پدرام د تاجک معزز قوم په حق کې ظلم کوي/ سردار محمد همدرد  

0 690

په یوه هېواد کې چې څلوېښت کاله جګړه وسي، د نړۍ استخبارات په کې د تصمیم نیولو په کچه خلک وروزي، بیا نو د پردیو لوی ارمان دا دی، چې د هغه هېواد ملي یووالي ته زیان ورسوي.

افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري. د دې هېواد ښه ځانګړنه دا ده، چې تل یې خلکو ملي یووالی ساتلی او د تجزیې فکر لا هم څوک نه سي کولای.

په دې هېواد کې ډېرې نا خوالې تېرې سوې. ورور وژنه وسوه، د قدرت لپاره جګړه وسوه، چور او فساد وسو؛ خو له دې ټولو سره سره بیا هم د افغانستان ملت ملي یووالی وساته.

افغانستان زمونږ کور دی. افغان کلمه د افغانستان ټولې جغرافیې ته منسوبیږي. دا هېواد په خپله غېږه کې ازبک، تاجک، هزاره، پښتون، پشه یي، نورستاني، بلوچ، عرب او ګوجر لري. دې وروڼو قومونو د تاریخ په اوږدو کې د دې هېواد هر دښمن ته یو سوي او د افغانستان له خاورې څخه یې دفاع کړې ده.

زه نه غواړم چې دلته سیاسي او یا احساساتي بحث وکړم. په دې وروستیو کې چې کله د الکترونیکي تذکرو په سر کومه لانجه پېښه سوه، یو شمېر کسانو د دې وطن د ملي یووالي د خرابولو هڅه وکړه.

زه افغان یم او بیا پښتون یم. زه د افغانستان ټولو قومونو ته یو شان حق غواړم. هېڅ قوم تر بل قوم بهتري نه لري. هغه څوک د دې خاورې دښمن ګڼم، چې یو قوم ته د بېګانه خطاب کوي. زه په خپل تاجک ورور افتخار کوم، په خپل ازبک او هزاره ورور او بلاخره په ټولو قومونو ویاړ کوم. ځکه پرې ویاړ کوم، چې افغانان دي او زما سره په ګډ وطن کې ژوند کوي. غم، ښادي او درد مو شریک دی. د یوه بدن غړي یو. هېڅکله د جلا کېدو وړ نه یو.

زه د خپل هېواد ټولو سیاسونو ته احترام لرم او په ځانګړې توګه هغه سیاسون راته د قدر وړ دي، چې ملي فکر لري. زه په دې باوري یم، چې تر څو مو د هېواد ملي یووالی نه وي یقیني کړی، مونږ ښه ورځ نه سو لیدلی.

په دې وطن کې د شمال او جنوب، پښتون او غیر پښتون په نامه چې هرڅوک سیاست کوي، له دې وطن سره تاریخي جفا کوي.

دا اوس د بدخشان بچی د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکه کې هره ورځ د افغانستان د عزت او ابرو لپاره په هلمند کې خپل سر قربانوي. د ننګرهار بچی په ډایکنډي کې قرباني ورکوي او د کندهار بچی په کابل کې د ولسونو د امنیت لپاره ځان قربانوي او ټوله قرباني د افغان د سر لوړۍ لپاره ده.

زه په خپلو ټولو مشرانو ژغ کوم، چې سیاست وکړئ، نقد وکړئ، د قدرت لپاره هم هڅه وکړئ؛ خو له یوه ټکي سره ډېر احتیاط په کار دی، چې هغه ملي ګټې او د دې هېواد ملي یووالی دی.

په دې وروستیو کې چې د الکترونیکي تذکرو په اړه پر افغان کلمې کومه لانجه را پورته سوې ده، په واقعیت کې پر دې خبره ځورېږم او یو شمېر کسان دې موضوع ته نور هم کش ورکوي. پو شمېر احساساتي پښتانه ځوانان خپلو وروڼو هېواد والو ته د مهاجر خطاب کوي.

د پدرام غوندې کسان بیا بیخي د افغانستان نوم نه مني او د خراسان خبره کوي. دغه ډول څرګندونې نور هم نفاق ته لار هواروي.

زه پر خپلو ټولو افغانانو ژغ کوم، چې دا موضوع باید له جر بحث څخه را ووځي، یو او بل ته پېغور ورنه کړو او ټول له حوصلې څخه کار واخلو. دا صحي خبره ده، چې د دوه وروڼو تر منځ خپګان راځي؛ خو د دغه خپګان د له منځه وړلو لپاره باید کار وسي، نه د ډېرولو لپاره. پر هغو سیاسونو هم ژغ کوم، چې په دې وطن کې د قوم په نامه سیاست کوي، چې په خپل سیاست کې دې له دغه نامه څخه سوء استفاده نه کوي.

هېواد مو له ډېر بد حالت څخه تیریږي. د حالاتو د سمون لپاره تر ټولو لومړی سیاسي زغم او ملي وحدت مهم دی. د خواله رسنیو پر کاروونکو او احساساتي ځوانانو باندې ژغ کوم، چې دې موضوع ته نور د تفرقې انعکاس مه ورکوئ. یو او بل قوم په درنښت یاد کړئ. د ملي وحدت د ټینګولو او د زغم سیاست وکړئ. کنه نو د دې موضوع لپاره د خاورې دښمنان او پردي استخبارات ناست دي او هغوی له همدې موضوع څخه استفاده کوي.

په دې هیله، چې د هېواد ملي یووالی مو یقیني کړی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply