په هېواد کې د بېبندوباره نشهيي توکيو تولید د دې سبب شو چې د سلګونو نشهیانو شمېر ورځ تر بلې زیات شي او اوس خو بېخي درې میلیونه کسان په نشو اخته دي. دا را پورونه ځورونکي دي او په ښارونو کې چې د نشهیانو دا بده ورځ انسان ويني، سخت ځورېږي.
نشه د انسان لپاره وژونکې ده. پوهان وايي، نه یوازې دا چې له نشې څخه خپله مستقیماً هغه په نشه روږدي کس ته زیان رسېږي، بلکې تاوان يې په ټولنه کې شته نورو انسانانو ته هم رسېږي. له دې امله نشه په شریعت کې منع شوې ده. اخلاق او انساني نارمل وجدان يې ښه نه بولي او د قانون له مخې هم یو جرم دی.
نشه انساني ټولنې ته یوازې د صحت په برخه کې زیان نه رسوي، بلکې په لویه کچه مالي تاوان هم ورته رسېږي. د نشهیي توکي اخیستل، هر وخت ناروغ کېدل او بیا يې د درملنې مصارف، په ټولنه کې غلاوې، اخلاقي فساد او له کورونو د شیانو تښتول، د بېکاري ګراف لوړېدل، په ښارونو کې د شپې له لوري د خلکو شکول او په موټرو کې د جېبونو وهل او… يې ټول د مالي او اقتصادي اړخ زیانونه دي چې موږ يې شاهدان یو او هره ورځ يې وینو.
تر دې هم ور هاخوا د نظافت نه مرعاتول د نشهیانو یو بل ستر زیان دی چې جامعې ته يې رسوي او موږ يې بیا هم له بده مرغه شاهدان یوو. نشهیان نه خپله ځانونه پاکوي او نه د ځای یا سړک پاکي ته پام کوي. دوی چې هر ځای اوسي هلته چټلي وي، مردارخورګي وي، د نظافت هيڅ څرک نه لګېږي.
ټولنې ته د نشهیانو تر ټولو ستر زیان بیا دا دی چې سم وګړي په نشه اخته کوي او د شپې له لوري خلک شکوي او که يې د جېب شیان ور نه کړل؛ نو په برچه يې وهي. دا څو ورځې مخکي د کابل په حضوري چمن کې پولیسو له شا و خوا ۱۵ نشهیانو برچې را وایستې او دا ټول د شپې مهال د شکونو لپاره کاروي. پولیسو ویل چې بېخي ډېر واري له دوی څخه خلک په شکایت ورغلي او د شکونې خبر يې ورکړی.
په ښارونو کې چې نشهیان اوسي د نورو کسانو د جلب او تمایل سبب طبیعي خبره ده چې کېږي. ولې سلګونه نشهیان نن میلیونه شول؟ همدا لامل دی چې کله په ټولنه کې هر څوک حضور ولري، ځان ته د ټولنې یوه کتله ضرور ور جذبوي. ما د کابل په حضوري چمن کې په سترګو ولیدل چې نوي ځوانان راغلل او له نشهیانو سره به ناست وو. یو کس مې ولید چې له یوه نشهيي څخه يې د دېرش «۳۰» افغانۍ په مقابل کې یوازې د شیشې دوه دوده غوښتل. د لېسې زدهکونکي ورته راغلي وو، لغړزني هلکان ورسره وو، د کورنۍ او اولادونو کسان يې په منځ کې وو. یو داسې هلک يې هم تر منځ و چې پوست يې د سپين کاغذ په شان سپين و، عمر يې د ۱۷ او ۱۸ کالو تر منځ و. نوی په نشه اخته شوی وو او د ورځي له مخې به نشهیانو ته راتو.
نشهیان د ټولنې یوه برخه وه او اوس هم دي. حکومت چې د ټولنې هر قشر ته په خدمت مکلف دی د نشهیانو پر وړاندې هم ځينې مسوولیتونه لري. په نورو ټولنو کې د هغوی لپاره روغتون جوړ شوی وي او ډاکټران يې وړیا درملنه کوي. هڅه کېږي چې روږدي کس بېرته خپل عادي او نارمل ژوند ته راستون کړي. زموږ په هېواد کې که حکومت د نورو ټولنو په شان کار نهشي ورته کولای، د سترو زیانونو د مخنیوي په خاطر خو دومره کولای شي چې د ښار له عمومي واټونو يې ټول کړي او په یوه ځانګړي ځای کې يې ایله کړي.
په دې ډول به يې د ښار نظافت هم ساتلی وي، د خلکو د حذب مخه به يې نیولې وي، د جېب وهنې او د لارو پر سر د خلکو د لټونې مخه به يې ډب کړې وي. په دې توګه به هغه کسان چې دلته په ښارونو کې نشهيي توکي پلوري د هغوی کار ته هم زیان رسېدلی وای او دا تجارت به يې ایله کړی وای. په هېواد کې د نشهيي توکو زیات کر و کښت به هم ورسره کم شوی وای او خلکو به د دې پر ځای نور ګټور توکي کرلای.
له ټولنې د نشهیانو په ګوښه کولو کې هم د حکومت ګټه وه او هم د ولس. د ولس بازار به خوندي وای، سړک، کوڅې او پارکونه به يې پاک وای، د جامعې نور غړي به يې له دې ناروغۍ ساتل شوي وای. حکومت ته به يې احصایه اسانه وای، د فساد، غلا، شکونې، اخلاقي بيماریو مخه به يې ژر نیولې وای، په ټولنه کې به اخېر د نشهیانو ګراف را کم شوی وای، مصارف به يې ډېر نه کېدای. د نشهیانو مړه کسان به يو ځای وای او خاورو ته سپارل به يې ورته اسانه شوي وای. اوس خو د ښار له مختلفو کونجیانو هره ورځ د نشهیانو مړي را غونډېږي او بیا په ګڼو موټرو کې هدیرو ته وړل کېږي.
پر حکومت هم عام ولس، هم نشهیان او هم د حکومت خپله عمله دا حق لري چې د نشهیانو پر وړاندې د اوس په شان بېتفاوته پاته نهشي. ولس ته يې مالي، فزیکي او روان تاوان رسېږي. نشهيان هم انسانان دي او د خدمت حق لري. د حکومت دستګاه غړي د دوی له لاسه ستړي دي، غلاوې کوي، خلک شکوي، جېبونه وهي، چټلي جوړوي، هره ورځ يې لسګونه کسان مړه وي او دوی يې را غونډوي. که يې سره یو ځای کړي، هم به يې ولس ته زیان نه رسېږي، نور انسانان به له دې مرض څخه وساتل شي او د حکومت عمله به هم د اوس په شان ستړې او ستومانه نه وي.
ځينې نوي کسان يې په درملنه رغېدای شي، حکومت مسوولیت لري چې د هغوی غم وخوري. د نورو کسانو د ورتګ يې مخه ونیسي. په ټولنه کې د ناروا کار و بارو ریښې وباسي. د نشهيي توکيو د مخ پر زیاتېدونکي تولید د مصرف مرکزونه ور ختم کړي. په دې توګه يې تولید خپله کمېږي. له ګندګيو، چټلیو او مرداریو ښارونه او لویې لارې پاکې وساتي.
بدمرغي دا ده چې نشهیان خپله د ځان لپاره حقونه نهشي غوښتلای، ولس بېتفاوته دی دا زیان يې سم یا نه دی درک کړی او یا يې همداسې بېتفاوته پاتېدل خوښ دي. حکومت هم په خپله دستګاه کې داسې کسانو ته ځای ورکړی چې د مسوولیت سم احساس نه کوي. دا کار يې هم د ټولنې حق دی ورباندې او هم د نشهیانو او هم خپله د حکومت د عملې، مګر له بدهمرغه چې دې لور ته نه ولس پام وکړ، نه حکومت ورته توجه وکړه او نه نړۍوالو د بشر د حقونو مدافعانو ورته کوم قوانین جوړ کړل چې موږ يې له دې مشکل څخه خلاص کړي وای.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320