د مسلمانانو په اړه د سويډني راهب سټيفان لېنډكوېسټ څرګندونې

0 615

دا راهب چې سټيفان لېنډكوېسټ نوميږي په خپل فېسبوك كې د “ مسلمانان څومره خطرناك دي؟“ تر عنوان لاندې يو ليك مطلب خور كړ چې په لنډه موده كې يې  د خلكو پاملرنه جلب كړه. لېنډكوېسټ په ليك كې ليكلي دي دي چې “ يو مسلمان راته تازه هګۍ راوړې. يو بل رانه د روغتيا پوښتنه وكړه. يو بل يې راته وويل چې د خپل موټر په واسطه يې خپل ځاى ته ورسوم. ځكه زما موټر په وركشاپ كې و. داسې مسلمان پېژنم چې خپل ګاونډي ته چې پېسې نه لري، تل ډوډۍ وړي. په ريښتيا هم مسلمانان څومره خطرناك دي؟!“

لنېډكوېسټ په خپل مطلب كې د مسلمانانو او سوېډنيانو د مقايسې پر مهال ليكلي دي چې “ پدې هېڅ باور نه لرم چې يو سويډنى دې د پېسو پرته بل چاته هګۍ وركړي. كوم سويډنى د خپل ملګري كور ته چې پېسې نه لري، ډوډۍ وړي؟ په ريښتيا هم مسلمانان ډېر خطرناك دي؟!“

د لېنډكوېسټ په وينا “موږ سوېډنيان بايد سترګې پرانيزو او حقيقت ومنو. پدې پوه شوم چې ډېر قدرمن او سخي مسلمان ملګري لرم.كه چېرې دا انسانان قبول كړئ او اجازه وركړئ چې تاسې سره ژوند وكړي نو په مقابل كې به يې مينه ترلاسه كړئ. خو ددې سره سره بيا موږ په ورځ كې له لوډ سپيكره د څو دقيقو لپاره د آذان سره هم مخالفت كو.“

د سټېفان لېنډكوېسټ دا ليك په لنډه موده كې په ټول هېواد كې مشهور شو.  ددې هېواد يوې مهمې ورځپاڼې د لېنډكوېسټ سره مركه هم وكړه. نوموړي زياته كړه چې غوښتل مې چې سويډنيانو ته وښايم چې مسلمانان څومره سخي او مينه ناك دي.  

TRT PASHTO

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply