترګه کتل کیږي او ډېر داسې نا ممکن چې کلونه مخکې یې په اړه قیاس هم ناممکن و، خو نن ممکن دی. له بده‌مرغه د نړۍ ډېر داسې ناشوني چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ناشوني ښکارېدل، موږ په خپل وطن کې تر سره کړي.

د بېلګې په توګه په ۴۰ کاله کورنۍ جګړه کې د میلیونونو خلکو وژل، د بشري حقوقو ناوړه او ناممکنه سپکاوی او نور داسې ډېر چې د نړۍ وګړي یې په اړه فکر کولای نه‌شي، زموږ په وطن کې تر سره شوي دي! د دې لومړی علت دا ده چې موږ هغه امکانات لکه ښه ژوند، لوړ تمدن او لوړ اخلاق او علم درلودل پر ځان ناشوني کړي دي.
په موجوده عصري دور کې ډېر شیان دي چې په تیر کې ناشوني وو خو نن د باچا خان نړیوال پوهنتون جوړیدل یقیني شوی او په خپله جلاالتماب ولسمشر غني د دې پوهنتون د جوړیدو ژمنه وکړه. د دې تر څنګ چارواکيو هم د دې پوهنتون په اړه ډېرې ژمنې وکړې. بل لورې ته په سیمه کې داسې کوم فکر نه دی پیدا شوی بلکې د باچا خان فکر یو له هغو فکرونو څخه دی چې نړۍ یې په غلي کېدو پښېمانه ده او اوس دوی په دې اند دي چې باید دې فکر ته کار وشي.

خو د پوهنتون لپاره د باچا خان نوم ټاکلو تر شا یو اساسي علت دا و چې د ګاندهي، نیلسن ماڼدیلا او نورو مبارزو په نوم ستر نهادونه جوړ شوي، خو د باچا خان په نوم ډېر کم نهادونه او په کمه کچه جوړ شوي، خو د دې نړیوال پوهنتون له را منځ ته کېدو سره به په سیمه کې یو نوی تحول او د دغه پوهنتون د خواخوږيو له خوا به د جوړېدو، فعالیت، دوام او مراقبت په برخو کې دوامداره مرسته وشي.

زموږ له هېوادوالو سره د امنیت په اړه اندېښنه په دې مانا ده چې دوی دوامداره یو باثباته افغانستان غواړي، خو د دې لپاره هر اړخیز په تېره بيا د نړۍ له سټراټېژیکو موخو سره ځان یو کول ډېر اړین دي.

موږ باید خپل د ثبات او امنیت موخې د دوی په سټراټېژیکو موخو کې ولټوو. کله چې په خوست کې د باچا خان نړیوال پوهنتون کې نړیوال زده‌کړیالان زده‌کړې کوي، دا په دې مانا ده چې دوی له موږ سره په بېلابېلو ګټو کې یو ځای شول او دا زده‌کړیالان به د خپلو هېوادو استازي وي، بلکې سفیران به وي. بیا که دوښمن په اړونده سیمه کې بې امنیتي را منځ ته کوي، د دې مانا دا ده چې دوښمن د دې ټولو هېوادونو سرمایې ته تاوان رسوی.

همدا ډول د دغو زده‌کړیالانو په راتګ سره به خوست او افغانستان د سیاحت، نړیوالې هراړخیزې پاملرنې مرکز وګرځي. د دې هېوادونو مسوولان به له افغانستان سره خپلې اړیکې له سره نوې کړي او و به یې سنجوي. ځای خلکو ته به یو نړیواله روحیه، اخلاق او فرهنګ ور په برخه شي، دلته به بهرني زده‌کړیالان له ځان سره بېلابېلې تجربې او زده‌کړې راوړي چې له امله به یې ځایي خلک له نویو تجربو سره عادت شي او په عین حال کې به د افغانستان کرښه له ترهګرۍ، جګړې او جنجال څخه پر سوله، غني فرهنګ او غوره اقتصاد بدله شي. داسې به د افغانستان هغه دروازې چې د ترهګرو مرکزونه دي، بندې او پر ځای به یې د ډېورنډ دواوړو خوا ته د یو غني سوله‌یز فرهنګ څادر خپور شي.

هغه کمېسیون چې د جلالتماب ولسمشر له خوا وټاکل شو ډېر ژر به له نویو بدلونونو سره داخلي او بهرني متخصصان پکې ځای پر ځای شي چې د دې نړیوال پوهنتون په ایجاد کې له جدیته کار واخیستل شي او د اوږدمهاله پلان په اساس د دې پوهنتون ډبره کېښودل شي.

د یو ازاد، باسواده او پرمختللي افغانستان په لور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply