پشه یې / پشایې / پاچایې – احمد جان ماڼو

0 818

دپشه یې ژبې دنامه  دمانا په اړوند پوهانو خورا ښې څیړنې کړیدی اودانوم یې په رنګارنګو ډولونو لیکلی اومعنی کړی دی چی هریو یې تر یوحده اساس اوبنیاد لري ،دا په دی خاطر چی دا خورا پراخه ژبه ده دا ځکه چی دهند و اروپایې ژبو مور ده نو، مور دخپلو بچو په نیمګړو اداګانو ښه پوهیږي.
دوستانو زه نن غواړم دهمدی مورنې ژبې دسیمینار له دریځ څخه زمونږ اوستاسی دننیوو ژوندیوولویو ،وړو هندو اروپایې ژبو مور یا نیا په دوو لرغونو آریایې ترکیبي نومونو کمون او پشا یې (پا اچا یې ) نومونو په شتون اوژبني تکامل په بهیر کښی څه ډول را زږیدلي مشر او کشر یې کوم چی ، ترننه یی زمونږ په آریایې ژبنیز چاپیریال کښی خپل ځان ساتلی ترمونږ یې ځان رارسولی اولا تر ننه په قوت په آریایې ادبیاتو کښی ځان ساتلی اوشتون لري په علمي اودیالیکتیکي بنیاد ثابت او دا په ډاګه کړم چی ، زمونږ او ستاسی دمورنیوو ژبو اصل اوپخوانی نوم په نني مروج دیالیکتیک کښی ( پشه یې ) نه ، ( پا چا یې ) دي چی ، د آریایانو په اوږده او لرغوني تاریخ کښی کله په یوه نوم او کله هم په بل نوم یادشوی یوه څټه لري په تاریخي ، علمي او ادبي انډیو بار تر مونږ یې ځان را رسولی چی ، په اړوند یې دنړۍ اوکورنیو محقیقینو څیړنې ترسره اود( پا اچا یې ) نوم یې په مختلفو لهجو لیکلی اومعنی کړی چی ، دهغویو په ډله کښی ما هم دا نوم په علمي اوادبي دلایلو څیړلی اوننی مروج (پشه یې) نوم د(پا اچا یې = پاچایې) په نوم نوموم او د ستاسی ښاغلو دقناعت اود پشایې ژبې دلرغونتوب اواصالت په خاطردا دوه پورته یادشوي ترکیبي ( کمون ) او ( پا اچا یې = پاچا یې ) نومونه یودبل پسی په ژبنیز علمي بنیاد څیړم توضیح اوتشریح کوم یې :

دوستانو هره ژبه دخپل پیدایښت دپیله را نیولې تر زړښته رنګارنګ پړاونه وهي ورځ تر بلې وده کوي ، خپل ټول طبعې معین پړاوونه وهي ورځ ترورځې وده کوي لویږي غوړیږي په غورغورراځي وروهراړخیزه وده مومي تاریخي پړاوونه

شوې هیواد  څخه دباندی هیوادوالو نوموړی نوم دتاریخ په اوږدو کښی په رنګارنګو دیالیکتیکونو ( لهجو ) نومول شوی دسوونو کلونو را په دی خوا باند  نیوو ژب پوهانو اوڅیړونکو دنوموړې ژبې په اړوند زړه پوری څیړنې تر سره کړې اود هیواد په دننه زمونږ پوهانو ،ژب څیړونکو ،تاریخ پوهانو دباندنیوو هیوادونو دعلماوو په تحقیقاتو اوڅیړنوتل پوره اړخ لګولی اوخپل  نظریات اولیکنې یې ، د باندینیوو هیوادونو دپوهانو په اثاروغني او زمونږ هیوادوالو لوستونکو اوڅیړونکو ته یې دعلمي تحقیق په توګه دحساب وړ اوپوره علمي ګڼلي دي.

حال داچی ، په کوردننه زمونږد هیواد دهر صنف اومسلک ښاغلو دانشمندانو  او پوهانو، هیڅکله هم په خپل ځان کم تکلیف نه دی منلی چی ، د خپلوعلمي اثارو دبشپړولواوسینګارولو او دلا علمي کولو په خاطر دخپل هیواد د پشه یې ژبې ویونکوو سیمو ته ولاړ شي اوپخپله په خپل وطن کښی زړه پورې او ډاډمن څیړنیز کارونه تر سره او ګټورمعلومات د پشایې ( پاچایې )  ژبې په اړوند راتلونکوو نسلونو ته راټول اود یو ډاډ من ادبي ویاړ اومیراث  په توګه ورڅخه ګټه پورته کاندي .
نن سبا دخوښې ځای دی چی ، د ګران هیواد افغانستان دنورو خویندو رسمي اوملي ژبوپه څنګ کښی  دپشه یې ژبې پرونی اوننی ځوان نسل دخپلې خوږې لرغونې آریایې له یاده وتې خوږې ،خوندورې اوپه علمي انډیوو بار د اریایانو دستر میراث د( ویدا ،ریګویدا او اوستا ) د کتابونو دلرغونو نومونو توضیح اوتشریح کوونکې د هند وآروپایې ژبې دمور اونیا (پشایې – آریک) ژبې د ژوندي پاتی کیدلو په خاطر په تشو لاسونو پرته له هیڅ ډول ملي ، مادي اومعنوي ملاتړه شپه او ورځ هلې ځلې کوي ترڅو ، دالرغونې له یاده وتې دهند او اروپایې ژبو مور آریایې پشایې ژبه دمرګ په پاڼ ولاړه زمونږ دتاریخي هیواد دویاړونو اوسرلوړېو ژبه دحتمي مرګ اوپو پنا کیدو څخه وژغوري ورته کار کوي .
نن سبا ښاغلي پشایان په پوره مینه اوبی صبرۍ دخپل مالي اوځاني توان سره برابر شپه او ورځ هراړخیزې هلې ځلې کوي ترڅو په ګران هیواد لرغوني افغانستان کښی پخپله ښاغلي پشایې ژبې اوپه هیواد کښی دننه دلویو او وړو آریایې ژبو ویونکي وطنوال اوهمداشان د هند اواروپایې ژبو ویوونکي نړیوال دخپلې د نیا  ژبې (پشایې – آریک) دسترتوب اولویښت څخه خبراواګاه کاندي اودنړیوالو پوهانو ،تاریخ پوهانو اوڅیړونکو پام دغې سترې تاریخي ژبې پشا یې ته ،چی نن سبا په ګران هیواد افغانستان کښی شتون لري راواړوي ترڅو، خپله خوږه آریایې ژبه د حتمي مرګ څخه وژغوري او ورته د پایښت جوګه شی .

ښاغلو په خپل هیواد کښی او یو وبل ته په ورته اشکالو سره لیکل شوی ، څیړل شوی او معنا شوی چی ،هریو یې په خپل وخت کښی دمنلو او دقناعت وړ اودپشایې ژبو خوښ اومنل شویدی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply