د پاکستان سفیر ته په ځواب کې / سردار محمد همدرد

0 920
د روهي وېبپاڼې په حواله د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله خان نن د تلې میاشتې پر اووه ویشتمه نېټه داسې څرګندونې وکړې:
د افغانستان په جګړه کې د پاکستان ملامتول د افغانستان د اصلي ستونزو هېرول دي. نوموړي دا هم و ویل چې که چېرې فرض کړو، پاکستان له وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي، نو دا خبرې کومې ستونزې نه سي حل کولای. هغه زیاته کړې چې د ملامتولو پر ځای دې عملي اقدام وسي او د افغانستان ستونزې او جګړه دې پر کور د ننه په بنسټیز ډول حل سي.
سفیر صاحب ځواب مې په حوصله، منطق او استدلال واوره!
افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي وروڼه هېوادونه دي. د اسلام مبارک دین هم وایي چې همسایه پر همسایه ډېر حق لري. د دې تر څنګ په نړیوالو قوانینو کې هم یو ګاونډی هېواد پر بل ګاونډي هېواد د همسایه توب حق لري. ته چې له کومې ورځې څخه منځ ته راغلی یې، له هغې ورځې څخه ستا بهرنۍ پالیسي د افغانستان په خیر نه وه.
ما خو یو ځل درته ځان ثابت کړی دی. کله چې ستاسو او د هندوستان جګړه وه، الحضرت محمد ظاهر شاه بابا په خپل وخت کې ستاسو له دې جګړې څخه ناوړه ګټه پورته نه کړه او تاسو یې تر خوږ ګوتې ونه نیولای.
کله چې روسانو پر مونږ یرغل وکړ، د خپلو سرونو په قېمت مو روس ته ماته ورکړه. دا داسې یو ښامار و چې تر تاسو یې هم ځان در رساوه. دا دې منو چې کډوالو ته مو خپله غېږه خلاصه کړه، خو کله چې ډاکټر نجیب استعفا ورکړه، تاسو د جهاد رهبران داسې جوړ کړل چې هغوی یو بل ته په سنګر کې کښېناسل او هېواد یې د کورنۍ جګړې پر خوا یووړ.
دا هم منو چې زمونږ رهبرانو باید دا کار نه وئ کړی. دوی باید د جهاد کامیابي په یوه ښه او ګډ حکومت سره پیل کړې وئ. خو هغه دا ډاکټر صاحب فاروق اعظم خبره ده چې د جهاد په مشرانو کې سیاسي بصیرت نه و.
د روس له راتګ څخه تر اوسه پورې تاسو ډېره بر بنډه مداخله وکړه او کوئ یې. تاسو به د پاکستان د یوه رښتینې او مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزي هغه مرکه نه وي اورېدلې. هغه وایي چې کله ډاکټر نجیب الله د استعفا اعلان وکړ، د روژې لومړۍ ورځ وه. غلام اسحاق خان د پاکستان لومړی صدر و. ما ورڅخه وخت وغوښت او هغه وخت راکړ. ما ورته و ویل چې ډاکټر نجیب الله د استعفا اعلان کړی دی. د مجاهدینو مشران به را وغواړو او دوی به سره کښېنوو، څو یو ګډ حکومت جوړ کړي. داسې نه چې افغانستان کورنۍ جګړې ته لاړ سي.
د اڅکزي په خبره چې صدر اعظم راته و ویل چې دوی یې نه مني. ماورته و ویل چې څوک یې نه مني؟ هغه و ویل چې د مجاهدینو مشران.
هغه زیاتوي چې ما ورته و ویل چې هغه خو ستاسو د لاس خلک دي او له هغې ورځې وروسته د پاکستان په ارادې باندې پوه سوم چې د افغانستان په اړه ښه نیت نه لري.
د دې تر څنګ د نشنل پارټي مشرانو تل په افغانستان کې ستاسو د مداخلې یادونه کړې ده.
ښه! نورې خبرې به پرېږدو. د یو بل د ملامتیا له خبرو به هم تېر سو. راسه اوس صادقانه قدم اخلې؟ ښه ګاونډیتوب تاوان کوي؟ اروپا چې ښه ګاونډیتوب وکړ او په خپل منځ کې یې پیسه او ویزه یوه کړه، څه نقصان یې وکړ؟ ټولو هېوادونو پرمختګ ونه کړ؟ د یوه پر مخ تللي پاکستان سره مونږ هېڅ ستونزه نه لرو، مونږ چې له هندوستان سره ښه ګاونډیتوب کولای سو، نو ستاسو سره یې نه سو کولای؟ کلتور او مذهب مو یو دی. دا خو ستاسو د غلطو سیاستونو پایله ده چې نن حتی یو ماشوم افغان هم له تاسو څخه کرکه کوي.
که تاسو داسې وایاست چې مونږ به ټول ووژنو، نو دا لوبه په وژلو نه سئ ګټلای. په دې وطن کې چې یو قهرمان و وژنئ، لس نور زېږوي. د دې وطن په فطرت کې غلامي ځای نه لري. ښه مشوره دا ده چې تاسو افغانستان ته د ورورولۍ لاس ورکړئ. پروا نه کوي اوس یې ورکړئ؛ خو دا ملت دومره ناځوانه نه دی چې بیا دې د چا نیکي هېره کړي.
زه په نیمروز کې د دولت یو مامور وم. د اېران له کنسل سره مې ملاقات و. له هغه سره مې په ښه ګاونډیتوب خبرې کولې. همدغه د اروپا مثال مې ورکړ او همدا خبره مې ورته وکړه چې راځه په ګډ سرحد باندې صنعتي ښارګوټی جوړ کړو او خپله انرژي په تجارت کې مصرف کړو.
مونږ دا ارزو لرو چې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولرو. له دې هېوادونو سره د رېل ګاډي تګ راتګ ولرو. په سوداګرۍ کې مثبته سیالي وکړو. مونږ د هېچا بچی یتیم او خوار زار نه غواړو. زمونږ د بشر دوستۍ معیارونه دومره لوړ دي چې په نړۍ کې تور پوستی افریقایي هم خوار زار او ذلیل نه غواړو.
تاسو چې څوک وژنئ، هغه ته افتخار ورکوئ. ډاکټر نجیب ولې ورځ تر بلې په ولس کې ځای پیدا کوي؟ ټول همدا وایي چې په وژلو کې یې ستاسو لاس و. یوه خبره چې تریخ حقیقت دی، هغه د ډېورنډ د کرښې مسئله ده. په دې کې شک نسته چې د ډېورنډ د کرښې ها خواته مونږ خاوره نه لرو. لرو یې، خو خبره دا ده چې هغه موضوع هم په جګړه نه حل کیږي. هغه خاوره محمود خان او اسفندیار خان لري. د هغوی مشوره شرط ده. په زور خو هغوی مونږ له ځان سره نه سو ګډوولی او نه یې تاسو ملګري کولای سئ او نه تر قیامته پورې څوک دلته جګړه پاللی سي. افغانان هم حق لري چې د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې ارام ژوند ولري. نور د افغانستان ملت را ویښ سوی دی او په جعلي رهبرانو پسې نه ځي. دا ملت نور د رښتینو مشرانو ملګرتیا کوي.
په پای کې بیا دا خبره کوم. که اوس هم د ورورګلوۍ او همسایه توب لاس راکړئ، وخت تېر نه دی. راځئ چې په ګډه سره له سیمې څخه افراطیت او جګړه ورکه کړو، تر څو د بشر دوسته انسانانو په توګه خپل تاریخي مسوولیت ادا کړو.
سفیر صاحب! تاسو په خپلو خبرو کې د ثبوتونو خبره کړې وه او دا مو هم ویلي وو چې د افغانستان ستونزه پر کور د ننه ده. زه دا منم چې مونږ پر کور د ننه یو څو بې ضمیره کسان لرو، خو دا هم راسره ومنه چې د جوړېدلو اراده را منځ ته سوې ده او په دې وطن کې به حتمي دایمي سوله راځي، ځکه چې په دې برخه کې په نړیواله کچه او په کور د ننه ملي اجماع رامنځ ته سوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply